تازه خبرونه
د اوسني نظام د ساتنې لپاره لنډ مهالې ادارې ته اړتیا ده ـ منصور

د افغانستان د جمهوریت پلوي مرکچي پلاوي غړي عبدالحفیط منصور ویلي؛ د خبرو اترو دوه یم پړاو د واک پر وېش او د جمهوریت یا امارت په اډانه کې راتلونکی نظام دی.
عبدالحفیظ منصور زیاته کړې؛ د اوسني نظام د ساتنې لپاره اړتیا ده، چې لنډ مهاله اداره جوړه شي.
طالبانو د افغانستان د اسلامي دولت وړاندیز کړی؛ خو حکومت اوس هم پر جمهوریت او د وروستیو کلونو پر لاسته راوړنو ټینګار اړین بولي.
د افغانستان جمهوریت پلوي مرکچیان وایي؛ د اوسني نظام د ساتنې لپاره باید لنډ مهاله اداره جوړه شي.
عبدالحفیظ منصورپه دې اړه څرګنده کړې؛ د اوسني نظام د ساتنې لپاره اړتیا ده، چې د لنډ مهالې ادارې پر لوري ولاړ شو او تر څنګ یې د اوسنیو لاسته راوړنو خوندیتوب ته هم اړتیا ده.
دوی دوحې ته د تک نیت کړی او له طالبانو سره به دوه یم پړاو خبرې پیل کړي، چې پر راتلوونکي نظام او خلکو ته پر منل شوې حکومت دارۍ به جورجاړی را ونغاړي.
دغه راز د یاد مرکچي پلاوي ځینو نورو غړيو ویلي، چې طالبانو تر اوسه د لنډ مهالې ادارې بحث ندی مطرح کړی او دوی ژمن دي، چې د جمهوري نظام د ملاتړ لپاره به هیڅکله هم د امارتي نظام په اړه له طالبانو سره هوکړه ونکړي.
د افغانستان د جمهوریت پلوي مرکچي پلاوي غړی محمد ناطقي ویلي؛ طالبانو تر دې دمه مطرح کړې نده، چې پر کوم نظام او د حکومتدارۍ پر کومه بڼه به راڅرخي.
د جمهوریت پلوي پلاوي بل غړي غلام فاروق مجروح ویلي، چې پر هیڅ بیه له جمهوري نظامه تېرېدونکي ندي؛ خو له طالبانو سره پر جمهوري نظام نرمښت ته چمتووالی لرو.
ټاکل شوې، چې د افغان دولت او طالبانو د مرکچي ډلو خبرې د سې شنبې پر ورځ( د مرغومي ۱۶) له شل ورځو دمې او مشورو وروسته بېرته د قطر په پلازمېنه دوحه کې له سره پیل شي.
د سولې بهیر په اړه با خبره سرچینو ویلي، چې د سولې په دوه یم پړاو خبرو کې به د حکومت لومړیتوب اوربند او د طالبانو راتلوونکی سیاسي نظام وي.
دا په داسې حال کې ده، چې د سولې په ملي پخلاینې عالي شورا کې سرچینو ویلي، چې لا تر اوسه د افغانانو د دوه یم پړاو خبرو پیل لپاره اساسي کرښې روښانه شوې ندي.