Connect with us

تازه خبرونه

مایک پمپیو د سولې پر هوکړه لیک له لاسلیک ډډه کړې

خپور شوی

د

(Last Updated On: لړم ۳, ۱۴۰۱)

له طالبانو سره د سولې هوکړه اوس لاسلیک ته چمتو شوې؛ خو د امریکا د بهرنیو چارو وزیر نه غواړي، چې هوکړه لیک لاسلیک کړي.

تایم امریکایي مجلې په امریکا، افغانستان او اروپا کې د با خبره سرچینو له قوله وایي؛ مایک پمپیو لیوال ندی، چې پر دغې هوکړې لاسلیک وکړي، ځکه طالبان د سولې هوکړې ته ډېر ژمن نه ښکاري.

د تایم د څرګندونو له مخې؛ د دې هوکړې د له منځه تلو وېره ده او دا، چې طالبان ورته ژمن ندي، نو دا هغه څه دي، چې مایک پمپیو یې زړه نازړه کړی دی.

ښایي همدا موارد وي، چې ناتو غواړي د افغانستان د سولې په تړاو ورو ګام واخلي.

د ناتو سرمنشي ینس ستولتنبرګ ویلي، د سولې هوکړې او لاسته راوړنو په تړاو باید محتاطانه عمل وشي او ناتو د یوې سیاسي حل لارې تر پیدا کیدو پورې په افغانستان کې حضور لري.  

د نوموړي د څرګندونو له مخې؛ د ترلاسه شوې هوکړې په تړاو باید  په ګمانونو او احتمالاتو کې محتاط وو؛ ځکه ناتو یوې سیاسي حل لارې ته  په پیاوړې توګه هڅه کوي. باید په یاد ولرو، چې ناتو په افغانستان کې یوې سیاسي حل لارې ته د شرایط  تر برابر ولو حضور لري.

امریکا طالبانو ته خبرداری رسولی، چې یا له حکومت سره روغه وکړي او یا هم درندې جګړې ته چمتو شي؛ خو ټول دا حالات د حکومت په مزاج ښه ندي لګیدلي.

ارګ  له طالبانو سره د سولې هوکړې په تړاو وېره  لري.

د ولسمشر غني جګپوړي سلاکار د بېړنۍ هوکړې د ناوړه عواقبو په تړاو خبرداری ورکړی او وایي، حکومت نه غواړي تېره سناریو تکرار شي.

د ولسمشر د ستراتیژيکو اړیکو جګپوړی سلاکار وحید عمر له طالبانو سره د امریکا د سولې د مسودې په اړه اندېښنه ښیي او وايي، خلکو په تېرو کې د بېړنیو معاملو بیه ورکړې ده.

د سیمې هېوادونه هم متوجه شوي، چې د افغانستان د سولې بهیر حساس پړاو ته رسیدلی او په دې خاطر غواړي، چې ځانونه  نړۍ ته د افغانستان ملاتړي وښیي.

 تازه نوي ډیلي د افغانستان سولې بهیر ملاتړ لپاره لستوڼي بډ وهلي دي.

د هند لومړی وزیر نریندرا مودي وایي، چې روسیې او هند افغانستان ته سوله راوړې. هند د یوه پرمختللي او با ثبات افغانستان غوښتونکی دی. مونږ له افغانستان سره د نږدې او پیاوړیو اړیکو غوښتنه لرو.

دا په داسې حال کې ده، چې د امریکا او طالبانو تر منځ د نهم پړاو خبرو د سولې هوکړه تایید ته په تمه ده او اټکل دا دی، چې د سولې له دې هوکړې سره به تاوتریخوالی کم، زرګونه امریکایي سرتېري به ووځي او د طالبانو او افغان حکومت تر منځ به د سولې خبرې پیل شي.

تازه خبرونه

افغانستان او چین په سیمه کې پوره همغږۍ او همکاریو ته اړتیا لري – امیر خان متقي

Published

on

(Last Updated On: غویی ۴, ۱۴۰۳)

د بهرنیو چارو وزارت چارسمبالي ویلي، چې په سیمه کې وروستۍ پېښې او پرمختګونه ښیي، چې افغانستان او چین د ګډو ګټو د ساتلو لپاره پوره همغږۍ او همکارۍ ته اړتیا لري.

امیر خان متقي دغه څرګندونې په کابل کې د چین له سفیر ژاو‌شینګ سره په کتنه کې کړې دي.

د افغانستان بهرنیو چارو وزارت نن (سې شنبه د غویی څلورمه) په یوه خبرپاڼه کې ویلي، چې دواړو لوریو په سیمه کې د افغانستان او چین ترمنځ پر دوه اړخیزو سیاسي، اقتصادي او فرهنګي همکاریو او وروستیو پرمختګونو خبرې کړې دي.

د بهرنیو چارو وزارت چارسمبالي د دواړو هېوادونو ترمنځ د سیاسي، اقتصادي او فرهنګي اړیکو له پراختیا څخه خوښي څرګنده کړه او وایي، چې اسلامي امارت د سوداګرۍ او پانګونې په برخه کې ښه فرصتونه رامنځته کړي دي.

امیرخان متقي وایي: چین ته د انارو او جلغوزیو د صادراتو زیاتوالی او د مس عینک او واخان دهلیز په پروژو کې پرمختګونه د اسلامي امارت د متوازن اقتصادي سیاست ښکاره بېلګې دي.

د بهرنیو چارو وزارت د خبرپاڼې له مخې؛ د چین سفیر له افغانستان سره په بېلابېلو برخو کې شوي پرمختګونه مثبت وګڼل او زیاتوي: چینايي سوداګر او پانګوال به وهڅوي، چې له افغانستان سره د اوږدمهاله اقتصادي همکاریو په برخه کې خپل رغنده رول ولوبوي.

هغه دا ډاډ هم ډاډ څرګند کړی، چې هېواد به یې د واخان دهلېز د مسلې په اړه د دوه اړخیزو همکاریو لارې چارې او امکانات وارزوي.

Continue Reading

تازه خبرونه

راشد خان د افغان بیسیم سوداګریز سفیر شو

Published

on

(Last Updated On: غویی ۴, ۱۴۰۳)

د افغان بیسیم مخابراتي شرکت څرګنده کړې، چې راشد خان د دې شرکت د سوداګریز سفیر په توګه ټاکل شوی دی.

یاد شرکت په فیسبوک پاڼه کې څرګنده کړې؛ راشد خان ځوان، ټولنیز او نومیالی شخصیت دی، چې د هېواد د کرکټ په ډګر کې ښه ځلیدلی دی.

راشد خان هم په فیسبوک پاڼه کې د افغان بیسیم د سوداګریز سفیر په توګه د ټاکل کېدو په اړه خوښي څرګنده کړې ده.

هغه افغان بیسیم د یو غوره شرکت په توګه یاد کړی او څرګندوي، چې افغان بیسیم د مخابراتو په برخه کې یو مخکښ شرکت دی.

Continue Reading

تازه خبرونه

د اسلامي همکاریو ټولنې پلاوي د اروپايي ټولنې له استازې سره ولیدل

Published

on

(Last Updated On: غویی ۴, ۱۴۰۳)

د اروپايي ټولنې او اسلامي همکاریو ټولنې استازو په افغانستان کې د بشري او تعلیمي وضعیت په اړه خبرې وکړې.

په افغانستان کې د اروپايي ټولنې چارسمبالې رافایلا یودیچه په کابل کې د اسلامي همکاریو ټولنې له ځانګړي استازي طارق علي بخیت او مل پلاوي سره وکتل.

میرمن یودیچه په ایکس پاڼه کې لیکلي، چې دوی د افغانستان پر بشري، اقتصادي او تعلیمي وضعیت خبرې کړې دي.

هغې زیاته کړې: بنسټیز ملاتړ اوس هم د خلکو لپاره اړین دی. د ښځو غږ باید په افغانستان کې د هر راز خبرو اترو او رغنده تعامل برخه وي.

له دې مخکې د اسلامي همکاریو ټولنې پلاوي د اسلامي امارت له چارواکو سره کتلي دي.

Continue Reading

Trending

Copyright © 2022 Ariana News. All rights reserved!