Connect with us

تازه خبرونه

څه باندې ۶ میلیون افغانان کډوال دي- بلخي

Ariana News

خپور شوی

 په

(Last Updated On: ليندۍ ۲۷, ۱۳۹۸)

د کډوالو نړیواله ورځ په داسي حال کې افغانان نمانځي، چې د اړوند وزارت د څرګندونو له مخې؛ دا مهال د افغانستان څه باندې ۶ میلیون وګړي په نورو هېوادونو کې کډوال دي.

د کډوالو او راستنیدونکیو چارو وزیر ویلي؛ په وروستیو ۵ کلونو کې ۴ میلیون هېوادوال بېرته هېواد ته راستانه شوي، خو اوس هم د ایران او پاکستان په ګډون ګڼ افغانان په بهرنیو هېوادونو کې ژوند کوي.

د کډوالو او بېرته راستنیدونکیو چارو وزیر سید حسین عالمي بلخي وايي؛ کورني بېځایه شوي بله ستونزه ده، چې په روان میلادي کال کې یې شمېر څه باندې ۶۰۰ زره کسانو ته رسیږي او بشردوستانه مرستو ته اړ دي.

بېرته راستنیدونکیو ته مناسب شرایط ندي برابر. ان تر دې، چې د کډوالو چارو وزارت او د کډوالۍ نړیوال سازمان د نړۍ له هېوادونو څخه د افغانانو د پر زور شړنې مخنیوی کوي.

په افغانستان کې د کډوالۍ نړیوال سازمان مرستیاله سارا ګرکس وایي؛ تمه لرو، چې ګاونډ هېوادونه او د ملګرو ملتونو اړوند سازمانونه د افغانستان کډوالو ته کوربتوب او مرستې  برابرې کړي. لکه، چې اړتیا ده خپلې اړوند مرستې وغزوي. ان تر هغه مهاله، چې د سولې خبرې پایله ورکړې.

که څه هم د کډوالو بېرته راستنیدنه او د ستونزو حل یې د افغان حکومت پر اوږو دروند پیټی دی؛ خو د ګډوالۍ د نړیوال سازمان د څرګندونو له مخې که بېرته راستنیدونکي د یوې سترې بشري پانګې په توګه مدیریت شي دا چاره به د افغانستان په پراختیا کې ګټوره پریوځي.

تازه خبرونه

ولسمشر غني او د پاکستان لومړي وزير په افغانستان کې پر اوربند ټینګار کړی

Ariana News

خپور شوی

په

توسط

(Last Updated On: تله ۵, ۱۳۹۹)

د افغانستان ولسمشر اشرف غني او د پاکستان لومړي وزير عمران خان د تیلیفوني اړیکې له لارې د دواړو هېوادونو د اړيکو، سولې بهیر او په افغانستان کې د اوربند پر ټينګښت خبرې اترې کړې دي.

په دې تیلیفوني خبرو اترو کې ولسمشر اشرف غني د اوربند پر ټينګښت ځانګړی ټينګار کړی او د پاکستان لومړي وزير ته يې افغانستان ته د رسمي سفر بلنه هم ورکړه.

د پاکستان لومړي وزير عمران خان ويلي، مونږ په افغانستان کې د اوربند له ټينګښت بشپړ ملاتړ کوو او د ولسمشر اشرف غني له بلنې په مننه يې زياته کړې، په نږدې راتلونکې کې به کابل ته سفر وکړي.

د پاکستان جیو تلویزیون په ډاګه کړې، چې پاکستان به له هغو پرېکړو ملاتړ وکړي، چې د افغانستان خلک به د خپل راتلونکي په اړه پرې ټینګار کوي.

لومړي وزیر عمران خان د پاکستان او افغانستان  پر رغنده اړیکو ټینګار کړی او وایي، چې مونږ د دې هېواد سوله ، ثبات او د خلکو سوکالي غواړو.

دغې سرچینې څرګنده کړې، چې د ملي پخلاینې عالي شورا رییس عبدالله عبدالله به راتلونکې اوونۍ اسلام اباد ته سفر وکړي.

Continue Reading

تازه خبرونه

د ارګ هوټل د واده په مراسمو کې لږ تر لږه دوه کسان وژل شوي

Ariana News

خپور شوی

په

توسط

(Last Updated On: تله ۴, ۱۳۹۹)

د کابل پولیسو ویلي، چې د کابل ښار د ۱۵ حوزې د اړوند سیمې د یو هوټل د واده په مراسمو کې پر ډزو دوه کسان وژل شوی دي.

د دِې پېښې علت شخصي دښمني ښودل شوې ده.

د پېښې عامین نیول شوي او په اړه یې څېړنې روانې دي.

د پېښې لیدونکیو ویلي، چې پېښه په یاد هوتل کې دننه رامنځته شوې؛ ۵ کسان وژل شوي او یو شمېر نور ټپیان دي.

Continue Reading

تازه خبرونه

د افغانستان د سولې خبرو لپاره سیمه ییزه اجماع ژوند بښونکې ده- سارک

Ariana News

خپور شوی

په

توسط

(Last Updated On: تله ۴, ۱۳۹۹)

د سویلي آسیا د همکاریو سازمان (سارک) د افغانستان د سولې خبرو د بریالیتوب لپاره پر سیمه ییزه اجماع ټینګار کړی دی.

د بهرنیو چارو وزارت چارسمبالي حنیف اتمر د سارک له غړیو هېوادونو مننه وکړه، چې د ملګرو ملتونو د عمومي اسامبلۍ په څنډه کې یې د افغانانو په مشرۍ او واک د سولې له بهیره ملاتړ کړی دی.

د بهرنیو چارو وزارت په ډاګه کړې؛ حنیف اتمر د سارک له غړیو هېوادونو غوښتي، چې د ملګرو ملتونو د امنیت شورا له پرېکړې سره سم د حکومت او طالبانو ترمنځ د بشردوستانه اوربند په ترلاسه کولو کې د افغانستان د سولې له بهیره ملاتړ روان وساتي.

د سرچینې د څرګندونو له مخې؛ اتمر ټینګار کړی، چې بشري اوربند به د حکومت له اړوندو ارګانونو سره مرسته وکړي، چې په ټول افغانستان کې زیانمنو خلکو ته روغتیايي خدمتونه وړاندې کړي.

د سیمه ییزو همکاریو لپاره د سویلي آسیا ټولنه (سارک) یوه اقتصادي – سیاسي ټولنه ده، چې د سویلي آسیا اته هېوادونه یې غړیتوب لري.

سارک په ۱۹۸۵ زېږدیز کال کې د هند، پاکستان، بنګله دیش، سریلانکا، نیپال، مالدیپ او بوتان لخوا جوړ شوی دی. د ۲۰۰۷ کال په اپریل کې، چې د سارک ۱۴ ناسته جوړه شوه؛ نو افغانستان هم د دې ټولنې د اتم غړي په توګه ومنل شو.

Continue Reading
Advertisement

Trending