Connect with us

تازه خبرونه

پر شوراب د طالبانو په ډله ییز برید کې نږدې ۴۰ سرتېرو ته مرګ و ژوبله اوښتې

خپور شوی

د

(Last Updated On: لړم ۳, ۱۴۰۱)

سرچینو په ډاګه کړې، چې شاوخوا شل برید ګرو پوځي جامې اغوستې وې، د جمعې پر سهار یې د هلمند په واشیر ولسوالۍ کې یې د شوراب پر پوځي  اډې یا ۲۱۵ میوند قول اردو برید وکړ.

د دې پېښې په اړه، چې له ۲۴  ساعتونو ډېره روانه وه؛  د تلفاتو په اړه ضد او نقیض خبرې کیږي.

ځینو سرچینو د ملي اردو تلفات له څلوېښت ډېر ګڼلي او وایي، چې شاوخوا پنځوس نور ټپیان دي.

د هلمند والي  یاسین خان  څرګنده کړې؛ د وروستیو رارسیدلیو معلوماتو له مخې له پاکستان څخه راغلي ۲۰ طالب جنګیالي د ځانمرګو په ګډون، چې پوځي یونیفورم یې پر غاړه و؛ وژل شوي دي.

نوموړي دا هم ویلي، چې ۲۲ امنیتي سرتېرو خپل خوږ ژوند له لاسه ورکړی او ۱۶ نور ټپیان دي.       

د ولسمشر دوه یم مرستیال سرور دانش وایي؛ ترهګرې ډلې د دا ډول بریدونو په تر سره کولو سره غواړي، چې ملي اردو له منځه یوسي‎، خو دا هیله او ارمان به یې کله هم پوره نه شي.

د ولسمشر دوه یم مرستیال سرور دانش وایي: د افغانستان دښمنان له یوې خوا د سولې شعار ورکوي او له بلې خوا د ملي اردو د له منځه وړلو هڅې کوي، چې د سرتېرو روحیه کمزورې کړي؛ خو دا هیله به ګور ته یوسي.                

پخواني پوځیان دا ډول بریدونه د کشفي او استخباراتي ادارو کمزورتیا بولي.

پخوانی پوځي عتیق الله امرخېل  وایي، چې د خوب قطعه، د خوب قومنداني او د خوب استخبارات ټول له خپل مرګه بې خبره بې تفاوته ول او نه پوهیدل، چې داسې پېښه به رامنځته شي.        

دا برید په داسې حال کې تر سره کیږي، چې د سولې خبرې خپل پنځ( اوج) ته رسیدلي او وبه کتل شي، چې له طالبانو سره د سولې خبرې به جګړه پای ته ورسوي او که پر خلکو تپل شوی روان ناورین به نور هم وغزیږي.

خبریال: خالد نیکزاد

تازه خبرونه

وروستیو سیلابونو په افغانستان کې ۱۵۰۰ کورنیو ته زیانونه رسولي

Published

on

(Last Updated On: غویی ۴, ۱۴۰۳)

د مرستو رسولو اسلامیک ریلیف ټولنې څرګنده کړې، چې د تېرې اوونۍ بارانونو او سېلابونو په افغانستان کې مالي او ځاني زیانونو اړولي دي.

د دې ټولنې په راپور کې راغلي، چې د وروستیو سېلابونو له کبله شاوخوا ۱۵۰۰ کورنۍ زیانمنې شوي او سلګونه څاروي هم له منځه تللي دي.

اسلامیک ریلیف ټولنې زیاته کړې، چې د وروستیو اورښتونو په پایله کې ۹۰۰ کورونه جزوي او یا بشپړ ویجاړ شوي او ۹۳ زره هکټاره کرنیزه ځمکه زیانمنه شوې ده.

په داسې حال کې، چې په دې وروستیو ورځو کې سختو بارانونو او سیلابونو د افغانستان خلکو ته ځاني او مالي زیانونه اړولي دي، د نړیوالو مرستندویه موسسو د راپورونو پر بنسټ افغانستان له بې‌سارې بې‌وزلۍ او اقتصادي بحران سره مخ دی.

دا په داسې حال کې ده، چې له دې مخکې له پېښو سره د مبارزې وزارت ویلي وه، چې په دغو پېښو کې ۹۹ کسان وژل شوي او ۶۴ نور ټپیان دي.

Continue Reading

تازه خبرونه

امریکا به افغانستان ته ورته په اوکراین کې هم له شرمېدلې ماتې سره مخ شي – روسیه

Published

on

(Last Updated On: غویی ۳, ۱۴۰۳)

د روسیې بهرنیو چارو وزارت ویلي، چې امریکا به افغانستان او ویټنام ته ورته په اوکراین کې هم له شرمېدلې ماتې سره مخ شي.

د رویټرز د څرګندونو له مخې؛ د روسیې بهرنیو چارو وزارت ویاندې ماریا زاخارووا د یکشنبې پر ورځ ویلي: د روسیې پر وړاندې په ګډه جګړه کې ورځ تر بلې د واشنګټن ډوبېدا به ویټنام او افغانستان ته ورته د امریکا لپاره پر یوه لویه او شرمېدلې ماتې بدله شي.

هغې زیاته کړې، چې امریکا غواړي اوکرایین تر پایه وجنګېږي.

زاخارووا ویلي، چې روسیه به د اوکراین په جګړه کې د نورې ډېرې لاس‌وهنې لپاره د امریکا د کړنو پر وړاندې له قید او شرط پرته پرېکنده ځواب ورکړي.

امریکا د ۱۹۷۵ او ۱۹۹۵ کلونو ترمنځ د ویټنام په جګړه کې له ۵۸ زره څخه ډېر نظاميان له لاسه ورکړل، چې د کمونیسټ پلوه شمالي ویټنام پر بریا او په سویل کې د هغې د واکمنۍ له پای ته رسېدو سره پای ته ورسېده. په دې جګړه کې سلګونه زره ملکي وګړي ووژل شول.

په افغانستان کې هم امریکا د ۲۰۰۱ او۲۰۲۱ کلونو تر منځ ۲ زره ۴۵۹ سرتېري له لاسه ورکړل او له ۲۰ زره ډېر نور یې ټپیان شول.

Continue Reading

تازه خبرونه

اوبه له افغانستان سره د اړیکو پراخولو اړین عامل دی – ایران

Published

on

(Last Updated On: غویی ۳, ۱۴۰۳)

د افغانستان لپاره د ایران ځانګړي استازي حسن کاظمي قُمي اوبه د دوه اړخیزو اړیکو د پراختیا یو اړین عامل یاد کړی او هیله من شوی، چې د اوبو بهیر به روان وساتل شي.

حسن کاظمي قُمي دغه څرګندونې د یکشنبې پر ورځ (د غویی دوه‌یمه) په کابل کې د بهرنیو چارو وزارت له چارسمبالي امیرخان متقي سره په کتنه کې کړې دي.

د افغانستان بهرنیو چارو وزارت د خبرپاڼې له مخې؛ د ایران استازي د ایران سیستان ولایت ته د هلمند د سیند د اوبو په لاره کې د پرتو خنډونو د لرې کولو له کبله مننه کړې ده.

د بهرنیو چارو وزارت چارسمبالي دا هم ویلي؛ سږ کال په هېواد کې بارانونه شوي، چې په پایله کې یې له څو کلنې پرله‌پسې وچکالۍ وروسته د هلمند سیند اوبه د افغانستان نیمروز ولایت او د ایران سیستان ته روانې شوې.

امیر خان متقي د افغانستان او ایران اړیکې دوستانه او مثبتې وبللې او په ټولو اړوند برخو کې یې د امکان تر حده د اړیکو د پراختیا غوښتونکی شو.

په دې کتنه کې د ایران ځانګړي استازي پر غزه د اسرائیلو د بریدونو په اړه د اسلامي امارت له دریځ او په دمشق کې د ایران پر کونسلګرۍ د برید له غندنې مننه وکړه.

Continue Reading

Trending

Copyright © 2022 Ariana News. All rights reserved!