مهم خبرونه
پاپ فرانسیس نن د ابو ظبي، د ادیانو په کنفرانس کې ګډون کوي
پاپ فرانسیس، چې پرون ناوخته ابوظبي ته رسیدلی؛ نن به د ادیانو په اړه په یوه کنفرانس کې ګډون کوي او د قاهرې د الازهر جومات له ملا امام شیخ احمد ال طیب سره به وګوري.
د نړۍ د کاتولیک عیسویانو مشر پاپ فرانسیس پرون متحده عرب اماراتو ته رسیدلی دی.
هغه د کاتولیکانو لومړنی مذهبي مشر دی، چې عرب ټاپو وزمې ته سفر کوي.
پاپ فرانسیس به سبا سې شنبه په هغو مراسمو کې هم ګډون وکړي، چې شاوخوا یو لک و ۲۰ زره کسان به په کې برخه اخلي.
پاپ فرانسیس تېره اوونۍ دغه سفر د مذهبونو ترمنځ د اړيکو په تاريخ کې نوى باب بللى و.
په متحده عرب اماراتو کې شاوخوا یو میلیون کاتولیک عیسویان ژوند کوي، چې ډېري یې د فیلیپین یا هند وګړي دي.
سیمه ییز خبرونه
په کندهار کې د میانکو بند له اوبو ډک شو
د کندهار ښار د دولسمي حوزې اړوند په میانکو سیمه کې وروستیو بارانونو د میانکو بند له اوبو ډک کړی دی.
د کندهار ولایت مقام رسنیز مرکز زیاته کړې؛ د میانکو اوبو بند څه وخت مخکې د یواینډيپي موسسې پر مالي لګښت جوړ او ګټي اخیستني ته وسپارل شو.
د سرچینې د څرګندونو له مخې، وروستیو بارانونو دا بند له اوبو ډک کړ او هم یې زرګونو کورنیو ته د سیلابي اوبو د ورتلو مخه نیولې ده.
ویل کیږي، چې دغه بند یونیم میلیون متره مکعب اوبه ذخیره کوي او نه یوازې یې د کندهار د شپږو ناحیو ۱۲ زره کورنۍ له سیلابي اوبو څخه ژغورلي، بلکې تر ځمکې لاندي اوبو کچه ورسره لوړه شوې او هم یې هېوادوالو ته د دمې او نندارې ښه زمینه برابره کړې ده.
مهم خبرونه
مونږ د ایران پر ضد په یرغلیزو عملیاتو کې ګډون نکوو- بایډن
د امریکا یوه لوړپوړي حکوکمتي چارواکي سيانآن ته ویلي، چې د امریکا ولسمشر جوبایډن د اسرائیلو صدراعظم بنیامین نتنیاهو ته ویلي، چې امریکا به د ایران پر ضد په هیڅ ډول یرغلیزو عملیاتو کې برخه وانخلي.
دا پیغام د اسرائیلو پر ضد د ایران له غچ اخیستونکیو بریدونو وروسته په یوه ټیلیفوني اړیکه کې وړاندې شوی دی.
بایډن ویلي، چې د امریکا اوسنۍ ارزونه دا ده، چې د ایران بریدونه تر ډېره ناکامه ول او دې بریدونو د اسرائیلو پوځي وړتیا ثابته کړه.
ایران د شنبې پر ورځ ناوخته په خپل لومړي غچ اخستونکي برید کې
د شنبې پر ورځ ناوخته ایران د سوریې پر سفارت د اسرائیلو د برید په غچ کې پر اسرائیلي خاوره لږ تر لږه ۲۰۰ چاودېدونکي ډرون او توغندي وتوغول.
مهم خبرونه
د واګنر ډلې قومندان د الوتکې د راغورځېدو په پېښه کې مړ شو
د واګنر خصوصي پوځ قومندان پرګوزین ځانګړې الوتکه مسکو ته نږدې راوغوځېده.
د تاس خبري آژانس د خبر له مخې، د چارشنبې پر ماښام د واګنر د قومندان پریګوزین ځانګړې الوتکه مسکو ته نږدې راغورځېدلې، چې له کبله یې ۱۰ کسان ووژل شول.
د زاپوریزیا د سیمهییزې ادارې غړي ولادیمیر روګوف ویلي، چې پریګوزین ته نږدې خلکو د هغه او د واګنر ګروپ بنسټ ایښودونکي دیمیتري اوتکین مړینه تائید کړې ده.
د روسیې د ملکي هوايي چلند ادارې څرګنده کړې، چې د واګنر د خصوصي پوځي ډلې قومندان پریګوزین د خپلې ځانګړې الوتکې د مسافرو په لیست کې و، چې د مسکو په شمال کې راوغورځېده.
د ریبار پوځي اوبپاڼې راپور ورکړی، چې د مسکو په شمال کې د راغورځېدلې الوتکې د مسافرینو په منځ کې د واګنر د قومندانانو د شتون په اړه معلومات اوس هم تائید شوي نهدي.
روسي اوبپاڼې ريدووکا څرګنده کړې، چې ښايي پرګوزين په الوتکه کې د مسافر په توګه خپل نوم ثبت کړی وي او يوازې د امنيتي دلايلو له مخې په بله الوتکه کې سپور شوی وي.
د روسیې د بېړنیو حالاتو وزارت ویلي، چې د مسکو په شمال کې د راغورځېدلې الوتکې د ۸ کسانو سپرلیو مړي موندل شوي دي.
ځینو روسي رسنیو راپور ورکړی، چې یوګیني پریګوزین ممکن په دوهییمه الوتکه کې وي، چې په مسکو کې راکښته شوه.
په انترنیت کې د خپرو شویو ویدیوګانو له مخې د پریګوزین اړوند د ایمبرایر الوتکه د تور ولایت د خوتیلوو پوځي هوایي ډګر په ۱۵ کیلو مترۍ کې رالوېدلې ده.
ویل کېږي، چې په دې الوتکه کې درې کسان عمله او اووه مسافر سپاره ول.
دا په داسې حال کې ده، چې بي بي سي د واګنر د قومندان د مړ کېدو ادعا کړې ده.
-
تازه خبرونه1 day ago
وروستیو سیلابونو په افغانستان کې ۱۵۰۰ کورنیو ته زیانونه رسولي
-
نړۍ3 days ago
د جاپان دوه پوځي چورلکې بحر ته وغورځېدې
-
تازه خبرونه3 days ago
د پاکستان سرحدونو وزیر د افغان کډوالو پر باعزته ستنېدا ټینګار وکړ
-
نړۍ1 day ago
د مالیزیا بحري ځواکونو د چورلکو په ټکر کې ۱۰ کسان مړه شول
-
لوبی2 days ago
عینو مېنې، استقلال کابل او اټکانرژي فوټبال لوبډلې، خدیم افسي مات کړل
-
سیمه ییز خبرونه2 days ago
د ایران ولسمشر پر درې ورځني سفر پاکستان ته ولاړ
-
لوبی1 day ago
د موج ساحل لوبغاړي د جوانان واحدي لوبډلې پر وړاندې زړهراکښونکی ګول ترسره کړ
-
تازه خبرونه3 days ago
چینایي سوداګر کابل ته د پنجشېر اوبو لیږدولو په پروژه کې پانګونې ته لیوالتیا لري