Connect with us

تازه خبرونه

کابل او اسلام آباد د دولتونو په سطحه خبرې کوي

خپور شوی

د

(Last Updated On: لړم ۲, ۱۴۰۱)

ټاکل شوې، چې د افغانستان او پاکستان تر منځ د سولې پر څرنګوالي مخامخ خبرې تر دوه ورځو پورې په کابل کې پیل شي.

شاهد خاقان عباسي اته میاشتې مخکې د پاکستان د لومړي وزیر په توګه کار پیل کړ، کابل ته د لومړي ځل لپاره په سفر راځي او له افغان مشرانو سره د سولې او د ترهګرۍ خلاف د مبارزې پر څرنګوالي خبرې کوي.

اجرائیه ریاست وایي، دغه خبرې کابل ته د پاکستاني لومړي وزیر شاهدخاقان عباسي  له سفر سره په یوه وخت پیلیږي.

د اجرائیه ریاست د ویاند مرستیال جاوید فیصل پاکستان له ترهګرو څخه پر ملاتړ تورنوي او وایي: په دې سفر کې د دولت په دولت خبرې له پاکستان سره پیلیږي. دې هېواد  تر اوسه د ترهګرو ډلو د ځپلو لپاره ګام نه دی اخیستی او اسلام آباد دې د ترهګرۍ خلاف په مبارزه کې خپلې ژمنې پلې او زمونږ ډاډ دې تر لاسه کړي.

افغان دولت وایي،  پاکستان هیڅکله د ترهګرو ډلو د کمزوره کولو او د افغانستان د سولې د تامین لپاره اقدام نه دی کړی او د دې هېواد له همکارۍ پرته به ستونزمنه شي، چې د ترهګرۍ ګواښ په سیمه او نړۍ کې له منځه ولاړ شي.

د ملي دفاع وزارت د ویاند د دفتر سرپرست محمد رادمنش وایي: پاکستان باید له شعاره تېر شي او د تروریزم په وړاندې په مبارزه کې دې عملي ګامونه پورته کړي. که همکاري وکړي، مونږ به د ترهګرۍ پر وړاندې په مبارزه کې بریالي شو. پرته له دې به مونږ له ترهګرۍ سره په مبارزه کې له ستونزو سره مخ وو.        

کارپوهان هیله من دي، چې کابل ته به د پاکستان د لومړي وزیر له سفر سره د دواړو هېوادونو اړیکې ښې او پاکستان به د ترهګرۍ خلاف په مبارزه کې رښتینو هڅو ته چمتو شي.

په پاکستان کې پخوانی افغان دیپلومات احمد سعیدي وایي، چې د افغانستان حکومت له پاکستان څخه د معجزې تمه نلري؛ یوازې وایي، چې د تروریزم پالنه دې پریږدي او د سولې له بهیر سره دې مرسته وکړي.       

ولسمشر تل له پاکستان سره د دولت په دولت خبرو غوښتنه کړې او له اسلام آباده یې هم غوښتي، چې د طالبانو او ترهګرو ملاتړ پای ته ورسوي.

خبریال: فواد ناصري

تازه خبرونه

د ټاپي ګاز شرکت اجرائیه رییس د پروژې له پرمختګه خوښ شو

Published

on

(Last Updated On: وری ۹, ۱۴۰۳)

د کانونو او پټرولیم وزیر شهاب الدین دلاور د پنجشنبې پر ورځ ( د وري نهمه ) د ټاپي پروژې له اجرائیوي رییس او په کابل کې د ترکمنستان له سفیر سره وکتل او د دغې پروژې د پرمختګ په اړه یې خبرې وکړې.

د ترکمنستان او افغانستان، پاکستان او هند (ټاپي) د ګازو نلیکې د پروژې اجرائیوي رییس مراد امانوف د پروژې له وروستي پرمختګه ډخوښي وښوده او د پروژې د عملي پیل په اړه یې خبرې وکړې.

د افغانستان د کانونو او پټرولیم وزارت چارسمبالي شهاب الدین لاور ويلي، چې د ټاپي پروژې لومړني کارونه چټک روان دي او په نږدې راتلونکي کې به د دې نلليکې د غځولو چارې پيل شي.

ویل کیږي، چې د ترکمنستان سفیر یاد هېواد ته د افغان پلاوي د وروستي سفر په اړه معلومات وړاندې کړل او څرګندوي، چې په نږدې راتلونکي کې به د دغه هېواد یو پلاوی هرات ولایت ته سفر وکړي.

TAPI د طبیعي ګاز یوه نللیکه ده، چې د آسیا پراختیایي بانک په ګډون د ګالکینیش – TAPI نللیکې شرکت له‌خوا پراختیا مومي.

دغه نللیکه به د ترکمنستان له ګالکینیش ګازو څخه طبیعي ګاز د افغانستان له لارې پاکستان او بیا هند ته لېږدوي.

Continue Reading

تازه خبرونه

تحول: په افغانستان کې د بریټانیا د پوځي ماموریت ارزونه

Published

on

(Last Updated On: وری ۹, ۱۴۰۳)

Continue Reading

تازه خبرونه

په فاریاب او سرپل کې سېلابونو ځاني او مالي زیانونه اړولي

Published

on

(Last Updated On: وری ۹, ۱۴۰۳)

سیمه‌ییزو چارواکو ویلي؛ د سېلابونو له کبله دوه کسانو خپل خوږ ژوند له لاسه ور کړی او د مالي زيانونو تر څنګ د دې دوه ولايتونو د يو شمېر ولسواليو د تګ راتګ لارې هم تړل شوې دي.

دوی زياته کړې، چې پر کرنيزو ځمکو، استوګنې کورونو، د ښار او کلي تر منځ د پلونو پر نړېدو سربېره سېلابونو د خلکو ژوند له ستونزو سره مخ کړى دى.

د يادونې ده، چې د سېلابونو له کبله زيانمنې شوې کورنۍ له دولت او مرستندويه ادارو څخه د بېړنیو مرستو غوښتنه کوي.

Continue Reading

Trending

Copyright © 2022 Ariana News. All rights reserved!