تازه خبرونه
پاکستان د “ترهګرو ډلو” خوندي پټنځی دی- امریکا
د امریکا بهرنیو چارو وزارت په یوه راپور کې په ډاګه کړې؛ پاکستان د ترهګرو ډلو لپاره یوه خوندي سیمه ده او اړوند ډلو ته اجازه ورکړ شوې، چې پر افغانستان بریدونه وکړي.
د امریکا بهرنیو چارو وزارت د ۲۰۱۹ کال د ترهګرۍ په کلنۍ ارزونه کې، چې د چهارشنبې پر ورځ خپره شوې څرګندوي؛ پاکستان د نورو سیمه ییزو ترهګرو ډلو لپاره یوه خوندي سیمه ده.
په دې ګزارش کې راغلي: پاکستان د افغان طالبانو په ګډون حقاني شبکې او هغو ډلو ته اجازه ورکړې، چې نه یوازې خاوره یې د افغانستان پر ضد کاروي، بلکې لشکر طیبه او له هغې سره تړلې جبهه یي ډلې او جیش محمد (جی ای ایم) له دې خاورې هڅې کوي او هندوستان هم ګواښي.
د یاد راپور د څرګندونو له مخې؛ که څه هم پاکستان ژمنه کړې وه، چې هیڅ یوې وسلوالې ډلې ته به په اړوند خاوره کې د هڅو اجازه نه ورکوي؛ خو په ۲۰۱۹ کال کې د حقاني شبکې په ګډون څو ترورستي ډلو لکه لشکر طیبه او جیش محمد ترې د نورو هېوادونو پرضد بریدونه کړي دي.
امریکا ویلي، چې په افغانستان کې حقاني شبکې د نورو ډلو پر پرتله د امریکایي او ائتلافي ځواکونو، افغان حکومت او ملکي اهدافو پر ضد د پام وړ بریدونه پلان او ترسره کړي دي.
په راپور کې راغلي، چې د پاکستان حکومت او اردو د ترهګرو د خوندي پټنځیو په اړه هیڅ هم ندي کړي.
دغه راز څرګنده شوې، چې پاکستان د افغانستان د سولې له بهیر سره څه نا څه مثبت ګامونه پورته کړي او طالبان یې اورکم او اوربند ته هڅولي دي.
په دې راپور کې یادونه شوې، چې افغانستان د خپلو پولو په ځانګړي ډول له پاکستان او ایران سره د ساتنې په برخه کې له پام وړ ننګونو سره مخ دی.
په یاد راپور کې دا هم په ډاګه شوې، چې د سولې او پيوستون لپاره د افغانستان – پاکستان د دوه اړخيز کاري پلان (APAPPS) له مخې؛ د دواړو حکومتونو چارواکو د ۲۰۱۸ کال په جون کې هوکړه کړې، چې د پولې په دواړو خواوو کې د امنيتي ځواکونو تر منځ د اړيکو يو ميکانيزم رامنځته کړي.
سره له دې ټولو هڅو بیا هم په دې کاري پلان کې پرمختګ رامنځته شوی ندی.
د ۲۰۱۹ کال په بهیر کې امریکا له طالبانو سره د سولې د رامنځته کولو لپاره خبرې وکړې، چې له مخې به یې طالبان د نړیوالو تروریستي ډلو پرضد اقداماتو ته ژمن شي او دې ډلو ته اجازه ورنکړ شي، چې د فغانستان په خاوره کې استخدام او روزنه تر سره یا له خلکو پیسې راټولې او کوربتوب یې وکړي.
د دې ژمنې او خپلمنځي خبرو د پیل په بدل کې به، چې د افغانستان حکومت، نور افغان مشران او طالبان شامل وي؛ امریکا به د شرایطو پر بنسټ له مهالوېش سره سم له افغانستان څخه د نړیوالو ځواکونو د وتلو هوکړه پلې کوي.
دا په داسې حال کې ده، چې د امریکا د ملي امنیت پخواني سلاکار جان بولتن په خپل تازه خپور شوي کتاب کې د دونالد ترمپ له خولې لیکلي، چې که طالبان د سولې تړون مات کړي، افغانستان به په میلیونونو ټوټو ووېشي.
