Connect with us

تازه خبرونه

په غزني کې ۹ طالبان وژل شوي او له زندانه یې لس بندیان خوشې شوي

خپور شوی

 په

(Last Updated On: غویی ۲, ۱۳۹۸)

د غزني په قرباغ ولسوالۍ کې د امنیتي ځواکونو او طالبانو په نښته کې ۹ وسلوال طالبان وژل شوي دي.

د غزني ولایت سیمه ییزو چارواکو په ډاګه کړې، چې ځانګړیو امنیتي ځواکونو تېره شپه د دغه ولایت د قره باغ ولسوالۍ د لیلیزي او واله و تواله په اړوند سیمو کې پوځي عملیات کړي دي.

د سرچینې د څرګندونو له مخې؛ په دې عملیاتو کې ۹ وسلوال طالبان وژل شوي، پېنځه نور وسلوال جنګیالي نیول شوي او په کانتینر کې زنداني لس هېوادوال له بنده خوشې شوي دي.

سرچینې دا هم څرګنده کړې، چې امنیتي ځواکونه په دې عملیاتو کې زیانمن شوي ندي.    

دغه راز طالبانو هم په ډاګه کړې، چې په دې عملیاتو کې د اړوند کلیو څلور اوسیدونکي وژل شوي او امنیتي ځواکونو د یو ملا امام په ګډون دوه نور عام وګړي نیولي دي.

تازه خبرونه

د ا.ا.ا د لومړي وزیر د دوه یم مرستیال پر مشرۍ یو پلاوي ازبکستان ته ولاړ

خپور شوی

په

توسط

(Last Updated On: تله ۲۴, ۱۴۰۰)

د افغانستان اسلامي امارت د ویاند ذبیح الله مجاهد د څرګندونو له مخې؛ د لومړي وزیر  دوه یم مرستیال عبدالسلام حنفي پر مشرۍ یو لوړپوړی پلاوي ازبکستان ته سفر وکړ.

نوموړي نن شنبه د تلې ۲۴/  د اکتوبر ۱۶ زیاته کړې؛ د دواړو هېوادونو پلاوي به د ازبکستان په ترمذ ښار کې د سوداګرۍ پر پراختيا، ټرانزيټ، اوسپنیزې کرښې او ۵۰۰ کیلو ووټ برښنا مزي بحث او خبرې وکړي.

په دې پلاوي کې له عبدالسلام حنفي سره د چارو ادارې مشر، د لوړوزدکړو، ټولګټو، عامې روغتیا، سوداګرۍ او اقتصاد وزیران، د هوایي چلند، د افغانستان بانک، امنیتي سکتورونو مشران او ملي سوداګرو استازي مل دي.

د افغانستان اسلامي امارت له بیا واکمنېدو وروسته دا لومړی ځل دی، چې د اسلامي امارت  لومړي وزیر مرستیال ازبکستان ته سفر کوي.

دا یو ورځنی سفر په داسې حال کې تر سره کیږي، چې  د تلې پر ۱۵ د ازبکستان د بهرنیو چارو وزیر عبدالعزیز کاملوف له یو لوړ پوړي پلاوي سره کابل ته راغلی و او له افغان لوري سره یې د دواړو هېوادونو پر اړوند مسایلو خبرې وکړې.

Continue Reading

تازه خبرونه

په کندهار ولایت کې چاودنې لمونځ کوونکيو ته مرګ و ژوبله اړولې

خپور شوی

په

توسط

(Last Updated On: تله ۲۴, ۱۴۰۰)

د کندهار د میرویس روغتون یوه چارواکي ویلي، چې په کندهار کې د شیعه ګانو پر یوه جومات د برید له کبله د مړیو شمېر ۳۴ کسانو ته رسېدلی او ځاني زیانونو شمېر ښايي ډېر شي.

چاودنه د جمعې د لمانځه پر مهال د کندهار د لومړۍ ناحیې په امام بارګاه جومات کې رامنځته شوې ده.

یوه شاهد ویلي، چې هغه د جومات د انګړ له دروازې څخه د درې چاودنو غږ واورید.

ویل کیږي، چې ټول قربانیان ملکي وګړي دي.

د رسنیو د راپورونو له مخې؛ د کورنیو چارو وزارت ویاند ویلي، چې د پېښې د څېړلو لپاره یو ځانګړی پلاوی د پېښې ځای ته استول شوی دی.

د اسلامي امارت ویاند ذبیح الله مجاهد په یوه پیغام کې لیکلي، چې اسلامي امارت دغه چاودنه غندي او دا یې ستر جنایت بللی دی.

هغه وایي؛ اسلامي امارت خپلو ځواکونو ته امر کړی، چې عاملین یې ونیسي او عدالت ته یې راکاږي.

دې ته ورته یو برید تېره جمع په کندوز کې د شیعه ګانو پر یوه جومات شوی و، چې د داعش خراسانۍ ډلې یې مسوولیت منلی. په دې برید کې لږ تر لږه ۵۰ لومنځ کوونکي ووژل شول او له ۱۰۰ ډېر نور یې ټپیان کړل، چې ټول ملکي وګړي وه.

تر دې دمه کومې ډلې د نننۍ چاودنې مسوولیت ندی منلی.

Continue Reading

تازه خبرونه

د کونړ د شیګل ولسوالۍ امنیه قومندان په ماین چاودنه کې ووژل شو

خپور شوی

په

توسط

(Last Updated On: تله ۲۲, ۱۴۰۰)

چارواکو ویلي؛ نن پنجشنبه د تلې ۲۲ له غرمې مخکې د افغانستان اسلامي امارت د کونړ ولایت په مرکز اسعدآباد کې د شیګل ولسوالۍ د امنیه قومندانۍ  پر رینجر موټر د سړک غاړې ماین چاودنه کړې ده.

ځایی چارواکو ویلي؛ په پېښه کې، چې له غرمې مخکې ۱۱ بجې شوې رامنځته شوې؛ موخه یې د اسلامي امارت د کونړ ولایت د شیکل ولسوالۍ امنیه قومندان و.

امنیتي سرچینو ویلي، چې د شیګل امنیه قومندان په چاودنه کې وژل شوی او ۱۱ کسان نور ټپیان دي.

د کونړ ولایتي روغتون ډاکټرانو هم پېښه تائید کړې او زیاتوي، چې په ټپیانو کې  څلور د اسلامي امارت ځواکونه دي، چې مرکزي روغتون ته رالېږدول شوي.

تر اوسه کومې ډلې د دې برید مسوولیت پر غاړه ندی اخیستی؛ خو داعش په هېواد کې د وروستیو چاودنو تر شا خپل لاس لرل منلي دي.

Continue Reading

Trending

آریانا نیوز: ټول حقونه خوندي دي