تازه خبرونه
په بادغیس کې پر یوې لس کلنې نجلۍ جنسي تېری شوی

(Last Updated On: )
د بادغیس والي عبدالغفور ملکزي ویلي: د ترلاسه شویو معلوماتو له مخې پېښه د پنجشنبې پر ماسپښین( د مرغومي ۵) د قلعه نو د مرکز په یوه دیني مدرسه کې رامنځته شوې ده.
نوموړي زیاته کړې، چې مدرسه دمګړۍ تړل شوې او زیانمنه نجلۍ دا مهال په ولایتي روغتون کې بستر ده.
د بادغیس د پولیسو قومندانۍ د امنیت مشر سمونوال شېرآغا الکوزي ویلي: د پېښې په تړاو اتلس زدکوونکي او ښوونکي نیول شوي او څېړنې ترې روانې دي.
د بادغیس د څارنوالۍ د څرګندونو له مخې؛ سږکال په دې ولایت کې د جنسي تېري اته پېښې ثبت شوې دي.