تازه خبرونه

په ترکيه کې زلزلې ۱۰۳۶ کسانو ته مرګ و ژوبله اړولې

Published

on

(Last Updated On: )

د ترکيې د ختيځ الازيع ولايت په سیورچه ښار کې د رښتر له ۶ اعشاریه ۷ درجو ځواکمنې زلزلې څخه ۲۱ کسان مړه شوي او ۱۰۱۵ نور ټپيان دي او لسګونه کورونه نړیدلي دي.

ترکي رسنیو څرګنده کړې، چې تر اوسه ۴۰۰  مرستندويه او ژغورونکې ډلې سیمې ته رسیدلي او تر نړیدلو ودانيو لاندې خلک راباسي او په ډاګه کوي، چې د مرګ و ژوبلې د زياتیدو اندېښنه هم شته.

د ترکيې د ځمکپېژندنې ادارې ويلي؛ په الازيع ايالت کې پرون د جمعې پر ورځ ماسپښين زلزله رامنځته شوه، چې څه نا څه شپېته ټکانونه  ترې محسوس شول.

د راپورونو له مخې، د ترکيې پر نورو سيمو سربېره په عراق او سوريه کې هم د زلزلې ټکانونه احساس شوي دي.

ترکي رسنۍ وايي، د ترکيې ولسمشر رجب طيب اردوګان اړوند چارواکو ته امر کړی، چې زلزله ځپلیو لپاره بېړني خوراکي توکي، خېمې او د اړتیا وړ نور توکي ورسوي او په نړیدلو ودانيو کې بند خلک وژغوري.

د زلزلې په سيمه کې د تودوخې درجه له صفر څخه کښته ده؛ خلک له ستونزو سره مخ دي.

په ترکیه کې له ټولو ځواکمنه زلزله ۲۰ کاله مخکې په ۱۹۹۹ کال کې رامنځته شوې، چې د رښتر ۷ اعشاریه ۶ درجې وه  او د دې هېواد ازمیت ښار یې لړزولی و. دا زلزله ۴۵ ثانیې اوږده شوې او په کې ۱۷ زره کسان مړه  او نیم میلیون کسان بې کوره شوي وه.

 

Trending

Exit mobile version