Connect with us

لوبی

لیونل میسي پر کرونا ویروس اخته شو

خپور شوی

د

(Last Updated On: مرغومی ۱۴, ۱۴۰۰)

رویټرز راپور ورکوي، چې د لیونل میسي په ګډون د پاري سن ژرمن کلب څلور لوبغاړي پر کورونا ویروس اخته شوي دي.

راپور زیاتوي، چې هر یو لیونل میسي، خوان برناټ، سرجیو ریکو او ناټن بیټومازالا پر کرونا ویروس اخته شوي او اوس تر قرنطین لاندې دي.

میسي د فرانسې په لیګ کې د پاري سن ژرمن لپاره وروستۍ شپږ لوبې ترسره کړې؛ له مانچسټر سیټي څخه مات او د چیمپینز لیګ په ای ګروپ کې بریالی شوی دی.

د راپړرړنو له مخې؛ فرانسوي وګړي، چې د کرونا واکسین یې ندی اخیستی او پر کورونا ویروس اخته دي؛ تر اووه ورځو باید قرنطین شي.

لوبی

ابو مسلم فراه اوومه لوبه له خراسان فاریاب لوبډلې څخه ۶ د صفر پر توپیر وګټله

Published

on

(Last Updated On: غویی ۵, ۱۴۰۳)

د سې شنبې پر ورځ په کابل کې د افغانستان اتلانو لیګ په اوومه لوبه کې ابو مسلم فراه لوبډلې خراسان فاریاب لوبډلې ته ۶ د صفر پر توبیر ماتې ورکړه.

د همدې ورځې په دوه‌یمه لوبه کې د افغانستان اتلانو لیګ اتمه لوبه عینو مېنې وګټله او سرسبز یاشلر اف‌سي ته یې ۴ پر صفر ماتې ورکړه.

د ابو مسلم فراه له لوري سهراب افغان درې ګولونه، امان الله سرداري دوه ګولونه او احمد خالد مجیدي یو ګول ترسره او د ډګر اتلان شول.

سهراب افغان د افغانستان اتلانو لیګ لومړنی لوبغاړی شو، چې په یوه لوبه کې یې درې ګولونه ووهل او د دې لوبې غوره لوبغاړی ونومول شو.

هغه له لوبې وروسته څرګنده کړه: لوبه ښه وه او ما د لوبډلې د غړیو پر همغږۍ درې ګولونه سیالې لوبډلې ته ورکړل.

د ابو مسلم فراه فوټبال لوبډله د ۸ ګولونو پر وهلو د لښتیلیک یا جدول په سر کې ده.

عینو مېنه د اووه ګولونو پر ترسره کولو دوه‌یم مقام لري.

آهن الله درمان د سرسبز یاشلر اف‌سي لوبډلې پر وړاندې په لوبه کې د غوره لوبغاړي نوم خپل کړ.

درمان د جام له خپلولو وروسته ویلي؛ خوښ یم، چې د عینو مېنې په لوبډله کې د کندهار د خلکو استازیتوب کوم او خپلو خلکو ته خوښۍ راوړم او دا بریا او جایزه د کندهار ټولو ولسونو په ځانګړي توګه خپلې کورنۍ ته وړاندې کوم.

د عینو مېنې لوبډلې له لوري آهن الله درمان ۲ ګولونه وهلي؛ احمد نبي مقدس او رامین حمیدي یو ـ یو ګول وهلی دی.

د سرسبز یاشلر اف‌سي لوبډلې مشر روزونکي د لوبډلې پر ماتې خواشیني څرګنده کړې او وایي، چې د لوبډلې د ماتې لامل د تجربه لرونکیو لوبغاړو نشتوالی دی.

نوموړي زیاته کړې؛ هیله ده، چې په راتلونکیو سیالیو کې یې لوبډله ښه وځلیږي.

د چارشنبې په سیالۍ کې، چې د غرمي پر ۱:۰۰ پیلیږي؛ سرخ پوشان خوافي به له اټک انرژي اف‌سي سره لوبه وکړي. په داسې حال کې، چې استقلال کابل اف‌سي به له غرمې وروسته ۳:۳۰ له موج ساحل اف‌سي سره نهمه لوبه ترسره کړي.

دغه سیالۍ له آریانا ټلویزیون څخه پر ژوندۍ بڼه خپریږي.

Continue Reading

لوبی

د موج ساحل لوبغاړي د جوانان واحدي لوبډلې پر وړاندې زړه‌راکښونکی ګول ترسره کړ

Published

on

(Last Updated On: غویی ۴, ۱۴۰۳)

د دوشنبې پر ورځ په کابل کې د افغانستان اتلانو لیګ په پېنځمه لوبه کې د موج ساحل لوبغاړي شاه نصیر نوري جوانان واحدي لوبډلې ته د ډګر له نیمایي څخه پخپل زړه‌راکښونکې ګول یو د صفر پر توپیر بریا خپله کړه.

د دغو سیالیو په شپږمه لوبه کې، چې پر همدې ورځ ترسره شوه؛ میوند لوبډلې عد الت فراه ته ۲ پر ۱ماتې ورکړه.

د لوبې لومړی ګول د عدالت فراه له لوري عبدالعلي واحدي په شپږدېرشمه دقیقه کې ترسره کړ؛ خو د میوند لوبډلې رحیم الله د لوبې د لومړۍ نیمايي له پای ته رسېدو لږ مخکې لوبه مساوي کړه.

عبدالرحمن محمدي د لوبې په دوه‌یمه نیمایي کې ګټونکی ګول ترسره کړ او لوبډلې ته یې د ډګر بریا ورپر برخه کړه.

نن سې شنبه ( د غویي څلورمه ) غرمه مهال یوه بجه به ابو مسلم فراه له خراسان فاریاب سره او له غرمې وروسته درې نیمې بجې به سرسبز یاشلر د عینو مېنې پر وړاندې لوبه وکړي.

دغه سیالۍ له آریانا ټلویزیون څخه پر ژوندۍ بڼه خپریږي.

Continue Reading

لوبی

عینو مېنې، استقلال کابل او اټک‌انرژي فوټبال لوبډلې، خدیم اف‌سي مات کړل

Published

on

(Last Updated On: غویی ۳, ۱۴۰۳)

د افغانستان اتلانو لیګ د فوټبال سیالیو په درېیمه لوبه کې عینو مېنې د یکشنبې پر ورځ په کابل کې د استقلال کابل لوبډلې ته ۳ـ۰ ماتې ورکړه او په څلورمه لوبه کې بیا اټک انرژي پر همدې پایلې خدیم اف‌سي ته ماتې ورکړه.

د عینو مېنې لوبډلې درې ګولونه؛ دوه ګوله نبي مقدس او یو هغه حمید نورزي وواهل. د اټک انرژی لپاره علي رضا پناهي، بهنام او محبوب حنفي ګولونه ووهل.

د افغانستان اتلانو لیګ درېیم پړاو د شنبې پر ورځ پیل شو، چې په پیلیزه لوبه کې ابو مسلم لوبډلې سرسبز یاشلر لوبډلې ته ۲ د صفر پر توپیر ماتې ورکړه.

په دوه‌یمه لوبه کې سورخپوشان خوافي، خرآسان لوبډلې ته ۱ـ ۰ ماتې ورکړه.

ټاکل شوې نن (دوشنبه د وري درېیمه / د اپریل دوه‌ویشتمه) دوه لوبې ترسره شي.

لومړۍ لوبه به د جوانان‌واحدي او موج‌ساحل ترمنځ غرمه مهال پر ۱:۰۰ پیل شي.

دوه‌یمه هغه به له غرمې وروسته ۳:۳۰ د عدالت فراه او میوند ترمنځ  شي.

دغه سیالۍ له آریانا ټلویزیون څخه پر ژوندۍ بڼه خپریږي.

Continue Reading

Trending

Copyright © 2022 Ariana News. All rights reserved!