Connect with us

تازه خبرونه

زلمي خلیلزاد د افغان سولې په اړه چین ته سفر کړی

Ariana News

خپور شوی

 په

(Last Updated On: مرغومی ۲۴, ۱۳۹۷)

د افغانستان د سولې په اړه د امریکا استازي زلمي خلیلزاد په خپل تویت کې په ډاګه کړې، چې د چین هېواد پلازمېنې بیجنګ ته رسیدلی او د افغان سولې په اړه به له چینایي چارواکو سره وغږیږي.

د امریکا استازي خلیلزاد څرګنده کړې، چې چین د افغانستان د سولې په اړه د خپل دریځ  لرونکی هېواد دی.

هغه ټينګار کړی، چې بیجنګ ته رسیدلی یم او له چینایي چارواکو سره به د افغانستان د سولې په اړه خبرې وکړم؛ ځکه، چې چین د افغانستان د سولې په اړه خپل دریځ لري او مونږ به وګورو، چې د سولې په اړه څنګه ګډ کار کولی شو.

ښاغلي خلیلزاد د سولې په اړه خپل څلورم سفر له هنده پیل کړ او له هندي چارواکو سره یې په خبرو کې د افغانانو په مشرۍ د سولې خبرو ډاډ تر لاسه کړ.

تازه خبرونه

په جنګ ځپلو سیمو کې د ښځو وضعیت مخ په خرابیدو دی- څېړنه

Ariana News

خپور شوی

په

توسط

(Last Updated On: تله ۳, ۱۳۹۹)

د نړیوالې ژغورنې جرګه ګۍ څېړنه ښیي، چې له تېرو ۲۵ کلونو راپدیخوا ښځو او نجونو د جنسیتي   مساواتو له مخې نړیوال پرمختګ ندی کړی.

د څېړنې له مخې؛ پر نړیوالو لاسته راوړنو سربیره، په جنګ ځپلیو سیمو کې ښوونځیو ته تګ، سواد زدکړې، د زیږون سندونو ته لاسرسی او دې ته ورته له نورو برخو هم ښځې او انجونې له خراب حالت سره مخ شوې دي.

دغه څېړنه په ۱۰ هېوادونو؛ افغانستان، کولمبیا، د کانګو جمهوریت، ایتوپیا، عراق، میانمار، نایجیریا، پاکستان، تایلیند، یوګاندا، کډوالې کورنۍ او بې ځایه شويو خلکو کې جنسیتي مساوات تر څېړنې لاندې نیول شوي دي.

د څېړنې موندنې ښیي، چې له ۱۹۹۵ زېږدیز کال راپدیخوا ۴۴ سلنه کډوالي لوړه شوې، چې تر ۲۰۱۹ پورې له ۲۶ میلیون ډېر راجستر شوي دي.

په ۱۰ څېړل شویو هېوادونو کې افغانستان ۲.۷ میلیونه بې ځایه شوي لري، چې د داخلي بې ځایه شویو خلکو په سلو کې ۳۵۰ ډېروالي ښیي.

په ځینو برخو کې، د میرمنو او نجونو لاسته راوړنې خورا هڅونکې وې او له تېرو ۲۵ کلونو راپدیخوا په نړۍ کې د میندو مړینه ۳۸ سلنه راکمه شوې ( په ۲۰۱۷ کال کې په ۱۰۰۰۰ ژوندیو زیږونونو کې ۲۱۱ مړینې) وې.

افغانستان، ایتوپیا او پاکستان د میندو په مړینه کې ۵۰ سلنه کموالی ښیي.

د څېړنې له مخې؛ که څه هم په نړۍ کې لومړنيو او ثانوي ښوونځیو ته تګ ۱۱ سلنه ډېر شوی، د افغانستان په څېر هېوادونه هیڅکله هم له نړیوالو معیارونو سره برابر ندي.

پداسې حال کې، چې د ۱۹۹۵ کال را پدیخوا د نارینه وو پر پرتله د میرمنو د سواد کچه لوړه شوې (په ترتیب سره ۱۸ سلنه د  ۸ په پرتله ) میانمار د وخت له تېریدو سره د ښځینه وو دسواد کچه کمه کړې او له پرمختګ سره سره عراق، یوګانډا، نایجیریا، پاکستان، ایتوپیا او افغانستان د نړۍ له احصائیو سره د پرتلنې وړ ندي.

دا په داسې حال کې ده، چې افغانستان د کورني تاوتریخوالي ۴۶، ایتوپیا ۴۰ او د کانګو جمهوریت ۳۷ په سلو کې لوړوالی ښیي.

Continue Reading

تازه خبرونه

ترمپ غواړي، چې د ټاکیزو پایلو پرېکړه ستره محکمه وکړي

Ariana News

خپور شوی

په

توسط

(Last Updated On: تله ۳, ۱۳۹۹)

که د امریکا ولسمشر دونالد ترمپ د روان کال د نومبر د درېیمې په ټاکنو کې له ماتې سره مخ شي؛ نو د واک سوله ییز لیږد ته به زړه ښه نکړي او د ټاکنیزو پایلو په اړه پرېکړه به ستره محکمه وکړي.

جمهوریت غوښتونکي ترمپ په سپینه مانۍ کې خبریالانو ته په دې اړه، چې آیا هغه په ​​سوله ییزه توګه واک سپارلو ته چمتو دی؛ ویلي: باید وګورو، چې څه پېښیږي.

رویترز څرګنده کړې، چې ترمپ په ځلونو له ثبوت پرته د راتلونکیو ټاکنو مشروعیت تر پوښتنې لاندې راوستی او ټینګار یې کړی، چې رای ورکول به د پوست منجر له لارې پایلې له درغلۍ او جعل سره مخ کړي.

هغه زیاته کړې، چې د رایو صندوقونه یو ناورین دی.

دیموکراتانو پوست رایې له کرونا ویروس څخه د خوندیتوب لپاره هڅولي دي.

د امریکا اردو له کلونو راپدیخوا پوست رایې کاروي.

دیموکرات جوبایدن خبریالانو ته ویلي، چې د ترمپ څرګندونې منطق نلري.

د نوموړي ټاکنیزې ډلې ویلي، چې د د ترمپ هر راز شیطانت چچمتو والی لري. د امریکا حکومت د دې وړتیا لري، چې سرغړوونکي له سپینې ماڼۍ وباسي.

دا په داسې حال کې ده، چې ترمپ د چهارشنبه پر ورځ په ډاګه کړې: ټاکنې به په ستره محکمه کې پای ته ورسیږي. مونږ ۹ قاضیان لرو، چې خورا مهم دي.

Continue Reading

تازه خبرونه

اوربند د افغانستان اړین او بېړنې لومړیتوب دی ـ اشرف غني

Ariana News

خپور شوی

په

توسط

(Last Updated On: تله ۳, ۱۳۹۹)

ولسمشر اشرف غني له نړیوالې ټولنې وغوښتل، چې له افغانستان سره د سولې په راوستو کې مرسته وکړي؛ ځکه، چې دا هېواد د ناکراریو له ډېر عواملو سره مخ دي.

ولسمشر اشرف غني د چهارشنبې پء ورځ ناوخته د ملګرو ملتونو ۷۵ عمومي ناستې ته په خپل مخکیني ثبت شوی خطاب کی ویلي، چې د دوې په خبرو کې د افغانستان بېړنی او اړین لومړیتوب اوربند دی.

د نوموړي د څرګندونونو له مخې؛ د تاوتریخوالي کمول بسنه نکوي. په افغانستان کې د تلپاتې سولې د خوندي کولو لپاره په سیمه کې د تروریستي ننګونو د ریښو له منځه وړلو ته اړتیا ده، چې د نړیوال ګواښ په توګه ورته پاملرنه وشي.

“د ملګرو ملتونو، زمونږ همکارانو او زموږ د نړیوالو متحدینو رول په داسې حال کې، چې زمونږ د خپلمنځی خبرو پلاوی په دوحه کې د طالبانو پر وړاندې ناست دی خورا اړین دی. د افغانستان خلک د پرمختګ او ودې لپاره یو ښکاره او اړین لومړیتوب لري، چې هغه اوربند او د تاوتریخوالي پای دی.

ولسمشر زیاته کړې، چې د ګډو ارزښتونو لپاره د ملګرو ملتونو ملاتړ د سولې په خبرو کې حیاتي رول لوبوي.

د ولسمشر غني په اند، خبرې اترې او اوربند یوازنی حل ندی ، بلکې د نړۍ تمرکز په سیمه کې د ترهګرۍ په له منځه وړلو دی.

اشرف غني ویلي، دا بسنه نکوي؛ په افغانستان کې د تلپاتې سولې د ترلاسه کولو لپاره مونږ باید د تروریزم د ستونزې ریښې په ګوته کړو، چې زموږ سیمه یې پوښلې او د نړیوالې ستونزې او ګواښ په توګه یې باید په ګوته کړو.

دغه راز د ملګرو ملتونو دغې ناستې ته د ازبکستان ولسمشر د دوحې د سولې له خبرو هیله من شوی، چې افغانستان ته به تلپاتې سوله او ثبات راولي.

هغه په ​​افغانستان کې د سولې د راوستو لپاره د نړیوالې ګډې همکارۍ غوښتنه وکړه او څرګندوي، چې د ملګرو ملتونو یوه دایمي جرګه ګۍ باید جوړه شي، چې په افغانستان کې د سولې همغږي وڅاري.

ازبک مشر ویلي: مونږ باور لرو، چې د افغانستان مسله د سولې او ثبات د ترلاسه کولو لپاره باید د ملګرو ملتونو تر جدي پاملرنې لاندې وي. د ګډې همکارۍ او همغږۍ په مرسته مونږ کولی شو د افغانانو ارمانونه واقعیت کړو او په دې برخه کې دا مهمه ده. راځئ، چې په افغانستان کې د سولې او ثبات د بنسټونو لپاره کار وکړو. اوس مونږ په ملګرو ملتونو کې د افغانستان لپاره د نوې دایمي جرګه ګۍ د جوړولو وړاندیز کوو.

دا په داسې حال کې ده، چې امریکا او طالبانو د روان کال د فبرورۍ پر ۲۹ د سولې رامنځته کولو هوکړه لاسلیک کړې، چې له مخې به یې امریکایي ځواکونه وځي، افغانستان به نور امریکا او متحدینو ته نور ګواښ نه وي او افغانان به د خپلمنځي خبرو له لارې د اوربند پر شرایطو خبرې کوي.

 

Continue Reading
Advertisement

Trending