تازه خبرونه
مسکو له طالبانو سره د افغان جهادي او سیاسي مشرانو ناستې ته زمینه برابره کړې
په کابل کې د روسیې سفارت آریانانیوز ته ویلي، مسکو د طالبانو له استازیو سره د افغان سیاسي مشرانو کیدونکې ناستې ته زمینه برابره کړې؛ خو د ناستې په اجڼدا او خبرو کې به هیڅ رول ونلري.
د افغانستان د سولې لپاره بېلابېلې اجنډاوې تر بحث لاندې دي؛ واشنګتن، مسکو، اسلام آباد او تهران هر یو هڅه کوي، چې په دې بهیر کې رول ولوبوي. بیا هم د دوه یم ځل لپاره په مسکو کې درې ورځې وروسته د افغانستان د سولې په اړه یوه ناسته تر سره کیږي؛ خو د هېواد د بهرنیو چارو وزارت په توند غبرګون کې راغلي، چې دا ډول ناستې کومې پایلې ته نه رسیږي.
په کابل کې د امریکا سفارت آریانانیوز ته څرګنده کړې، چې په دې ناسته کې د روسیې د بهرنیو چارو وزارت او حکومت د دغې ناستې په اجنډا کې شامل ندی.
سفارت زیاته کړې، چې روسیه د دې ناستې په فني برخه کې همکاري کوي او آسانتیاوې یې برابرې کړې دي
د مسکو ناسته درې ورځې وروسته تر سره کیږي او د طالبانو د استازیو او افغان سیاست والو حضور په کې تر اوسه وروستی شوی ندی.
د طالبانو د ډلې پخوانی غړی سید اکبر آغا وایي؛ په دې ناسته کې به د افغانستان د سولې په اړه، چې څنګه سوله راشي او څنګه وشي خبرې کیږي؛ خو په دې کې به کومه فیصله نه کیږي او نه به وروستۍ وي.
طالبانو ویلي؛ د عباس ستانکزي په مشرۍ به پلاوی دې په ناسته کې ګډون وکړي.
د ځینو څېرو حضور تر اوسه نهایي شوی ندی؛ خو ویل کیږي، چې له افغانستان څخه به په دې ناسته کې پخوانی ولسمشر حامد کرزی، محمد محقق، عطا محمد نور او اسماعیل خان ګډون کوي.
د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت پخوانی معین حکمت خلیل کرزی او د طالبانو د واکمنۍ پر مهال په پاکستان کې د دوی سفیر عبدالسلام ضعیف ګډون کوي.
په افغانستان کې د حراست او ثبات شورا ویاند مسعود ترشتوال وایي، چې مونږ باید د سولې په رامنځته کولو کې د خلکو او حکومت همغږي ولرو. څومره، چې د سولې پتې ډېرې وي؛ هومره له مونږ سره د سولې په راتګ کې مرسته کمیږي.
له طالبانو سره د امریکا، روسیې، ایران او څو نورو هېوادونو ناستې تر سره شوي دي، چې افغان حکومت یې سخت په غصه کړی دی.
افغان حکومت وایي، چې دا ډول ناستې د حکومت په نه حضور کې کومې پایلې ته نه رسیږي.
د بهرنیو چارو وزارت ویاند صبغت الله احمدي وایي، چې پر دې ډول ناستو پخوا هم خبرې شوي او مونږ سولې ته رسولی نشي.
که څه هم طالبان حاضر شوي، چې د فبرورۍ پر پېنځمه او شپږمه په مسکو کې له افغان سیاسي څېرو سره خبرې وکړي؛ خو دې ډلې تر اوسه له دولت سره خبرو ته غاړه نده ایښې.
که څه هم ټاکل شوې، چې د فبرورۍ پر ۲۵ به له طالبانو سره د امریکا بله ناسته تر سره شي؛ خو تر دې ځایه پورې افغان دولت ته په دې مذاکراتو کې د ګډون زمینه نده برابر شوې. په داسې حال کې، چې ځان د سولې خبرو سر لاری بولي او وايي، خبرې به د دوی تر مشرۍ او مالکیت لاندې وي.
تازه خبرونه
افغانستان او چین په سیمه کې پوره همغږۍ او همکاریو ته اړتیا لري – امیر خان متقي
د بهرنیو چارو وزارت چارسمبالي ویلي، چې په سیمه کې وروستۍ پېښې او پرمختګونه ښیي، چې افغانستان او چین د ګډو ګټو د ساتلو لپاره پوره همغږۍ او همکارۍ ته اړتیا لري.
امیر خان متقي دغه څرګندونې په کابل کې د چین له سفیر ژاوشینګ سره په کتنه کې کړې دي.
د افغانستان بهرنیو چارو وزارت نن (سې شنبه د غویی څلورمه) په یوه خبرپاڼه کې ویلي، چې دواړو لوریو په سیمه کې د افغانستان او چین ترمنځ پر دوه اړخیزو سیاسي، اقتصادي او فرهنګي همکاریو او وروستیو پرمختګونو خبرې کړې دي.
د بهرنیو چارو وزارت چارسمبالي د دواړو هېوادونو ترمنځ د سیاسي، اقتصادي او فرهنګي اړیکو له پراختیا څخه خوښي څرګنده کړه او وایي، چې اسلامي امارت د سوداګرۍ او پانګونې په برخه کې ښه فرصتونه رامنځته کړي دي.
امیرخان متقي وایي: چین ته د انارو او جلغوزیو د صادراتو زیاتوالی او د مس عینک او واخان دهلیز په پروژو کې پرمختګونه د اسلامي امارت د متوازن اقتصادي سیاست ښکاره بېلګې دي.
د بهرنیو چارو وزارت د خبرپاڼې له مخې؛ د چین سفیر له افغانستان سره په بېلابېلو برخو کې شوي پرمختګونه مثبت وګڼل او زیاتوي: چینايي سوداګر او پانګوال به وهڅوي، چې له افغانستان سره د اوږدمهاله اقتصادي همکاریو په برخه کې خپل رغنده رول ولوبوي.
هغه دا ډاډ هم ډاډ څرګند کړی، چې هېواد به یې د واخان دهلېز د مسلې په اړه د دوه اړخیزو همکاریو لارې چارې او امکانات وارزوي.
تازه خبرونه
راشد خان د افغان بیسیم سوداګریز سفیر شو
د افغان بیسیم مخابراتي شرکت څرګنده کړې، چې راشد خان د دې شرکت د سوداګریز سفیر په توګه ټاکل شوی دی.
یاد شرکت په فیسبوک پاڼه کې څرګنده کړې؛ راشد خان ځوان، ټولنیز او نومیالی شخصیت دی، چې د هېواد د کرکټ په ډګر کې ښه ځلیدلی دی.
راشد خان هم په فیسبوک پاڼه کې د افغان بیسیم د سوداګریز سفیر په توګه د ټاکل کېدو په اړه خوښي څرګنده کړې ده.
هغه افغان بیسیم د یو غوره شرکت په توګه یاد کړی او څرګندوي، چې افغان بیسیم د مخابراتو په برخه کې یو مخکښ شرکت دی.
تازه خبرونه
د اسلامي همکاریو ټولنې پلاوي د اروپايي ټولنې له استازې سره ولیدل
د اروپايي ټولنې او اسلامي همکاریو ټولنې استازو په افغانستان کې د بشري او تعلیمي وضعیت په اړه خبرې وکړې.
په افغانستان کې د اروپايي ټولنې چارسمبالې رافایلا یودیچه په کابل کې د اسلامي همکاریو ټولنې له ځانګړي استازي طارق علي بخیت او مل پلاوي سره وکتل.
میرمن یودیچه په ایکس پاڼه کې لیکلي، چې دوی د افغانستان پر بشري، اقتصادي او تعلیمي وضعیت خبرې کړې دي.
هغې زیاته کړې: بنسټیز ملاتړ اوس هم د خلکو لپاره اړین دی. د ښځو غږ باید په افغانستان کې د هر راز خبرو اترو او رغنده تعامل برخه وي.
له دې مخکې د اسلامي همکاریو ټولنې پلاوي د اسلامي امارت له چارواکو سره کتلي دي.
-
تازه خبرونه1 day ago
وروستیو سیلابونو په افغانستان کې ۱۵۰۰ کورنیو ته زیانونه رسولي
-
نړۍ3 days ago
د جاپان دوه پوځي چورلکې بحر ته وغورځېدې
-
تازه خبرونه3 days ago
د پاکستان سرحدونو وزیر د افغان کډوالو پر باعزته ستنېدا ټینګار وکړ
-
لوبی2 days ago
عینو مېنې، استقلال کابل او اټکانرژي فوټبال لوبډلې، خدیم افسي مات کړل
-
نړۍ23 hours ago
د مالیزیا بحري ځواکونو د چورلکو په ټکر کې ۱۰ کسان مړه شول
-
سیمه ییز خبرونه2 days ago
د ایران ولسمشر پر درې ورځني سفر پاکستان ته ولاړ
-
لوبی23 hours ago
د موج ساحل لوبغاړي د جوانان واحدي لوبډلې پر وړاندې زړهراکښونکی ګول ترسره کړ
-
تازه خبرونه3 days ago
چینایي سوداګر کابل ته د پنجشېر اوبو لیږدولو په پروژه کې پانګونې ته لیوالتیا لري