تازه خبرونه
زلمي خلیلزاد د افغانستان د سولې لپاره خپل پېنځم سفر پیل کړ
د افغانستان د سولې لپاره د امریکا د بهرنیو چارو وزارت ځانګړي استازي زلمي خلیلزاد یو لړ آسیایي او اروپایې هېوادونو ته ۱۸ ورځنی سفر پیل کړی دی.
د امریکا ځانګړي استازي خلیلزاد د یکشنبې پر ورځ( د سلواغې ۲۱) په واشنګتن کې په ډاګه کړې، چې ټاکل شوې د سولې د خبرو په اړه افغانستان، پاکستان، قطر، ترکیې، جرمني او بلجیم ته ولاړ شي.
د امریکا بهرنیو چارو وزارت ویلي، چې د سیمې هېوادونو ته له سفر مخکې به خلیلزاد له بلژیکي، آلماني او ترکي چارواکو سره خبرې وکړي.
زلمي خلیلزاد، چې د یکشنبې پر ورځ سفر پیل کړی د روانې میاشتې تر ۲۸ نېټې به روان وي؛ خو ټاکل شوې، چې د مشورې لپاره به بېرته واشنګتن ته ستون شي.
د امریکا د بهرنیو چارو وزارت ویلي، چې له دغه سفر موخه داده، چې د امریکا د ملي ګټو لپاره د سولې بهیر آسانه کړي او د افغانستان ټول ګوندونه په خپلمنځیو خبرو کې ګډون وکړي او وکولی شي د خپل هېواد راتلونکی پخپله وټاکي.
ښاغلى خليلزاد په دغه سفر کې د يوه پلاوي مشري کوي، چې د گڼو امريکايي ادارو له استازیو جوړ شوی دى.
زلمی خليلزاد تېره مياشت په قطر کې له طالبانو سره پېنځه ورځنۍ ناسته کړې وه.
پخوانی طالب چارواکی سید اکبر آغا تمه ښیي، چې د قطر په خبرو کې به پر نورو موضوعاتو سربېره له افغان حکومت سره د طالب استازیو پر خبرو، اوربند او زندانیانو پر تبادله بحث وشي.
د سولې عالي شورا د ویاند مرستیال اسدالله زائیري وايي، چې د خلیلزاد سفرونه به د افغانانو تر منځ خبرو ته زمینه برابره کړي.
سیاسي ګوندونه هم افغانستان او د سیمې هېوادونو ته د افغان سولې لپاره د امریکا د ځانګړي استازي زلمي خلیلزاد سفرونه مهم ګڼي.
د ولسمشریزو ټاکنو نوماند شیدا محمد ابدالي وایي، چې که د سیمې هېوادونه له افغانستان سره رښتینې ملګرتیا او مرسته وکړي؛ پرته له شکه به په افغانستان کې سوله رامنځته شي.
د افغانستان د نوې ملي جبهې غړی صدیق پتمن وایي؛ مونږ ټینګار کوو، چې د افغانانو تر منځ د سولې خبرې رامنځته شي. په دې اړه د نورو هېوادونو هڅې د سولې بهیر آسانولی شي.
طالبانو تېره اوونۍ له يو شمېر افغان سياستوالو سره په مسکو کې د افغان سولې په تړاو دوه ورځنې ناسته درلوده، چې په کور دننه يې بېلابېل غبرگونو نه وپارول. طالبانو په دې ناسته کې له افغان حکومت سره د مخامخ خبرو وړانديزونه رد کړ؛ خو تاکل شوې، چې د دغې ناستې بل پړاو به ډېر ژر په قطر کې تر سره شي.
د یادونې ده، چې سیمې ته د خلیلزاد د سفر له پیل سره ولسمشر غني پرون ننګرهار ولایت ته په خپل سفر کې چمتوالی وښود، چې په ننګرهار، کابل او یا کندهار کې به طالبانو ته د دفتر جوړولو اجازه ورکړي او ساتنه به یې هم کوي.
تازه خبرونه
د کورنيو توليداتو د کيفيت او صنعتي ودې لپاره دې هڅې ګړندۍ شي – مولوي عبدالکبير
د ریاست الوزراء سياسي مرستیال مولوي عبدالکبير د سې شنبې پر ورځ ( د وري اتهویشتمه ) په سپېدار ماڼۍ کې د صنعت او سوداګرۍ وزارت له چارسمبالي نورالدين عزيزي سره وکتل.
نورالدین عزيزي ويلي، له ګاونډ هېوادونو سره ښې سوداګريزې اړيکې د دې لامل شوي، چې په هېواد کې دننه بيې په ښه حالت کې پاتې شي او د لارو بندېدا به پر بازار منفي اغېز ونکړي.
عزیزي زیاته کړې؛ د صنعت او سوداګرۍ وزارت له خصوصي سکټور سره همکار دی، چې له اغېزې یې خصوصي سکتور هم په سمه توګه فعالیت کوي او اسلامي امارت ورته لازمې اسانتیاوې برابرې کړې دي.
د نوموړي د څرګندونو له مخې؛ د اسلامي امارت د ښې اقتصادي پالیسۍ پر بنسټ د سیمې له هېوادونو سره په صادراتو او وارداتو کې د پام وړ پرمختګونه شوي دي. همدارنګه د افغانستان محصولات د منځنۍ آسیا په هېوادونو کې ښه بازار لري او د بازار موندنې لپاره یې په نورو بازارونو کې هم نندارتونونه جوړ کړي دي.
دغه راز مولوي عبدالکبیر د سوداګرۍ او صنایعو وزارت د رهبرۍ له هڅو ستاینه وکړه او څرګندوي: د امارتي ادارو بېسارې هڅې او د افغانۍ د بیې ثبات د دې لامل شوی، چې د خوراکي توکو بیې په ټیټه بیه کې پاتې شي او خلک مو د اړینو توکو د پیرودلو وس ولري.
مولوي عبدالکبیر له ګاونډ هېوادونو سره په سوداګرۍ کې د انډول پر ساتلو د ټینګار ترڅنګ زیاته کړې، چې د کورنیو تولیداتو د ښه کیفیت او د صنعت د ودې او پراختیا په برخه کې باید نورې هڅې هم وشي.
تازه خبرونه
روسیې او تاجکستان د افغانستان پولې ته نږدې ګډ پوځي تمرینات پیل کړل
د روسيې دفاع وزارت په خبرپاڼه کې راغلي؛ دغه پوځي روزنیزې هڅې د اپرېل پر پنځلسمه پيل شوي او د اپرېل تر اتلسمې به روانې وي، چې د ترسره کېدو موخه يې له ناقانونه وسلهوالو ډلو سره د مبارزې او د دولتي پولو ساتنه ده.
د روسيې دفاع وزارت زیاته کړې: د دغو پوځي روزنیزو هڅو د پرانستلو مراسم د تاجکستان د ختلان سيمې د خرب – میدون په غرنۍ دښته کې ترسره شول. دا دوه اړخیزې روزنیزې هڅې به د اپریل له پېنځلسمې څخه تر اتلسمې پورې روانې وي.
د روسیې دفاع وزارت ویلي، چې په دغو ګډو هحو کې د ترهګرو ډلو د له منځه وړلو لپاره د وسلهوالو ځواکونو د کارولو تنظیم، په غرنیو شرایطو کې د دندو د ترسره کولو لپاره د ځواکونو چمتو کول او د روزنې او عملي تجربې موضوع شامله ده. د روسیې پوځي ډله، چې په هڅو کې برخه اخلي په ټولیزه توګه په تاجکستان کې میشت د ۲۰۱ پوځي اډې سرتېري دي، چې د دې هېواد له پولو بهر د روسیې ترټولو لویه پوځي اډه ده.
د ګډ امنیتي تړون ټولنې غړي هېوادونه له افغانستان څخه د ګواښونو پر زیاتوالي اندېښمن دي او د دغو ګواښونو د مخنیوي لپاره پر همکارۍ ټینګار کوي. تاجکستان، قزاقستان، قرغزستان، ارمنستان، بیلاروس او روسیه د ډله ییز امنیتي تړون غړي دي.
په افغانستان کې له ۲۰۲۱ کال راپدیخوا روسیې او تاجکستان د لومړي ځل لپاره له افغانستان سره پولې ته څېرمه ګډ تمرینونه وکړل.
په ورته وخت کې اسلامي امارت د هېوادونو اندېښنې بې بنسټه بولي او وايي، چې د افغانستان خاوره به د هېڅ هېواد پر ضد ونه*کارول شي.
تازه خبرونه
د رسنیو سرغړونې کمیسیون د دوه ټلویزیوني شبکو د تړلو سپارښتنه وکړه
د باختر خبري سرچینې د څرګندونو له مخې؛ د سې شنبې پر ورځ ( د وري ۲۸ ) د رسنیو د سرغړونو مخنیوي کمیسیون د نور او بریا ټلویزیونونو ته سپارښتنه کړې، چې خپرونې ودروي او محکمې ته حاضر شي.
ویل کیږي، چې د دغو شبکو پر وړاندې پرېکړه د ژورنالیزم د اصولو نه مراعاتولو له کبله رامنځته شوې ده.
-
لوبی2 days ago
د افغانستان اتلانو ليګ د درېيم پړاو سیالیو پچهاچونه پای ته ورسېده
-
ساینس او ټیکنالوژي2 days ago
اپل شرکت د نړۍ د تر ټولو د لوی ګرځند پلورونکي دریځ له لاسه ورکړ
-
سیمه ییز خبرونه3 days ago
پر ایران به د اسرائیلو برید له سخت ځواب سره مخ شي
-
سیمه ییز خبرونه4 days ago
ایران پر اسرائیلو د بې پیلوټه الوتکو او توغندیو غچ اخیستونکی برید ترسره کړ
-
تازه خبرونه2 days ago
د کابل په هوايي ډګر کې د ۲۰۲۱ ز. کال ځانمرګی بریدګر عبدالرحمن لوګری و- امریکا
-
نړۍ3 days ago
امریکا به پر ایران د اسرائیلو په ځوابي برید کې برخه وانخلي
-
تازه خبرونه1 day ago
ازبکستان، سعودي عربستان او قطر پر افغانستان او افغان – ټرانس پټلۍ خبرې وکړې
-
نړۍ16 hours ago
امريکا او متحدین یې پر ايران د نورو بنديزونو لګولو هڅې کوي