تازه خبرونه
محمد شرف غني یو ځل بیا د ولسمشریزو ټاکنو ګټونکی شو
د ټاکنو خپلواک کميسيون د ۱۳۹۸ لمریز هجري کال د تلې پر ۶ د ترسره شویو ولسمشريزو ټاکنو په وروستيو رڼو پایلو کې محمد اشرف غني یو ځل بیا ګټونکی اعلان کړ.
د یاد کمیسیون مشرې حوا عالم نورستانۍ د سلواغې پر ۲۹ مازيګر ناوخته په کابل کې يوې خبري ناستې ته په وينا کې د دولت جوړوونکې ټاکنډلې مشر محمد اشرف غني یې د ۵۰ اعشاريه ۶۴ سلنه رايو په ترلاسه کولو ګټونکی اعلان کړ.
د ثبات او همپالنې ټاکنډلې مشر عبدالله عبدالله د ۳۹ اعشاريه ۵۲ سلنه رايې ترلاسه کړي او یو ځل بیا د اړوند ټاکنو دویم ځای یې خپل کړی دی.
د دغو پایلو له مخې؛ اشرف غني د ۹۲۳۵۹۲، عبدالله عبدالله د ۷۲۰۹۴۱ ، ګلبدین حکمتیار د ۷۰۲۴۱ رایو پخپلولو مخکښ ګټونکي دي.
د ټاکنو خپلواک کمیسیون ویلي؛ په دې ټاکنو کې ۱۸۲۳۹۴۸ کسانو رایې ورکړې وې، چې د ټولو رای ورکوونکیو ۱۹ سلنه کیږي.
د ولسمشريزو ټاکنو بل نوماند د امنیت او اسلامي عدالت مشر ګلبدين حکمتيار ۳ اعشاريه ۵۸ سلنه رايو په تر لاسه کولو درېيم شوی دی.
ميرمن نورستاني اشرف غني د ۵۰ اعشاريه ۶۴ سلنه رايو په ترلاسه کولو د افغانستان د غوره شوي ولسمشر په توګه اعلانوي او وایي، چې دغه پایله د رڼو او شفافو رایو له مخې تر لاسه شوې ده.
رحمت الله نبیل ۳۳۹۱۹ یا یو اعشاریه شپږ اتیا سلنه رایې، فرامرز تمنا ۱۸۰۸۳ رایې، چې صفر اعشاریه نهه نوي سلنه دي.
سید نورالله جلیلي صفر اعشاریه پېنځه اتیا سلنه یا ۵۵۱۹ رایې، عبداللطیف پدارم ۱۲۶۰۸ رایې، چې صفر اعشاریه ۶۹ سلنه کیږي.
عنایت الله حفیظ ۱۱۳۷۵ رایې، چې صفر اعشاریه ۶۲ سلنه کیږي.
محمد حکیم تورسن ۶۵۰۰ رایې، چې صفر اعشاریه ۳۶ سلنه دي، احمد ولی مسعود ۳۹۴۲ رایې، چې صفر اعشاریه ۲۲سلنه دي، محمد شهاب حکیمي ۳۳۱۸ رایې، چې صفر اعشاریه اته سلنه دي، فاروق نجرابي ۱۶۰۸ رایې، چې صفر اعشاریه ۰۹ سلنه کیږي او نور رحمان لیوال ۸۵۵ رایې، چې صفر اعشاریه ۰۵ سلنه کیږي.
د ټاکنو نورو نوماندانو تر اوسه په دې اړه خپل غبرګونونه نه دي ښکاره کړي
د ثبات او همپالنې ډلې د ولسمشریزو ټاکنو د وروستۍ پایلې له اعلان مخکې د مجاهدینو د انسجام کمیتې په ناسته کې ویلي وه، چې که پایله د رڼو رایو له مخې اعلان شي؛ مونږ یې منو او که د تقلبي رایو له مخې اعلان شي مونږ ته د منلو نده.
د ټاکنو خپلواک کمیسیون ویلي؛ د ټاکنیزو شکایتونو خپلواک کمیسیون ټولې پرېکړې په سمه توګه پلې شوي او د ولسمشریزو ټاکنو پایله هم د خلکو د پاکو رایو له مخې اعلام شوې ده.
د ورووستیو پایلو د اعلان په درشل کې د ثبات او همپالنې ټاکنډلې جګپوړي غړي فضل احمد معنوي ویلي، چې له ټاکنیز بهیر وتلي، نه ورته کمېسیون مشروعیت لري او نه هم هغه پایله، چې اعلانیږي.
تازه خبرونه
ایران او پاکستان د افغانستان په اړه ګډه اعلامیه خپره کړه
ایران او پاکستان په یوه ګډه اعلامیه کې د یو سولهییز، متحد، خپلواک او له ترهګرۍ او نشهیي توکو قاچاق څخه د پاک افغانستان په اړه پخپلو ژمنو ټینګار څرګند کړی دی.
دواړو لوریو د ترهګریزو ډلو شتوالي ته په افغانستان کې نغوته کړې، چې سیمې او نړۍ ته امنیتي ګواښ دی؛ نو پر وړاندې یې پر مبارزه، همکارۍ او متحدې جبهې جوړولو ټینګار کړی دی.
دوی دغه راز د سیمې د امنیت او ثبات د ډاډمنولو لپاره د سیمهییزې او نړیوالې همغږۍ د اړتیاوو پر اهمیت خبرې کړې دي.
دواړه لوري د افغانستان حاکمیت او ځمکنۍ بشپړتیا ته د احترام کولو تر څنګ څرګندوي؛ د دې هېواد ټولې خواوې باید په بنسټیزو پرېکړو کې ونډه ولري، چې په هېواد کې د سولې او ثبات لامل شي.
تازه خبرونه
له ۱۰۰۰ ډېر افغان مهاجرین له پاکستان څخه جبري وایستل شول
د مهاجرینو چارو وزارت ویلي، چې د غویي پر څلورمه د سپین بولدک له فرضي کرښې څخه ۱۰۰۱ افغان مهاجرین پر جبري بڼه خپل هېواد ته راستانه شول.
د کندهار سپین بولدک سرحدي آمریت د راپور له مخې؛ ۱۹۱ کورنۍ، چې ۹۹۸ کسان دي او درې کسان نور، چې له بنده ازاد شوي؛ په جبري توګه له پاکستان څخه هېواد ته راستانه شول.
د مهاجرینو چارو وزارت د څرګندونو له مخې؛ د مهاجرینو چارو له ریاست سره له نوم لیکنې وروسته د نورو مرستو لپاره د ملګرو ملتونو عالي کمېشنرۍ، د مهاجرت او د خوړو نړیوالې ټولنې دفترونو ته ور وپېژندل شول.
دغه راز له ۱۸ کلونو کم عمره دوه کسان، چې بندیان ول د مرستې لپاره OMPO موسسې ته ور پېژندل شوي.
ویل کیږي، چې له هرې کورنۍ سره د حکومت له لوري لس – لس زره افغانۍ نغدي مرسته هم شوې ده.
تازه خبرونه
د ټرانسپورټ او هوايي چلند وزارت چارسمبالي د ازبکستان په شپږ اړخیزه غونډه کې ګډون وکړ
د ټرانسپورټ او هوايي چلند وزارت چارسمبالي حميدالله اخوندزاده پرون (سې شنبه د غویی څلورمه) د يوه پلاوي پر مشرۍ ازبکستان ته سفر کړی او د دې هېواد پر کوبتوب یې د افغانستان، روسيې، بېلاروس، پاکستان، قزاقستان او ازبکستان هېوادونو ترمنځ په شپږ اړخيزه غونډه کې ګډون وکړ.
د افغانستان پلاوي په دې کتنه کې د نورو هېوادونو له استازیو سره د افغانستان، روسيې، بېلاروس، پاکستان، قزاقستان او ازبکستان هېوادونو ترمنځ د شپږ اړخيز دهليز له لارې د راکړې ورکړې د پراختيا په اړه خبرې وکړې.
د ټرانسپورټ او هوايي چلند وزارت ويلي، چې د دې غونډې په څنډه کې د دغه وزارت چارسمبالي د روسیې او بلاروس د ټرانسپورټ له مرستیالانو سره هم وکتل.
دغه راز د ټرانسپورت او هوايي چلند وزارت چارسمبالي د روسيې او بېلاروس د ټرانسپورټ وزارتونو له مرستيالانو سره د افغانستان او روسيې، افغانستان او بېلاروس ترمنځ د ټرانزيټي لارو د پراختيا او د ټرانسپورټي اسانتياوو د برابرولو په اړه خبرې وکړې.
ویل کیږي، چې د ټرانسپورټ او هوايي چلند وزارت چارسمبالي د افغانستان په چارو کې د ازبکستان د ولسمشر ځانګړي استازي او د ټرانسپورټ له وزیر سره دوه اړخیزې ناستې کړي او د دواړو هېوادونو ترمنځ یې د ټرانزیټ پر پراختیا بحث او خبرې کړې دي.
-
تازه خبرونه2 days ago
وروستیو سیلابونو په افغانستان کې ۱۵۰۰ کورنیو ته زیانونه رسولي
-
نړۍ4 days ago
د جاپان دوه پوځي چورلکې بحر ته وغورځېدې
-
نړۍ2 days ago
د مالیزیا بحري ځواکونو د چورلکو په ټکر کې ۱۰ کسان مړه شول
-
تازه خبرونه4 days ago
د پاکستان سرحدونو وزیر د افغان کډوالو پر باعزته ستنېدا ټینګار وکړ
-
لوبی3 days ago
عینو مېنې، استقلال کابل او اټکانرژي فوټبال لوبډلې، خدیم افسي مات کړل
-
لوبی2 days ago
د موج ساحل لوبغاړي د جوانان واحدي لوبډلې پر وړاندې زړهراکښونکی ګول ترسره کړ
-
تازه خبرونه2 days ago
راشد خان د افغان بیسیم سوداګریز سفیر شو
-
سیمه ییز خبرونه3 days ago
د ایران ولسمشر پر درې ورځني سفر پاکستان ته ولاړ