تازه خبرونه
د اوسني نظام د ساتنې لپاره لنډ مهالې ادارې ته اړتیا ده ـ منصور

د افغانستان د جمهوریت پلوي مرکچي پلاوي غړي عبدالحفیط منصور ویلي؛ د خبرو اترو دوه یم پړاو د واک پر وېش او د جمهوریت یا امارت په اډانه کې راتلونکی نظام دی.
عبدالحفیظ منصور زیاته کړې؛ د اوسني نظام د ساتنې لپاره اړتیا ده، چې لنډ مهاله اداره جوړه شي.
طالبانو د افغانستان د اسلامي دولت وړاندیز کړی؛ خو حکومت اوس هم پر جمهوریت او د وروستیو کلونو پر لاسته راوړنو ټینګار اړین بولي.
د افغانستان جمهوریت پلوي مرکچیان وایي؛ د اوسني نظام د ساتنې لپاره باید لنډ مهاله اداره جوړه شي.
عبدالحفیظ منصورپه دې اړه څرګنده کړې؛ د اوسني نظام د ساتنې لپاره اړتیا ده، چې د لنډ مهالې ادارې پر لوري ولاړ شو او تر څنګ یې د اوسنیو لاسته راوړنو خوندیتوب ته هم اړتیا ده.
دوی دوحې ته د تک نیت کړی او له طالبانو سره به دوه یم پړاو خبرې پیل کړي، چې پر راتلوونکي نظام او خلکو ته پر منل شوې حکومت دارۍ به جورجاړی را ونغاړي.
دغه راز د یاد مرکچي پلاوي ځینو نورو غړيو ویلي، چې طالبانو تر اوسه د لنډ مهالې ادارې بحث ندی مطرح کړی او دوی ژمن دي، چې د جمهوري نظام د ملاتړ لپاره به هیڅکله هم د امارتي نظام په اړه له طالبانو سره هوکړه ونکړي.
د افغانستان د جمهوریت پلوي مرکچي پلاوي غړی محمد ناطقي ویلي؛ طالبانو تر دې دمه مطرح کړې نده، چې پر کوم نظام او د حکومتدارۍ پر کومه بڼه به راڅرخي.
د جمهوریت پلوي پلاوي بل غړي غلام فاروق مجروح ویلي، چې پر هیڅ بیه له جمهوري نظامه تېرېدونکي ندي؛ خو له طالبانو سره پر جمهوري نظام نرمښت ته چمتووالی لرو.
ټاکل شوې، چې د افغان دولت او طالبانو د مرکچي ډلو خبرې د سې شنبې پر ورځ( د مرغومي ۱۶) له شل ورځو دمې او مشورو وروسته بېرته د قطر په پلازمېنه دوحه کې له سره پیل شي.
د سولې بهیر په اړه با خبره سرچینو ویلي، چې د سولې په دوه یم پړاو خبرو کې به د حکومت لومړیتوب اوربند او د طالبانو راتلوونکی سیاسي نظام وي.
دا په داسې حال کې ده، چې د سولې په ملي پخلاینې عالي شورا کې سرچینو ویلي، چې لا تر اوسه د افغانانو د دوه یم پړاو خبرو پیل لپاره اساسي کرښې روښانه شوې ندي.
تازه خبرونه
اسلامي امارت د غصب شویو ځمکو او سیمو د بېرته راګرځولو نومی نوی وزارت جوړوي
اوسمهال، د غصب شویو ځمکو د بېرته راګرځولو کار د یو کمیسیون لخوا ترسره کیږي.

د عدلیې وزارت ويلي، چې د اسلامي امارت رهبر د غصب شویو ځمکو او سیمو د بېرته راګرځولو نومي نوي وزارت د جوړولو فرمان صادر کړی دی.
اوسمهال، د غصب شویو ځمکو د بېرته راګرځولو کار د یو کمیسیون لخوا ترسره کیږي.
د ځمکو د غصب د مخنیوي او د غصب شویو ځمکو د بېرته راګرځولو کمیسیون د یکشنبې پر ورځ ( د غویی یوویشتمه) په یوه خبري غونډه کې وویل، چې په ټول هېواد کې ۴۹.۷ میلیون جریب غصب شوې ځمکه پېژندل شوې، چې ۳.۹ میلیون جریبه بېرته ترلاسه شوې ده.
د کمیسیون چارواکو ویلي، چې په کابل کې د استوګنې د ۳۶ ښارګوټو بیاکتنه شوې او د ۱۳ په اړه یې پرېکړې صادرې شوې دي.
د چارواکو د څرګندونو له مخې؛ هغه خلک، چې په غیرقانوني او غصب شویو میشت ځایونو کې یې ځمکې اخیستې دي د کمیسیون لخوا یې ټول حقونه خوندي دي او یوازې د میشت ځایونو مالک غصب کوونکی ګڼل کیږي.
دوی دا هم ویلي، چې د نوي کابل پروژې لپاره ۳۷۰ زره جریبه ځمکه ځانګړې شوې او دا مهال څلور شرکتونه په دې پروژه کې فعالیت کوي.
تازه خبرونه
سراج الدین حقاني په کابل کې د چین او پاکستان له ځانګړو استازو سره وکتل
د کورنیو چارو وزارت د رسنیزې خبرپاڼې له مخې، چې نن (یکشنبه) خپره شوې؛ دا غونډه د افغانستان، چین او پاکستان د بهرنیو چارو وزیرانو د پېنځمې غونډې د پایلې په توګه، د دوی د راتلونکې غونډې لپاره چمتووالی او همدارنګه د درېواړو هېوادونو ترمنځ د سیاسي او اقتصادي همکاریو د پیاوړتیا لپاره جوړه شوې وه.

د افغانستان اسلامي امارت د کورنیو چارو وزارت چارسمبالي(سرپرست) سراج الدین حقاني په کابل کې د چین او پاکستان له ځانګړو استازو سره ولیدل.
د کورنیو چارو وزارت د رسنیزې خبرپاڼې له مخې، چې نن (یکشنبه) خپره شوې؛ دا غونډه د افغانستان، چین او پاکستان د بهرنیو چارو وزیرانو د پېنځمې غونډې د پایلې په توګه، د دوی د راتلونکې غونډې لپاره چمتووالی او همدارنګه د درېواړو هېوادونو ترمنځ د سیاسي او اقتصادي همکاریو د پیاوړتیا لپاره جوړه شوې وه.
په دې غونډه کې سراج الدین حقاني د سیمهییزو اړیکو د پراختیا پر اهمیت ټینګار وکړ او څرګندوي، چې د افغانستان اسلامي امارت د متقابل درناوي پر بنسټ په سیاسي او اقتصادي برخو کې د سیمهییزې همغږۍ او همکارۍ غوښتنه کوي.
د چین او پاکستان ځانګړو استازو په داسې حال کې، چې له افغانستان سره د اړیکو د پراختیا لپاره یې خپلې ژمنې بیا تازه کړې؛ هوکړه وکړه، چې د درېواړو هېوادونو د بهرنیو چارو وزیرانو شپږمه غونډه به هم په کابل کې ترسره شي.
تازه خبرونه
پخپل قلم او څرګندونو د هېوادونو له اغېرمنولو ډډه وکړئ – امیر خان متقي
امیر خان متقي په دې مراسمو کې خبرداری ورکړی، چې دا ډول څرګندونې به نظام ته زیان ورسوي.

د بهرنیو چارو وزارت چارسمبالي( سرپرست) د ډیپلوماسۍ له ځانګړو زدکړو څخه د یو شمېر دولتي کارمندانو د فراغت په مراسمو کې هغو ته سپارښتنه وکړه، چې پخپل قلم او څرګندونو د هېوادونو له اغېرمنولو ډډه وکړئ.
امیر خان متقي په دې مراسمو کې خبرداری ورکړی، چې دا ډول څرګندونې به نظام ته زیان ورسوي.
هغه وایي: “هڅه وکړئ، چې له خپل قلم سره احتیاط وکړئ. له خپلې ژبې سره احتیاط وکړئ، چې نه مسلمان، نه ګاونډی، نه کوم هېواد ترې اغېزمن شي، نه نظام ته زیان ورسیږي او نه هم خپله زیان ووینئ. ځینې وختونه داسې ګوزارونه کیږي، چې بېرته خپله همدې کس ته راګرځي. تاسې باید پدې اړه ډېر احتیاط وکړئ. هر څه، چې وایئ، باید فکر پرې وکړئ، چې آیا دا په اسلام کې جواز لري؟ “آیا بل مسلمان ته زیان نه رسوي؟”
امیر خان متقي همدارنګه ټینګار وکړ، چې که د ساینس په برخه کې بنسټیز ګامونه پورته نشي؛ افغانستان به پرمختګ ونکړي.
هغه وایي: “که مونږ د ساینس په ډګر کې پرمختګ ونکړو، که ځانونه پوه او خبر نکړو، که خواري ونکړو، که د نړۍ له اوضاع خبر نشو، که د خپل وطن پرنزاکتونو ونهپوهیږو، که د خپل تېر تاریخ په اړه پوه نشو؛ نشو کولی خپل راتلونکی جوړکړو. مونږ په خپل کور کې ډېر کار ته اړتیا لرو او هره برخه یو مسلکي کس ته اړتیا لري. که تاسې خپله ټوله کورنۍ راټوله کړئ؛ وبه نشئ کولی د یو پر تبې د اخته ماشوم درملنه وکړئ. تر هغې، چې ډاکټر ته ورنشئ. تاسې نشئ کولی یو ګروپ جوړ کړئ، جامې جوړې کړئ؛ ځکه، نو هر هنر خپل مسلکي کسان غواړي او دا ټولنه ورته اړتیا لري.”
د بهرنیو چارو وزارت چارسمبالي په دې مراسمو کې له فارغانو وغوښتل، چې د خپلې علمي کچې د لوړولو لپاره هڅه وکړي او د افغانستان تېر بدلونونه او موجوده نزاکتونه له په پام کې نیولو سره د افغانستان راتلونکې د پرمختګ او ترقۍ پر لوري رهبري کړئ.
-
تازه خبرونه5 days ago
تېرکال د پاسپورټ ریاست ۱۳ میلیارډ افغانۍ عواید ترلاسه کړل
-
تازه خبرونه5 days ago
د هند او پاکستان ترمنځ روان کړکېچ د سیمې په ګټه ندی – اسلامي امارت
-
تازه خبرونه4 days ago
ازبکستان او پولنډ د افغانستان په اړه خبرې وکړې
-
تازه خبرونه4 days ago
په افغانستان کې د اورښت کمښت د اندېښنې وړ دی ـ ملګري ملتونه
-
تازه خبرونه3 days ago
یو شمېر افغان کدرونه د مصنوعي ځیرکتیا روزنې لپاره چین ته لیږل شوي – د ایم سي سي مشر
-
لوبی4 days ago
آریانا ټلویزیون د افغانستان فوټسال غوره لیګ څلورم پړاو خپروي
-
سیمه ییز خبرونه1 day ago
د هند او پاکستان د اوربند له هوکړې وروسته د چاودنو راپورونه ورکړ شول
-
سیمه ییز خبرونه4 days ago
هند د پاکستان لخوا د خپلو الوتکو د غورځولو ادعا ناسم معلومات ګڼي