تازه خبرونه
یو کورنی قراردادي بنسټ د ونو وهلو له کبله ۶ میلیون افغانۍ جریمه شو
هغه ونې، چې د زرغون ښار لپاره له ودې برخمنې شوې وې؛ اوس یې تنې د ځینو څرګندونو له مخې د امنیت ساتنې لپاره پرې شوي. دا ونې له دولس څخه تر اتلس کلونو پورې عمر لري، چې د هرې ونې لګښت په کال کې له درې تر پېنځه زره افغانیو پورې رسیدلی دی.
کابل ښاروالۍ د ونو پرېکوونکی قراردادي شرکت شپږ میلیون نغدي جریمه کړی دی.
د کابل ښاروالۍ د ښاري خدمتونو مرستیال مهتاب عالمي ویلي، چې د سیمې خلک پر امنیتي بنسټونو او ښاروالۍ نیوکې کوي، چې ولې یې د ونو د پرې کولو مخنیوی ندی کړی.
د سیمې ځینې خلک په دې کار غصه دي او وایي، دې بنسټ د ښاروالۍ د کارکوونکیو د جامو په اغوستلو سره دا کارکړی دی.
دا ونې، چې یو مهال یې د ښار په ښکلا کې د پام وړ رول لوبولی و؛ خو اوس پرې شوي او خلک پرې ډېر خفه دي.