تازه خبرونه
ماین تولیدوونکیو په وړاندې دې مبارزه نړیواله شي- عبدالله
د ماینونو د کارونې د مخنیوي کنوانسیون ته، چې ملګرو ملتونو را بللی؛ ماینونه د انساني او بشري تلفاتو ستر عامل یادیږي او له همدې کبله له نړۍ هم غوښتنه دا ده، چې په وړاندې یې مبارزه وشي.
د افغانستان د ملي وحدت حکومت اجرائیه رییس د ملګرو ملتونو د ماینونو د کارونې د مخنیوي د کنوانسیون په ناسته کې پر دې ټکي د ټینګار تر څنګ وویل، افغان حکومت له ماینونو سره مبارزې ته ژمن دی؛ خو اړتیا ده، چې په دې برخه کې نړیواله ټولنه ګام پورته کړي.
د ملي وحدت حکومت اجرائیه رییس ښاغلي عبدالله زیاتوي؛ مونږ له نړیوالې ټولنې غواړو، چې د ماینونو د کارونې د مخنیوي ټولې لارې وکاروي او دا راز د ماینونو دتولیدونکیو، چمتو کوونکیو او نورو په خلاف ګام واخلي، که هغه دولتونه وي او یا که غیر دولتي سازمانونه.
ښاغلی عبدالله ټینګار کوي، چې افغانستان د ماینونو ستر قرباني دی؛ خو په دې لار کې مبارزه باید ګډه وي.
د نوموړي په وینا؛ په افغانستان کې له ۱۹۸۹ څخه تر دې دمه ۳۰۰۰ کیلو مترمربع ځمکه له ماینونو پاکه شوې او له جنګه پاتې شوي ۱۹ میلیون ماینونه او چاودیدونکي توکي له منځه وړل شوي دي.
ښاغلي عبدالله زیاته کړې؛ افغانستان نه یوازې هڅه کوي، چې د ۱۹۸۰ او ۱۹۹۰ کلونو په جنګونو کې کارول شوي زاړه ماینونه له منځه یوسي، بلکې دا هڅه هم کوي، چې د ترهګرو، داعش او طالبانو لخوا د سړک غاړې پرسونل ضد ماینونه او چاودیدونکي توکي هم خنثی او په وړاندې یې مبارزه وکړي.
هغه وایي؛ کله، چې ماینونه کارول کیږي، نه پوله پېژني او نه په قربانیانو کې توپیر . پر همدې بنسټ مونږ په دې برخه کې د نړیوالې ټولنې د یوې روښانه پرېکړې په تمه یو، چې ډاډمن شو او ټول هېوادونه او ډلې له هیڅ ډول تړاو او تړښت پرته پوه شي، چې له ماینونو ګټه غیر انساني او غیر قانوني ده.
په افغانستان کې اوس مهال د ماین پاکۍ لسګونه موسسې فعاله دي؛ خو افغانستان له ښخ شویو ماینونو څخه په روانه جګړه کې پاک شوی نه دی.
تازه خبرونه
د ازبکستان بشري مرستې بلخ ته راورسېدې
نن پنجشنبه ( د غویي شپږمه ) له ازبکستان څخه د بشري مرستو یوه ټولګه د بلخ په سوداګریز بندر حیرتان کې د دې ولایت سیمهییزو چارواکو ته وسپارل شوه.
د سیمهییزو چارواکو د څرګندونو له مخې؛ په دغو مرستو کې ۶۰ ټنه خوراکي توکي( اوړه، غوړي، غنم، بوره او غوښه ) شته، چې د ازبکستان د سرخاندریا د والي لهخوا د بلخ چارسمبالي والي ته سپارل شوې ده.
د سرخاندریا والي د دغو مرستو موخه د افغانستان له خلکو ملاتړ یاد او د دواړو هېوادونو ترمنځ يې د ښو اړيکو پر پراختيا ټينګار څرګند کړ.
په تېرو دوه کلونو کې دا څووم ځل دی، چې ازبکستان افغانستان ته دا ډول مرستې را لیږي.
کابل او تاشکند دا مهال ښې اقتصادي او سیاسي اړیکي لري او دا دواړه هېوادونه په پام کې لري، چې په روان کال کې د افغان ټرانس د اوسپنې پټلۍ کار هم پیل کړي.
تازه خبرونه
په سیمه او هېواد کې امنیتي پېښې وارداتي دي – امیر خان متقي
نن پنجشنبه ( د غویی شپږمه ) د اسلامي امارت بهرنیو چارو وزارت چارسمبالي امیرخان متقي د افغان-قزاق نندارتون د پرانیستې په مراسمو کې د افغانستان او سیمې امنیتي پېښې وارداتي یادې کړې دي.
نوموړي په دې اړه په خپلو خبرو کې ویلي: متاسفانه زمونږ درې ګاونډي هېوادونه په نوبت سره؛ په یوه هېواد کې د داعش لپاره بشري قوه او افراد تیاریږي؛ مونږ او تاسې ولیدل، چې د نړۍ په بېلابېلو برخو کې یې پېښې تر سره کړې.
بل هېواد د هغې لارې پر سر پروت دی، چې امن خرابوونکي افراد ترې راتېریږي.
او بل هېواد بیا په خپله خاوره کې دوی ته د مرکزیت، د تمویل او پلان جوړونې مراکز ورکړي دي. که دا درې هېوادونه خپل مسوولیت ادا کړي؛ په افغانستان او سیمه کې هیڅ مشکل نشته.
ویل کیږي، چې بد امني پر ګډه همکارۍ او همغږۍ له منځه وړل کیږي.
تازه خبرونه
له اسلامي امارت سره نړیوالې اړیکې ورځ تر بلې پراخیږي – ذبیح الله مجاهد
د اسلامي امارت ویاند ذبیح الله مجاهد افغانستان ته د ګڼشمېر ډیپلوماټیکو استازو راتګ او نورو هېوادونو ته د افغان لوړ پوړیو چارواکو سفرونو ته په نغوته کې ويلي، چې اسلامي امارت په پراخه کچه منل شوی؛ اړیکې ورسره خوندي او لیدنې یې روانې دي.
ذبیح الله مجاهد زیاته کړې؛ له اسلامي امارت سره د نړۍ د هېوادونو اړیکې ورځ تر بلې پراخېږي او اغېزمنتیا یې مخ پر ډېرېدو ده.
د اسلامي امارت ویاند ټینګار کړی: د ځینو خلکو او کړیو دا تصور، چې افغانستان انزوا ته تلی او اقتصاد یې مخ پر خرابېدو دی او له نورو هېوادونو سره یې اړیکې نشي خوندي کېدی؛ ټول دروغ ثابت شول.
د نوموړي د څرګندونو له مخې؛ اوس څرګنده شوه، چې افغانستان له سیاسي او اقتصادي پلوه د ودې او پراختیا پر لوري چټک ګامونه اخلي او دا هڅې به نورې هم ګړندۍ شي.
-
تازه خبرونه3 days ago
وروستیو سیلابونو په افغانستان کې ۱۵۰۰ کورنیو ته زیانونه رسولي
-
نړۍ5 days ago
د جاپان دوه پوځي چورلکې بحر ته وغورځېدې
-
نړۍ3 days ago
د مالیزیا بحري ځواکونو د چورلکو په ټکر کې ۱۰ کسان مړه شول
-
تازه خبرونه5 days ago
د پاکستان سرحدونو وزیر د افغان کډوالو پر باعزته ستنېدا ټینګار وکړ
-
لوبی4 days ago
عینو مېنې، استقلال کابل او اټکانرژي فوټبال لوبډلې، خدیم افسي مات کړل
-
تازه خبرونه2 days ago
راشد خان د افغان بیسیم سوداګریز سفیر شو
-
لوبی3 days ago
د موج ساحل لوبغاړي د جوانان واحدي لوبډلې پر وړاندې زړهراکښونکی ګول ترسره کړ
-
سیمه ییز خبرونه3 days ago
د ایران ولسمشر پر درې ورځني سفر پاکستان ته ولاړ