تازه خبرونه
په غزني کې د امریکا د راغورزیدلې پوځي الوتکې مړي وموندل شول

(Last Updated On: )
امریکایي ځواکونو د همدې الوتکې توره بکسه هم تر لاسه کړې، چې د ارزونې ډاډ یې هم څرګند شوی دی.
تر دې دمه د الوتکې د راغوزیدو لامل په ډاګه شوی ندی؛ خو ساني لګت تېره ورځ ویلي وه، چې داسې کومه نښه نښانه نشته، چې د دښمن لاسوهنه ترې په ډاګه شي.
ویل کیږي، چې د پېښې انساني پاتې شوني سوزیدلې الوتکې ته نږدې پیدا او د سیمې د خلکو د فرهنګ پربنسټ ورسره له درناوي ډک چلند رامنځته شوی دی.
امریکایي ځواکونو د سوزیدلې الوتکې پاتې شونې له منځه وړي دي.
ویل کیږي، چې د امریکا د دفاع وزارت د قوانینو له مخې به د قربانیانو بشپړ هویت ۲۴ ساعته وروسته
په ډاګه شي.