تازه خبرونه
د روغتونونو ټيټ کیفیت د روغتیایې ننګونو د ډېریدو علت دی

د هېواد روغتونونه د ټیټ کیفیت پر لرلو ندي توانیدلي، چې خلکو ته پوره روغتیایي خدمتونه وړاندې کړي.
د عامې روغتیا وزارت چارسمبالی
احمد جواد عثماني، چې ولسمشر نوی وګومارلو څرګندوي؛ د روغتونونو ټيټ کیفیت سبب شو، چې پر کرونا د اخته کسانو درملنه او خوریدنه ننګوونکې شي او دا ویروس هم سم مدیریت نشي.
دا په داسې حال کې ده، چې اووه سوه اووه اتیا نورې مثبتې پېښې په هېواد کې ثبت شوي او ټول شمېر یې له اتلس زره حخه واوښت.
د عامې روغتیا وزارت د ویاند مرستیال توحید الله شکوهمند ټینګار کوي، چې ۱۲۹۶ بېلګې مو په تېرو ۲۴ ګړیو کې کتلي، چې ۷۸۷ یې مثبتې دي.
په همدې حال کې د عامې روغتیا وزارت د کرونا وېیوس چټکه وده د اندېښنې وړ بولي او خبرداری ورکوي که خلک خپل مسوولیتونه په سم ډول ادا نکړي؛ حالت به له کنتروله ووځي.
تازه خبرونه
کورني پانګوال د حاجیګک په اوسپنې کان کې ۶۵۰ میلیون ډالر پانګونه کوي
دا اعلان د دوشنبې پر ورځ( د غویی دوهویشتمه) د دغو پانګوالو او د ریاست الوزراء د اقتصادي مرستیال ملا عبدالغني برادر ترمنځ په لیدنه کې رامنځته شو.

یو شمېر کورنیو پانګوالو اعلان کړی، چې غواړي د حاجیګک د اوسپنې کان د یو بلاک د سپړلو او کېندنې لپاره په ۳ پړاوونو کې ۶۵۰ میلیون ډالر پانګونه وکړي.
دا اعلان د دوشنبې پر ورځ( د غویی دوهویشتمه) د دغو پانګوالو او د ریاست الوزراء د اقتصادي مرستیال ملا عبدالغني برادر ترمنځ په لیدنه کې رامنځته شو.
د دغو پانګوالو د څرګندونو له مخې؛ دا پروژه به له یوه بهرني شرکت سره په ګډه او مسلکي توګه پلي شي.
د کانونو پر کېندنې سربېره په هېواد کې د اسفنجي اوسپنې د پروسس کولو لپاره یوه کارخونه هم جوړیږي، چې له نړیوالو معیارونو سره سم او د پرمختللې ټکنالوژۍ پر کارولو به فعالیت وکړي.
دا کارخونه به د ورځني د اسفنجي اوسپنې د ۹ زره ټنو د پروسس ظرفیت ولري او د شمس اوسپنې په انګټونو کې به یې تولید د هېواد کورني اړتیاوې پوره کړي. همدارنګه دا پروژه به په مستقیم ډول د ۶ زره کسانو لپاره کاري فرصتونه رامنځته کړي.
ملا عبدالغني برادر د دې پلان د هرکلي ترڅنګ ټینګار وکړ، چې اسلامي امارت په دې برخه کې هر اړخیزې همکارۍ ته چمتو دی. هغه د کانونو او پټرولیم وزارت چارواکو ته سپارښتنه وکړه، چې له پانګوالو سره ګډ کار وکړي او د پرمختګ راپورونه وړاندې کړي.
تازه خبرونه
د اوبو او انرژۍ وزارت چارسمبالي په یوه نړیواله غونډه کې د ګډون لپاره ازبکستان ته سفر وکړ
دا کنفرانس به “د دوامداره انرژۍ لپاره سیمهییزه همکاري” تر سرلیک لاندې د می له دیارلسمې څخه تر پېنځلسمې پورې ترسره شي.

د اوبو او انرژۍ وزارت چارسمبالی عبداللطیف منصور د اسلامي امارت د پلاوي پر مشرۍ د انرژۍ په پېنځمه نړیواله غونډه کې د ګډون لپاره د ازبکستان پلازمېنې تاشکند ته سفر کړی دی.
دا کنفرانس به “د دوامداره انرژۍ لپاره سیمهییزه همکاري” تر سرلیک لاندې د می له دیارلسمې څخه تر پېنځلسمې پورې ترسره شي.
د دې کنفرانس موخه د سیمهییزې همکارۍ پیاوړتیا، د انرژۍ په ګډو پروژو کې د پانګونې راجلبول، د تجربو تبادله او د شنې ټکنالوژۍ وده ده.
تمه ده، چې د دې کنفرانس په لړ کې عبداللطیف منصور د سیمې له هېوادونو سره د همکارۍ پراخولو، بهرنۍ پانګونې راجلبولو او د انرژۍ سرچینو مدیریت په برخه کې د بریالیو نړیوالو تجربو پر کارولو ټینګار وکړي.
په دې نړیواله غونډه کې د سیمې د هېوادونو د استازو په ګډون د ازبکستان، قزاقستان، ترکمنستان او روسیې او همدارنګه د نړیوالې اټومي انرژۍ بنسټونه او نړیوال بانک په څېر ادارو استازي هم برخه ولري.
تازه خبرونه
په افغانستان کې د اورښت کمښت مخ پر پراخېدو دی ـ اوچا
دې ټولنې په یوه راپور کې ویلي؛ د افغانستان د شمال فاریاب او جوزجان ولایتونه تر ټولو ډېر اغېزمن شوي دي او د دې هېواد جنوب هلمند، لویدیځ هرات، شمال ختیځ کندوز او ختیځ ننګرهار هغه ولایتونه دي، چې له بېړني حالت سره مخ دي.

د ملګرو ملتونو د بشري چارو د همغږۍ دفتر (OCHA) ويلي، چې د بارانونو کمښت او د واورې ویلې کېدا په افغانستان کې د اوبو د کمښت ستونزه نوره هم پراخه کړې ده.
دې ټولنې په یوه راپور کې ویلي؛ د افغانستان د شمال فاریاب او جوزجان ولایتونه تر ټولو ډېر اغېزمن شوي دي او د دې هېواد جنوب هلمند، لویدیځ هرات، شمال ختیځ کندوز او ختیځ ننګرهار هغه ولایتونه دي، چې له بېړني حالت سره مخ دي.
اوچا ټینګار کړی؛ په افغانستان کې تودوخه له منځنۍ کچې لوړه شوې او په راتلونکو میاشتو کې د لږ باران تمه کیږي، چې دا به د کرنې حاصلات کم کړي.
OCHA ویلي، چې د کرنې د فشار شاخص (ASI) راپور په افغانستان کې هغه سیمې ښیي، چې د نباتاتو وده له نورمال څخه د پام وړ ټیټه ده، چې د وچکالۍ پیل په ګوته کوي.
دې بنسټ زیاته کړې، چې د افغانستان په ډیری برخو کې پرته له ځینو شمالي او شمال ختیځو ولایتونو څخه، د نباتاتو په ریښو کې د خاورې رطوبت په ټیټه کچه کې دی، چې ډیره د اندېښنې وړ ده.
OCHA ویلي؛ د ځمکې تودوخه په ټول افغانستان کې له اوسط څخه لوړه ثبت شوې پرته له دې، چې د شمال ختیځو ولایتونو ځینې سیمې وي.
د OCHA د څرګندونو له مخې؛ تمه ده، چې د ځمکې د تودوخې لوړېدو او له اوسط څخه کښته باران به په راتلونکو میاشتو کې دوام ومومي.
OCHA وایي؛ دا شرایط احتمال لري، چې د اوبو کمښت بحران نور هم زیات کړي او د فصلونو په حاصلاتو کې نور کمښت رامنځته او څړځایونو ته زیان ورسوي.
د OCHA د راپور له مخې؛ د روان کال د مارچ تر میاشتې پورې هغه سیمې، چې د کم باران او د ځمکې د تودوخې د زیاتوالي له کبله تر ټولو زیاتې اغېزمنې شوې دي، د افغانستان په شمال کې د فاریاب او جوزجان ولایتونه دي.
افغانستان په وروستیو کلونو کې له سختې وچکالۍ او کم باران سره مخ دی.
پرله پسې وچکالۍ په ټول هېواد کې د اوبو کمښت رامنځته کړی او په لویو ښارونو کې دې کار ډېر خلک د څښاک اوبو ته د لاسرسي له ستونزو سره مخ کړي دي.
افغانستان هم په وروستیو کلونو کې د سختو سیلابونو سره مخ شوی دی.
افغانستان د اقلیم د بدلون پر وړاندې یو له خورا زیان منونکو هېوادونو څخه دی. په داسې حال کې، چې افغانستان د شنو خونو ګازونو په تولید او د نړیوالې تودوخې په برخه کې د پام وړ رول نلوبوي.
-
تازه خبرونه5 days ago
ازبکستان او پولنډ د افغانستان په اړه خبرې وکړې
-
تازه خبرونه5 days ago
په افغانستان کې د اورښت کمښت د اندېښنې وړ دی ـ ملګري ملتونه
-
سیمه ییز خبرونه2 days ago
د هند او پاکستان د اوربند له هوکړې وروسته د چاودنو راپورونه ورکړ شول
-
تازه خبرونه4 days ago
یو شمېر افغان کدرونه د مصنوعي ځیرکتیا روزنې لپاره چین ته لیږل شوي – د ایم سي سي مشر
-
نړۍ1 day ago
امریکا او حماس په غزه کې د اوربند په اړه خبرې کوي
-
لوبی5 days ago
آریانا ټلویزیون د افغانستان فوټسال غوره لیګ څلورم پړاو خپروي
-
تازه خبرونه5 days ago
د افغانستان د وګړو یو پر درېیمه برخه له لوږې سره مبارزه کوي – د خوړو نړیوال پروګرام
-
سیمه ییز خبرونه1 day ago
ټول پیلوټان بېرته خپل کور ته راستانه شول – د هند هوايي ځواک