تازه خبرونه
کابل پولیسو یو کس له ۴۰۰ ټاپه شویو تذکرو سره نیولی
کورنیو چارو وزارت ویلي؛ پولیسو د څرخي پله په اړوند سیمه کې یو کس له څلور سوه سپینو تاپه شویو تذکرو سره نیولی، چې غوښتل یې کابل ته یې را ولیږدوي.
د را روانو پارلماني ټاکنو لپاره اوس هم پټ لاسونه کار کوي، چې پر خلکو جعلي تذکرې ووېشي او درغلیو ته لار پرانیزي.
د کورنیو چارو وزارت ویاند نجیب دانش وایي، چې کابل ته د ۴۰۰ سپینو تاپه شویو تذکرو د لیږد په تور یو کس نیول شوی او په دې اړه ترې پلټنې روانې دي.
نوموړي زیاته کړې، چې پولیسو تل د ټاکنو په اړه د درغلیو مخه نیولې او په دې اړه به نور چټک ګامونه هم پورته شي.
د افغانستان د وګړیو احوال ثبتولو اداره هم د جعلي تذکرو پر وېش اندېښنه ښيي.
د افغانستان د وګړیو احوال ثبتولو ادارې ویاند روح الله احمدزی وايي؛ دغه ستونزه له استخباراتي او کشفي ارګانونو سره شریکه شوې، چې مخنیوی یې وشي.
ښاغلی روح الله احمدزی زیاتوي، دا سمه ده، چې ټاکنې د تذکرو له مخې تر سره کیږي او جعلي تذکرې وېشل شوې دي.
نوموړي زیاته کړې، چې سپنې تذکرې له دې ادارې ندي وتلي؛ خو پر نویو ترلاسه شویو جعلي تذکرو څېړنې روانې دي او دا به مونږ ته وښیي، چې دا تذکرې چېرته او له کوم ادرسه چاپ شوې دي.
د ټاکنو خپلواک کمیسیون هم د جعلي تذکرو وېش اندېښمن کړی او له اړوند ارګانونو غواړي، چې د چاپ او وېش مخه یې ونیسي.
د ټاکنو خپلواک کمیسیون د ویاند مرستیال ذبیح الله سادات وایي، چې د جعلي تذکرو وېش اندېښنې رامنځته کړي؛ خو مونږ له مسوولو بنسټونو غوښتي، چې د جعلي تذکرو د کارولو مخ ونیسي او کارباریان یې د قانون منګلو ته وسپاري.
را روانې پارلماني ټاکنې د کمیسیون او حکومت لپاره یوه ازموینه ده؛ ځکه سر له اوسه خلک بې باوره دي، چې ښايي ټاکنې له درغلیو ډکې وي.
خبریال: رفیع صدیقي
تازه خبرونه
افغانستان او چین په سیمه کې پوره همغږۍ او همکاریو ته اړتیا لري – امیر خان متقي
د بهرنیو چارو وزارت چارسمبالي ویلي، چې په سیمه کې وروستۍ پېښې او پرمختګونه ښیي، چې افغانستان او چین د ګډو ګټو د ساتلو لپاره پوره همغږۍ او همکارۍ ته اړتیا لري.
امیر خان متقي دغه څرګندونې په کابل کې د چین له سفیر ژاوشینګ سره په کتنه کې کړې دي.
د افغانستان بهرنیو چارو وزارت نن (سې شنبه د غویی څلورمه) په یوه خبرپاڼه کې ویلي، چې دواړو لوریو په سیمه کې د افغانستان او چین ترمنځ پر دوه اړخیزو سیاسي، اقتصادي او فرهنګي همکاریو او وروستیو پرمختګونو خبرې کړې دي.
د بهرنیو چارو وزارت چارسمبالي د دواړو هېوادونو ترمنځ د سیاسي، اقتصادي او فرهنګي اړیکو له پراختیا څخه خوښي څرګنده کړه او وایي، چې اسلامي امارت د سوداګرۍ او پانګونې په برخه کې ښه فرصتونه رامنځته کړي دي.
امیرخان متقي وایي: چین ته د انارو او جلغوزیو د صادراتو زیاتوالی او د مس عینک او واخان دهلیز په پروژو کې پرمختګونه د اسلامي امارت د متوازن اقتصادي سیاست ښکاره بېلګې دي.
د بهرنیو چارو وزارت د خبرپاڼې له مخې؛ د چین سفیر له افغانستان سره په بېلابېلو برخو کې شوي پرمختګونه مثبت وګڼل او زیاتوي: چینايي سوداګر او پانګوال به وهڅوي، چې له افغانستان سره د اوږدمهاله اقتصادي همکاریو په برخه کې خپل رغنده رول ولوبوي.
هغه دا ډاډ هم ډاډ څرګند کړی، چې هېواد به یې د واخان دهلېز د مسلې په اړه د دوه اړخیزو همکاریو لارې چارې او امکانات وارزوي.
تازه خبرونه
راشد خان د افغان بیسیم سوداګریز سفیر شو
د افغان بیسیم مخابراتي شرکت څرګنده کړې، چې راشد خان د دې شرکت د سوداګریز سفیر په توګه ټاکل شوی دی.
یاد شرکت په فیسبوک پاڼه کې څرګنده کړې؛ راشد خان ځوان، ټولنیز او نومیالی شخصیت دی، چې د هېواد د کرکټ په ډګر کې ښه ځلیدلی دی.
راشد خان هم په فیسبوک پاڼه کې د افغان بیسیم د سوداګریز سفیر په توګه د ټاکل کېدو په اړه خوښي څرګنده کړې ده.
هغه افغان بیسیم د یو غوره شرکت په توګه یاد کړی او څرګندوي، چې افغان بیسیم د مخابراتو په برخه کې یو مخکښ شرکت دی.
تازه خبرونه
د اسلامي همکاریو ټولنې پلاوي د اروپايي ټولنې له استازې سره ولیدل
د اروپايي ټولنې او اسلامي همکاریو ټولنې استازو په افغانستان کې د بشري او تعلیمي وضعیت په اړه خبرې وکړې.
په افغانستان کې د اروپايي ټولنې چارسمبالې رافایلا یودیچه په کابل کې د اسلامي همکاریو ټولنې له ځانګړي استازي طارق علي بخیت او مل پلاوي سره وکتل.
میرمن یودیچه په ایکس پاڼه کې لیکلي، چې دوی د افغانستان پر بشري، اقتصادي او تعلیمي وضعیت خبرې کړې دي.
هغې زیاته کړې: بنسټیز ملاتړ اوس هم د خلکو لپاره اړین دی. د ښځو غږ باید په افغانستان کې د هر راز خبرو اترو او رغنده تعامل برخه وي.
له دې مخکې د اسلامي همکاریو ټولنې پلاوي د اسلامي امارت له چارواکو سره کتلي دي.
-
نړۍ3 days ago
د جاپان دوه پوځي چورلکې بحر ته وغورځېدې
-
تازه خبرونه20 hours ago
وروستیو سیلابونو په افغانستان کې ۱۵۰۰ کورنیو ته زیانونه رسولي
-
تازه خبرونه3 days ago
د پاکستان سرحدونو وزیر د افغان کډوالو پر باعزته ستنېدا ټینګار وکړ
-
لوبی2 days ago
عینو مېنې، استقلال کابل او اټکانرژي فوټبال لوبډلې، خدیم افسي مات کړل
-
سیمه ییز خبرونه1 day ago
د ایران ولسمشر پر درې ورځني سفر پاکستان ته ولاړ
-
نړۍ18 hours ago
د مالیزیا بحري ځواکونو د چورلکو په ټکر کې ۱۰ کسان مړه شول
-
تازه خبرونه3 days ago
چینایي سوداګر کابل ته د پنجشېر اوبو لیږدولو په پروژه کې پانګونې ته لیوالتیا لري
-
لوبی19 hours ago
د موج ساحل لوبغاړي د جوانان واحدي لوبډلې پر وړاندې زړهراکښونکی ګول ترسره کړ