Connect with us

تازه خبرونه

له طالبانو تود هرکلی له نړیوالو قوانینو ښکاره سرغړونه ده- افغان حکومت

Ariana News

خپور شوی

 په

(Last Updated On: تله ۱۱, ۱۳۹۸)

افغان حکومت پاکستان ته د ملا عبدالغني برادر په مشرۍ د طالب پلاوي د سفر په تړاو ویلي، له طالبانو څخه د حکومتي پلاوي په څېر هرکلی او کوربتوب له نړیوالو قوانینو ښکاره سرغړونه ده.

په قطر کې د طالبانو د سیاسي دفتر مرستیال ملا عبدالغني برادر پاکستانیو چارواکو یو مهال بندي کړی و؛ خو اوس د یوه طالب پلاوي په مشرۍ د دې حکومت له چارواکو سره د خبرو لپاره تللی دی.

د طالبانو سیاسي مرستیال ملا عبدالغني برادر  پاکستان ته د یوه دولس کسیز پلاوي پر مشرۍ تللی او د هغه دې حکومت د چارواکو له تاوده هرکلي سره مخ شوی دی.

د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر شاه محمود قریشي ویلي، چې، له طالب پلاوي سره یې د افغانستان د سولې بهیر د بیا پیل په تړاو خبرې کړي دي.

طالبانو هم ویلي، چې له پاکستانيو چارواکو سره یې د سولې پر بهیر، اقتصاد، سوداګرۍ او افغان کډوالو په تړاو خبرې کړې دي.

له طالبانو څخه د پاکستان دا کوربتوب د افغان حکومت له توندو غبرګونونو سره مخامخ شوی دی.

د ولسمشرۍ ویاند صدیق صدیقي له هغو هېوادونو، چې له طالبانو هرکلی او له ناستو یې کوربتوب کوي؛ غواړي، چې د دې ډلې پرځای له مشروع افغان دولت سره ودریږي.

له دې سره جوخت د  امریکا د کانګریس یوه پلاوي او زلمي خلیلزاد هم پاکستان ته تللي او د هغه هېواد له چارواکو سره یې د سولې پر بهیر خبرې کړي دي.

تر دې دمه دا نده تائید شوې، چې آیا دې پلاوي له طالبانو سره هم لیدلي او که نه؟

سیاسي هڅاند وحید مژده وایي: دا سفر به هیڅکله د سولې خبرو د بیا پیل معنا ونلري.

د افغانستان د سیاسي بهیرونو د مشرتابه غړی شهزاده مسعود بیا وایي: کیدی شي، چې د پاکستان، امریکا او طالبانو تر منځ یوه درې اړخیزه ناسته رامنځته شي او د سولې خبرې له سره پیل شي؛ خو د خبرو بنسټیز اړخ باید د افغانستان حکومت وي.

دغه راز د ملي امنیت شورا سلاکار حمدالله محب ویلي، چې په امریکا کې دی د فاکس نیوز شبکې ته ویلي؛ افغان حکومت د خبرو د پیل لپاره اوس ښه حالت لري، خو په خبره یې ښایي تر یوې مودې ګواښونه ډېر شي.

افغان حکومت وایي، له طالبانو سره  د مخامخ خبرو د پیل لپاره هڅې تیزې شوي او نوی ولسمشر به، چې د ټاکنو د پایلو له مخې ټاکل کیږي؛ دا بهیر مدیریت کړي.

دا په داسې حال کې ده، چې پاکستان ته د ملا عبدالغني برادر په مشرۍ طالب پلاوي له جګپوړیو پاکستانيو چارواکو سره د سولې خبرو د بیا پیل او په پاکستان کې د افغان کډوالو د ستونزو د حل په تړاو خبرې اترې کړې دي.

دونالد ترمپ شاوخوا یوه میاشت مخکې هغه مهال د سولې خبرې اترې لغو کړې، چې ټاکل شوې وه، د امریکا او طالب استازیو تر منځ د سولې هوکړه لاسلیک شوې وه.

تازه خبرونه

افغانستان او ترکمنستان د اقتصادي همکاریو تړونونه لاسلیک کړل

Ariana News

خپور شوی

په

توسط

(Last Updated On: تله ۹, ۱۳۹۹)

افغانستان او ترکمنستان د چارشنبې پر ورځ ( د تلې ۹) په کابل کې د برښنا او نوري فایبر په اړه د تفاهم درې هوکړه لیکونه او د اقتصادي همکاریو یو تړون لاسلیک کړ.

د دغو هوکړه لیکونو د لاسلیک په مراسمو کې د افغانستان ولسمشر اشرف غني له بیات ګروپ او د ترکمنستان له چالک شرکت څخه هېواد ته د  ۵۰۰ میګاوات برښنا لیږد او نوري فایبر نښلولو تړونونو لاسلیک مننه کړې ده.

احسان الله بیات او د چالک شرکت مشر حکمت سیزار؛ د افغان ولسمشر اشرف غني، د ترکمنستان د بهرنیو چارو وزیر رشید میردوف، د ترکمنستان سفیر اویزوف خواجه سفرګیدویچ، د کانونو او پترولیم وزارت چارسمبالي محمد هارون چخانسوري په حضور کې د ۵۰۰ میګاوات برښنا او نوري فایبر نښلولو تړونونه لاسلیک کړل.

د ولسمشرۍ د څرګندونو له مخې؛ د دغه هوکړه لیک د لاسلیک په مراسمو کې ولسمشر غني ویلي: نن مونږ خپل  پخوانی ښه تاریخ ژوندی کوو او د وروستیو کلونو بد تاریخ جبرانوو.

هغه زیاته کړې؛ د بیات ګروپ او چالک خصوصي شرکت له حضور څخه مننه او دا د دې څرګندوی دي، چې د افغانستان او نړیوالو خصوصي شرکتونو یو بل ته لاس ورکړی او ۵۰۰ میګاواته برښنا تامینوي. ترکمنستان نه یوازې افغانستان، بلکې خپلو ټولو ګاونډ هېوادونو ته ښه ګاونډ دی او مونږ بېرته خپلو لرغونو رېښو ته ورګرځو.

تاپ پروژه ( د ترکمنستان څخه افغانستان او پاکستان ته د برښنا لیږد) یوه له مهمو پروژو څخه ده، چې د دې پروژې د لومړي پړاو د جوړیدو تړون دوه اوونۍ وړاندې د افغانستان برښنا شرکت له چالک شرکت سره لاسلیک کړی دی.

د ترکمنستان د بهرنیو چارو وزیر د افغانستان او ترکمنستان دوه اړخیزو همکاریو ته په انغوته او شاره کې ویلي، هېواد یې غواړي، چې د دې لویو پروژو له تطبیق سره د انرژۍ د تامین ترڅنګ د دواړو هېوادونو ولسونو ته یې ګټه ورسېږي او زموږ اقتصادي همکارۍ به د ټولو لپاره موثرې وي.

هغه زیاته کړه چې په دې برخه کې د همکارۍ لپاره زیات فرصتونه شته او ددې اوږدمهالې پروژې ګټې ټولو ته رسیږي.

په پام کې ده چې د دې پروژې د لومړي پړاو په بشپړیدو سره په لومړي قدم کې ۳۰۰ میګاواټه برښنا د هرات او فراه ولایتونو اوسیدونکو ته ووېشل شي.

د افغانستان برښنا شرکت او چالک شرکت ترمنځ د شوې هوکړي پر بنسټ به د دې پروژې لومړی پړاو د یو کال په لړ کې بشپړ شي.

د یادونې وړ ده چې افغانستان به د دې پروژې له ترانزیټي لارې څخه د کال ۵۰ میلیون دالر د ترانزیت حق ترلاسه کړي.

Continue Reading

تازه خبرونه

په افغانستان کې سوله د پاکستان په ګټه ده – عارف علوي

Ariana News

خپور شوی

په

توسط

(Last Updated On: تله ۹, ۱۳۹۹)

د ملي پخلاینې عالي شورا مشر داکتر عبدالله عبدالله نن (چهارشنبه د تلې ۹) د پاکستان له ولسمشر عارف علوي سره په دوحه کې د روانو خپلمنځي خبرو اترو په اړه ولیدل.

د پاکستان ولسمشر عارف علوي په دې لیدنه کې ویلي؛ د پاکستان حکومت او مشرتابه په افغانستان کې د سولې له هڅو بشپړ ملاتړ کوي. مونږ په افغانستان کې جګړې پای او له سولې او ثبات ته ملاتړ کوو.

هغه ویلي: پاکستان د افغانستان په جګړه کې ځپل کیږي؛ خو له سولې ګټه پورته کوي.

ښاغلي علوي زیاته کړې، چې پاکستان غواړي له افغانستان سره د ښوونې او روزنې، لوړو زدکړو، معلوماتي تکنالوژۍ او عامې روغتیا په برخو کې همکاري زیاته کړي.

دغه راز هغه د دواړو لوریو تر منځ د سوداګرۍ پر پراختیا ټینګار کړی او وایي، چې د سولې له راتګ سره مونږ غواړو سویلي آسیا له مرکزي آسیا سره ونشلوو.

هغه دا هم ویلي، چې د سولې راتګ به د درنو مهاجرو ستنېدو ته هم زمینه برابره کړي.

د ملي پخلاینې عالی شورا مشر عبدالله ویلي؛ په دې پړاو کې د سولې لاسته راوړنه د افغانستان د خلکو او حکومت یو له لومړیتوبونو څخه ده او د دې بهیر په بریا کې د پاکستان او نورو هیوادونو همکاریو اړتیا ده.

عبدالله عبدالله زیاته کړې؛ افغانستان له خپلو ټولو ګاونډ هېوادونو په ځانګړي توګه له پاکستان سره ښې اړیکې غواړي او په افغانستان کې سوله او ثبات به د دواړو هېوادونو او سیمې تر منځ د همکارۍ، سوداګریزې ودې او پرمختګ لپاره لار اواره کړي.

عبدالله  دغه راز ټینګار کړی، چې مونږ له ستونزو څخه لرې او د جګړې پای ته رسولو لپاره یو استثنایي او رښتینی فرصت لرو او هیله لرو، چې دا ځل به له کورني، سیمه ییز او نړیوال ملاتړ سره د تلپاتې سولې او ثبات لرونکي شو.

Continue Reading

تازه خبرونه

فرانسې په نګورنو قره باغ کې د ترکیې پر لاسوهنه نیوکه کړې

Ariana News

خپور شوی

په

توسط

(Last Updated On: تله ۹, ۱۳۹۹)

فرانسې د آرمنستان او آذربایجان په شخړه کې له آذربایجان څخه د ترکیې پر ملاتړ کلکه نیوکه کړې او هغه یې جنګ غوښتنه ګنلې ده.

د آذربایجان او آرمنیا تر منځ د یکشنبې پر ورځ په نګورنو قره باغ سیمه کې نښتو زور واخیست، چې په کې د دواړو خواو کې سلګونه کسان وژل شوي او ژوبل دي.

د دواړو هېوادونو نښتو د سویلي قفقاز د بې ثباتۍ په اړه اندېښنې راپورته کړي، چې له دې لارې د تېلو پایپ لاینونه د نړۍ بازار ته تېریږي او دا وېره یې رامنځته کړې، چې سیمه ییز قدرتونه لکه روسیه او ترکیه به په کې راښکېل شي.

په ناتو کې د ترکیې ځینو متحدینو د انقرې له دریځه ملاتړ کړی، چې د آذربایجان په خاوره نګورنو قره باغ کې ارمني لږکي واکمني چلوي.

د ترکيې د بهرنيو چارو وزير مولود چاووش اوغلو د چارشنبې پر ورځ ویلي، چې ترکیه هر هغه څه ته، چې اړتیا وي؛ کوي.

اوغلو زیاته کړې، چې له آرمنستان سره د فرانسې پيوستون د آذربایجان جمهوریت له نیولو ښکاره ملاتړ دی.

لتویا ته د سفر پر مهال د فرانسې ولسمشر امانویل ماکرون ویلي، چې په نګورنو قره باغ کې د شخړې په اړه د ترکیې څرګندونې خطرناکې او جنګ غوښتنه ده، چې مونږ ته د منلو وړ ندي.

Continue Reading
Advertisement

Trending