Connect with us

تازه خبرونه

زلمي خلیلزاد په قطر کې له طالب استازیو سره نارسمي لیدنه کړې- مولوي قلم الدین

خپور شوی

د

(Last Updated On: لړم ۳, ۱۴۰۱)

طالبانو ته نږدې سرچینې ویلي، د افغانستان د سولې لپاره د امریکا ځانګړي استازي زلمي خلیلزاد په قطر کې له طالب استازیو سره په نارسمي بڼه کتلي دي.

طالبان او امریکایان په ځلونو یا په رسمي یا هم په نارسمي بڼه خبرو ته ناست دي؛ خو په افغانستان کې دواړه خواوې زور کاروي.

ترمپ د طالبانو په یوه برید کې د یوولس افغانانو او یوه امریکایي سرتېري د وژنې قضیه کلکه ونیوله او له دې ډلې سره یې خبرې لغو او ودرولې. اوس وایي، چې له طالبانو سره پر نوې هوکړې کار کوي. 

که څه هم د دې کتنې  کره خبر بهر ته ندی را وتلی؛ خو طالبانو ته نږدې سرچینې زیاتوي، دواړه خواوې د سولې خبرو د بیا پیلېدو لپاره هڅه کوي.

د افغانستان د حرکت انقلاب اسلامي ګوند مشر مولوي قلم الدین ویلي، چې د طالبانو او امریکایانو تر منځ د سولې خبرو د بیا پیل لپاره هڅې پیل شوي؛ د افغانستان د سولې لپاره د امریکا ځانګړي استازي په قطر کې د طالبانو له استازیو سره په پټه کتلي دي.

ډېر باوري دي، چې د دواړو خواوو تر منځ به خبرې له صفره پیل نشي؛ ځکه دواړو خواوو په تېرو نهه پړاوه خبرو کې پر ډېرو اختلافي مواردو سلا کړې وه او ویل کیږي؛ خبرې به له هغه ځایه پیلیږي، چې دریدلې وې.

ولسمشرۍ ماڼۍ ويلي؛ امریکا بیا غواړي، چې د سولې ډګر کې را ودانګي.

د ولسمشرد ویاند مرستیال لطیف محمود څرګندوي؛ دا ځل د امریکا دولت له افغان حکومت سره په مشوره او همکارۍ کې د تلپاتې سولې، د اوربند د پیل او د تاوتریخوالي د کچې د راټیتیدو لپاره ګام اخلي.

د سولې عالي شورا مرستیال دین محمد ویلي؛ که په اوربند کې ستونزې وي بیا دې د تاوتریخوالي کچه راټیټه شي.

اوس هم معلومه نده، چې د امریکا او طالبانو تر منځ خبرې به کله پیلیږي؛ خو په قطر کې د طالب استازیو او خلیلزاد د تازه ناستې جزئیات ندي ډاګیز شوي. افغان حکومت هم له طالبانو سره د سولې خبرو د بیا پیل لپاره اوربند د شرط په توګه مطرح کړی پر کوم هغه، چې ترمپ هم پرې ټینګار کړی دی.

تازه خبرونه

د داعش خراسانی مشر د پاکستان په بلوچستان کې دی – رویټرز

Published

on

(Last Updated On: وری ۹, ۱۴۰۳)

رویټرز خبري اژانس راپور ورکړی، چې د داعش د خراسان څانګې مشر د پاکستان په بلوچستان ایالت کې ژوند کوي.

د دغه خبري آژانس د راپور له مخې: ۲۹ کلن ثناالله غفاري، چې شهاب المهاجر هم یاد شوی؛ دا ډله یې د داعش پر تر ټولو وېرونکې څانګې بدله کړې ده.

رویټرز دا هم څرګنده کړې، چې ثناالله غفاري په ۲۰۲۰ ز. کال کې د داعش خراسان څانګې مشري پر غاړه واخیسته او د ده د مشرۍ پر مهال دغې ډلې سخت بریدونه وکړل او یو شمېر کسان یې ځان ته جلب هم کړل.

رویټرز زیاته کړې، چې د غفاري په اړه د ۲۰۲۱ کال د کابل پر هوايي ډګر د داعش له وژونکي برید مخکې، چې ۱۷۰ افغان ملکي وګړي او ۱۳ امریکايي پوځیان ووژل شول؛ ډېر لږ معلومات خپاره شوي وه.

د داعش د خراسان څانګې بحث وروسته له هغې ګرم شو، چې د تېرې جمعې ورځ مسکو ته نږدې د کنسرت په یوه تالار کې خونړۍ ډزې وشوې او لږ تر لږه ۱۳۹ کسان په کې ووژل شول.

له دې مخکې پاکستانيو چارواکو اعلان کړی و، چې غفاري د تېر کال په جون میاشت کې د افغانستان په کونړ ولایت کې وژل شوی؛ خو اوس رویټرز خبر ورکوي، چې نوموړی پاکستان ته تښتېدلی او د بلوچستان په ایالت کې اوسېږي.

د افغانستان کورنیو چارو وزارت ویاند عبدالمتین قانع وايي، داعش له څه باندې دوه کلونو راپدیخوا په افغانستان کې ځپل شوی او خپلې عملیاتي وړتیاوې یې له لاسه ورکړي او ګواښ پېښولی نشي.

ویل کیږي، چې داعش په افغانستان کې وروستی برید د کندهار ولایت د کابل بانک پر دفتر وکړ، چې ۳ کسان یې ووژل او ۱۲ نور ټپیان دي.

Continue Reading

تازه خبرونه

د رښتر پر کچه ۵ اعشاریه ۲ درجې زلزلې افغانستان ولړزاوه

Published

on

(Last Updated On: وری ۹, ۱۴۰۳)

د هند د زلزلې ملي مرکز څرګنده کړې، چې نن (پنجشنبه د وري نهمه) له غرمې وروسته د رښتر پر کچه ۵.۲ درجې زلزلې افغانستان ولړزاوه.

دا زلزله د ځمکې په ۷۰ کیلومټره ژوروالي کې رامنځته شوې او مرکز یې د بدخشان ولایت د اشکاشم ولسوالۍ شمال ختیځه غرنۍ سیمه ده.

دغه زلزله پر افغانستان سربېره په تاجکستان، ازبکستان او قرغزستان کې هم احساس شوې ده.

تر اوسه د دې پېښې د ځاني او مالي زیان په اړه څه ندي ویل شوي.

تېر اکټوبر په هرات ولايت کې د رښتر پر کچه شپږ اعشاريه څلور درجې زلزلې له دوه زره زيات کسان مړه او ډېر کلي ویجاړ کړل.

Continue Reading

تازه خبرونه

د بیات بنیاد د روژې مرسته د بلخ ولایت اړمنو ته ورسېده

Published

on

(Last Updated On: وری ۹, ۱۴۰۳)

بیات بنیاد د روژې د مرستو په لړ کې د بلخ ولایت لسګونه اړمنو کورنیو ته خوراکي توکي ووېشل.

د بیات بنیاد د روژې د مرستو په لړ کې دا ځل د بلخ ولایت لسګونه اړمنې کورنۍ تر پوښښ لاندې راغلې. په بلخ ولایت کې د بیات بنیاد استازی یافث ثاقب وایي؛ په دې مرسته کې اوړه، غوړي او وريجې شته، چې پر اړمنو کسانو وېشل شوې دي.

نوموړي زیاته کړې؛ د هېواد په بېلابېلو سیمو کې د بیات بنیاد د روژې د مرستو لړۍ روانه ده.

هغو کورنیو، چې دغه مرستې ترلاسه کړې د دې بنسټ له مرستو خوښ دي او له نورو مرستندویه بنسټونو هم غواړي، چې له اړو کسانو سره مرستې وکړي.

بیات بنیاد یو له هغو خیریه بنسټونو څخه دی، چې په تېرو ۲۰ کلونو کې یې پر اړمنو کورنیو د مرستو د وېش ترڅنګ یې د هېواد په بېلابېلو برخو کې رغنیزې پروژې هم پلې کړې دي.

Continue Reading

Trending

Copyright © 2022 Ariana News. All rights reserved!