تازه خبرونه
د طالبانو برید کې ۷ تنه سیمه ییز عسکر ووژل شول – پروان

د سرچینې په وینا، وسلوالو طالبانو پروان ولایت کې د اردو پر یوې پوستې برید کړی او لږترلږه ۷ تنه ځایي عسکر یې وژلي دي.
دا پیښه د چهار شنبې پر شپه د پروان په سیاګرد ولسوالۍ کې رامنځته شوې ده.
یوې سیمه ییزې امنیتی سرچینې د نوم د نه ښودلو په شرط آریانا نیوز ته وویل چې وسلوالو د یادې ولسوالۍ د سرجوئی دختر په کلي کې په یوې پوستې برید وکړ.
سرچینه زیاتوي چې طالبانو دغه پوسته نیولې او په داسې حال کې چې پنځه افغان سرتیري دننه په کې ول، هغه یې سوځولی ده.
معلومات زیاتوي چې طالبانو دوه سرتیري په ډزو وژلي او دوه نور یې ژوندي نیولي دي.
خو طالبانو تر دې دمه په دې اړه څه نه دي ویلي.
تازه خبرونه
د انډونیزیا په زلزله کې درې کسان مړه او ۲۴ نور ټپیان دي

په انډونیزیا کې سهار ( د مرغومي ۲۶) د رښتر ۶ اعشاریه ۲ درجې زورورې زلزلې لږ ترلږه درې کسان مړه کړي او ۲۴ نور ټپیان دي.
د دغې زلزلې مرکز د انډونیزیا د سولاویسي ټاپو له مرکزه ۳۶ کیلومټره لرې د ماموجو د اړوند سیمې په لس کیلو متره ژوروالي کې رامنځته شوې ده.
دې زلزلې یو څو نور ټکانونه هم لرل. د ځایي رسنیو د راپور له مخې د ماموجو په ښار کې لږ تر لږه ۶۲ کورونه او یو روغتیایي مرکز ویجاړ شوی.
د راپورونو له مخې، زلزلې د ځمکې ښویېدو درې پېښې هم رامنځته کړې دي.
د اندونیزیا ځینې برخې په دوامداره توګه د زلزلو سره مخ کیږي. دا؛ ځکه، چې دا هېواد د غلي اوقیانوس په اورنۍ کړۍ کې پروت دی، چې د اورغورزېدنې او زلزلو له پرلپسې پېښو شونتیا لري.
تازه خبرونه
د روغتیا نړیواله ډله پر کرونا ویروس د څېړنې لپاره د چین ووهان ته رسېدلې

د روغتیا نړیواله ډله د کرونا ویروس د سرچینې او خپرېدو د پلټلو او څېړلو لپاره د چین ووهان ښار ته رسېدلې ده.
د روغتیا نړیوالې ټولنې د یوه ټویټ له مخې د دوی یو ۱۳ کسیز څېړنیز پلاوی تېره ورځ د چین هېواد ووهان ښار ته رسیدلی دی.
د روغتیا نړیوالې ټولنې څرګنده کړې: د روغتیا پوهانو نړیواله ډله، چې د کوویډ – ۱۹ ویروس د سرچینې په اړه څېړنې کوي؛ نن د چین ووهان ته رسیدلې.
دې ټولنې زیاته کړې؛ چین ته له روانېدو مخکې د دوه روغتیا پوهانو د کرونا آزموینه په سینګاپور کې مثبت وښودل شوه او دمګړۍ په دې هېواد کې قرنطین شوي دي.
The international team of 13 scientists examining the origins of the virus that causes #COVID19 arrived in Wuhan, #China, today.
The experts will begin their work immediately during the 2 weeks quarantine protocol for international travelers.
— World Health Organization (WHO) (@WHO) January 14, 2021
د ۲۰۲۰ کال په پیل کې کرونا ویروس د چین هېواد د هوبي ولایت په مرکز ووهان کې وپېژندل شو او ډېر ژر ټولې نړۍ خپور شو.
چین هڅه وکړه، چې د دغه ویروس د خپریدو په اړه معلومات پټ وساتي. دې هېواد له میاشتوـ میاشتو ډیپلوماټیکو هڅو وروسته د روغتیا نړیوالې ډلې ته اجازه ورکړه، چې د دغه ویروس سرچینه وپلټي.
دې هېواد ان هغوکسانو ته هم سزا ورکړې، چې د ویروس په اړه یې راپور خپور کړی. د تېر کال د ډسمبر په وروستیو کې یوه چینایي ژورنالیسته ژانګ ژان له ووهان څخه د اړوند راپور د خپرولو پر تور پر څلور کلونو بند محکومه شوه.
په ټوله نړۍ کې اوس پر کرونا ویروس له ۹۰ میلیون ډېر خلک اخته شوي او ۱۹۹۳۱۶۴ خلک یې مړه کړي دي.
تازه خبرونه
حکومت باید له طالبانو سره روغه جوړه وکړي – زاخېلوال

په اسلام آباد کې د افغانستان پخواني سفیر عمر زاخېلوال ویلي؛ ولسمشر اشرف غني ۸۰ سلنه اساسي قانون نقض کړی دی.
حضرت عمر زاخیلوال له آریانا نیوز سره په یوه ځانګړې مرکه کې څرګنده کړې، چې حکومت د سولې په بهیر کې ډېري فرصتونه له لاسه ورکړل او اوس باید د سولې د رامنځته کېدو لپاره له طالبانو سره روغه جوړه وکړي.
هغه دا هم ویلي، چې یو شمېر شخصیتونه د لنډمهاله حکومت د رامنځته کولو لپاره د سیاستوالو د هڅو تر څنګ د خپلو شخصي ګټو د خوندي کولو په فکر کې دي.
عمر زاخېلوال د افغانستان د سولې بهیر د امریکا نوښت وباله او څرګندوي، چې د ۲۰۱۸ کال څو ورځنی اوربند د ولسمشر غني د هڅو زېږنده نه، بلکې د امریکا او طالبانو د هوکړې پایله وه.
هغه دا هم ویلي؛ ولسمشر د دې مسلې په اړه اندېښمن دی او وېریږي، چې د لنډمهالي حکومت مشرۍ ته بل څوک راوړاندې نشي.
په اسلام آباد کې د افغانستان پخواني سفیر زاخېلوال په ډاګه کړې، چې اوسنی تاوتریخوالی او وینې توېیدنې باید ودریږي او د خبرو ډلې دې ژر تر ژره یوې هوکړې ته ورسیږي.
که څه هم هغه د سولې هڅې یو مثبت ګام ګڼي؛ خو وايي، چې پر دقت سربېره باید په دې بهیر کې چتکتیا هم په پام کې ونیول شي.
-
تازه خبرونه 4 ورځې مخکې
د نظام له پاشل کیدو او د ترهګرۍ پر ځاله د افغانستان له بدلیدو د غني ډارول
-
تازه خبرونه 4 ورځې مخکې
په فراه او نیمروز د ۹ پاکستانیو په ګډون۴۳ وسلوال طالبان وژل شوي – دفاع وزارت
-
تازه خبرونه 4 ورځې مخکې
پاکستان ته د جاسوسۍ پر تور پېنځه کسیزه ډله نیول شوې
-
تازه خبرونه 2 ورځې مخکې
د برتانیا سرتېري باید د سولې خبرو تر پایه په افغانستان کې پاتې شي – د لارډانو کمېټه
-
تازه خبرونه 4 ورځې مخکې
د یوسف رشید د وژنې پر تور نیول شوي کسان ځانونه طالبان بولي
-
تازه خبرونه 2 ورځې مخکې
حکومت د نوي مالي کال د بودجې منل پر ولسي جرګې تحمیلوي – د ولسي جرګې غړي
-
تازه خبرونه1 ورځې مخکې
په سیمه کې د سولې لپاره د کابل او تهران همکارۍ ته اړتیا ده – کریم خلیلي
-
تازه خبرونه1 ورځې مخکې
امنیتي ځواکونو په کندهار کې ۳۶ وسلوال طالبان وژلي