تازه خبرونه
له طالبانو سره روانې خبرې د سولې لپاره یو ښه فرصت دی- ترمپ

د امریکا ولسمشر هیله من دی، چې اوس هم له طالبانو سره د هوکړې فرصت شته او امریکا ورسره پر خبرو بوخته ده او زه نه غواړم، چې میلیونونه انسانان ووژنم.
د فبروري ۲۹ د سولې هوکړه لیک د لاسلیک ورځ ټاکل شوې؛ خو له دې مخکې باید د تاوتریخوالی د کمي لپاره باید د امریکا، طالبانو او افغان دولت لخوا یوه اووه ورځنۍ دوره پلې شي.
د امریکا ولسمشر دونالد ترمپ وایي، چې زه د اتمي وسلې په اړه نه غږیزم؛ زه نه غواړم، چې میلیونونه انسانان ووژنم. مونږ له طالبانو سره پر خبرو بوخت یو؛ وګورو، چې څه کیږي. دا د هوکړې لپاره یو فرصت دی.
د افغانستان او پاکستان لپاره د امریکا پخواني استازي ریچاړد اولسن ویلي؛ مونږ باور لرو، چې د زیاترو افغانانو لومړیتوب سوله او د سولې بهیر دی. باوري یو، چې د تاوتریخوالي د کمي یو مهم پړاو هیر دی. که دا ازمایښتې پړاو په برلیتوب ترسره شي؛ دا به له طالبانو سره د سولې د هوکړه لیک د لاسلیک سبب هم شي.
ټاکل شوې د هوکړه لیک له لاسلیک لس ورځې وروسته د افغانانو خپلمنخي خبرې پیل شي، چې چې د افغانستان سیاسي برخلیک ټاکي؛ خو په کابل کې اوس هم له طالبانو سره د خبرو لپاره مرکچي پلاوی ندی جوړ شوی.
د امریکا د سولې انستیتیوت مشر هاردلي ویلي؛ طالبان اړ دي، چې له افغان دولت سره کینې. مونږ د افغانانو د خپلمنځي خبرو په اړه له وړاندې قضاوت نشوکولی؛ خو چمتو یو هر هغه څه، چې افغانان یې د خپل راتلونکي لپاره ټاکي او پرې سلا ته ورسیږي ترې ملاتړکوو.
له دې مخکې امریکایي او طالب چارواکو ویلي وه، چې د امریکایانو او طالبانو ترمنځ هوکړه وروستۍ شوې او لاسلیک ته چمتو ده.