Connect with us

لوبی

نصرت حق پرست د نړی په آزادو سیالیو کی خپل برازیلی سیال مات کړ

Ariana News

خپور شوی

 په

(Last Updated On: زمری ۱۳, ۱۳۹۸)

د هېواد تکړه لوبغاړي نصرت حق پرست تېرهه شپه د خپل برازیلي سیالي سیال پر وړاندی د لوبې ډګر ته ووت، چی په دوه یم  پړاو کې یې وکولی شول خپل سیال مات او د اتلوالی جام ترلاسه کړي.

نصرت حق پرست او سید بهادرزاده د افغانستان دوه استازي دي، چې د نړۍ په معتبر سازمان یو اف سی کې  لوبې تر سره کوي.

تازه خبرونه

لیورپول د انګلیستان د غوره لیګ اتلولي تر لاسه کړه

Ariana News

خپور شوی

په

توسط

(Last Updated On: چنګاښ ۶, ۱۳۹۹)

په استمفورد بریج کې د چلسي پر وړاندې د منچسترسیتي ۱ – ۲ ماتې، لیورپول د ۲۰۱۹ \ ۲۰۲۰ فصل د غوره لیګ اتل کړ.

له ۱۹۹۰ کال راپدیخوا دا د لیورپول د غوره لیګ نولسمه اتلولي ده، چې له ۳۰ کلن ځنډ وروسته ور پر برخه کیږي.

لیورپول اوس د غوره لیګ په تاریخ کې یوازنی فوټبال کلب دی، چې اتلولي یې له بل هر کلب څخه مخکې د یو فصل په بهیر کې خپله او سرو پر پاتې اووه لوبو خپله اتلولي خوندي کړې ده.

سرو په دې فصل کې له ۳۱ لوبو ۸۶ امتیازونه تر لاسه کړي؛ ۲۸ لوبې یې ګټلي، دوه مساوي او له یوې ماتې سره یې په زړه پورې لوبه کړې ده.

که څه هم پدې اړه شکونه شته، چې آیا د کرونا ناروغۍ له کبله، چې درې میاشتې یې د دې فصل لوبې وځنډولې؛ بیا پیل شي او که نه؛ خو دا مانچسټر سیتي و، چې د لیګ د نومولړ د دوه یمې لوبډلې په توګه یې یاد فصل سره رنګو ته ډالۍ کړ.

ټاکل شوې، چې په راتلونکې لوبه کې مانچسټر سیتي د لیورپول د فصل له اتلولۍ سره د ویاړ لیکه جوړه کړي.

د دې ویاړنې له ګټلو سره لیورپول د غوره لیګ د ۱۹ لوبو پر بریاوو سربېره له مانچسټر یونایټډ سره توپیر یو امتیاز ته راټیټ کړ.

Continue Reading

تازه خبرونه

لیورپول وروسته له ۳۰ کلونو د بریا په درشل کې دی

Ariana News

خپور شوی

په

توسط

(Last Updated On: چنګاښ ۳, ۱۳۹۹)

ليورپول دېرش کاله وروسته د ۱۸ ځل لپاره د غوره لیګ جام ګټلو ته یوازې د ۵ امتیازونو د تر لاسه کولو واټن لري.

په ښکاره په دې فصل کې د لیورپول فوټبال لوبډلې د بریا او اتلولۍ مخه ان کورونا ویروس هم ونه شوه نیولای .

د سیالۍ په دېرشمه اوونۍ کې د اورتون له لوبډلې سره صفر پر صفر سره مساوي ولوبیدل او اوس لیورپول کولی شي په نورو اته لوبو کې یوازې پېنځه پر پېنځه امتیازونو د آنفیلډ بندر ته د غوره لیګ کپ راوړي.

لیورپول په دې فصل کې له غوره لیګ لپاره په ښه ځای کې دی؛ ۲۷ بریاوې، دوه مساوي او په دېرش لوبو کې یوه ماته لري.

Continue Reading

تازه خبرونه

د اروپا اتلولۍ لیګ سیالۍ د اګست له میاشتې بیا پیلیږي

Ariana News

خپور شوی

په

توسط

(Last Updated On: غبرګولى ۳۰, ۱۳۹۹)

د اروپا اتلولۍ لیګ سیالۍ به له پېنځه میاشتني ځنډ وروسته، چې د کروناویروس له نړیوال بحرانه رامنځته شوی؛ په اګست کې بیا پیل شي.

د دغو سیالیو بهیر به د پرتګال د لیسبون ښار په ۱۲ ورځني  میني ټورنمنټ یا سیالیو کې ترسره شي.

د اروپا اتلولۍ لیګ اجرائیوي کمیټې څرګنده کړې، چې اته لوبډلې به د لیسبون په دوه لوبغالیو کې د واحد تخفیف راونډ سیالیو په کوارټر فاینل کې له یو بل سره مخ شي.

د سیالۍ پای به د اګست پر ۱۳ د بینفیکا په کورني لوبغالي کې ترسره شي.

په هرصورت د ۱/۱۶ وروستي پړاو ته د ورستنیدو د لوبو وخت او ځای تراوسه ندی اعلان شوی.

دا په داسې حال کې ده، چې د انګلیستان غوره لیګ، د هسپانوي لا لیګا، د ایټاليا سري آی او د جرمني بونډسلیګا په ګډون نور معتبره اروپايي لیګونه روان دي.

Continue Reading

Trending