Connect with us

تازه خبرونه

سوله په افغانستان کې د امریکا لومړیتوب دی- الیس ویلز

خپور شوی

د

(Last Updated On: لړم ۳, ۱۴۰۱)

د امریکا د بهرنیو چارو وزارت مرستیالې الیس ویلز د دغه هېواد کانګرس ته ویلي، د خبر اترو له لارې د افغان کړکیچ اوارول په سیمه کې د واشنګتن د تګلارې لومړیتوب دی.

د زلمي خلیلزاد او طالب استازیو د اووم پړاو خبرو په درشل کې د امریکا د بهرنیو چارو وزارت مرستیاله الیس ویلز ویلي، چې د سیاسي جوړجاړي له لارې د افغانستان د جګړې پای ته رسول نه یوازې مهم ټکی دی، بلکې د امریکا تر ټولو مهمه تګلاره او لومړیتوب هم دی.

د امریکا کانګرس او بهرنیو چارو وزارت په دې کار کوي، چې افغانستان بیا د نړۍ او په ځانګړي توګه د امریکا لپاره خطر جوړ نشي او دا هېواد ورو ورو په خپلو پښو ودریږي.

د بهرنیو چارو وزارت مرستیالې ټینګار کړی،  چې که د افغانستان جګړه ختمه شي یا امریکا له افغانستان وځي، بیا هم امریکا غواړي، چې له افغانستان سره ښې اړیکې ولري.

د دې په وینا؛ له افغانستان سره د امریکا ملکي مرستې او د بیارغونې کومکونه به بیا هم تر یوه حده دوام وکړي.

نوموړې زیاته کړې، چې له افغانستان سره د امریکا مرستې د سپین چک په معنا ندي، بلکې د هغې په خبره باید حساب او کتاب معلوم وي او افغان حکومت باید لازم سمونونه راولي.

نوموړې زیاته کړې؛ اوس د امریکا پام دې ته دی، چې څنګه په افغانستان کې جګړه ختمه شي او د سیاسي جوړجاړي یوه لار رامنځته شي.

اجرائیه ریاست بیا د افغانستان سولې په بهیر کې د سیمې هېوادونو رول ګټور بولي او تمه لري، چې د افغانستان د سولې په اړه کیدونکې ناستې د افغانانو خپلمنځي خبرو ته لار اواره کړي.

د اجرائیه رییس د ویاند مرستیال امید میثم وایي، چې زمونږ د نړیوالو همکارانو ټولې هڅې د افغانانو خپلمنځي  خبرو ته د  زمینې پر جوړولو راڅرخي او مونږ هیله من یو، چې د سولې د بهیر دغه پړاو ته ورسیږو.               

د زلمي خلیلزاد او طالب استازیو په اووم پړاو خبرو کې به د نړیوالو ځواکونو د وتلو پر څرنګوالي او دا چې افغانستان سیمې، نړۍ او امریکا ته خطر پېښ نکړي، اوربند او د افغانانو د خپلمنځي خبرو پر پیل خبرې وشي.

طالبانو ته نږدې سرچینو ویلي، د افغانانو خپلمنځي خبرې به تر هغو پایله ورنکړي، چې د بهرنیو ځواکونو د وتلو مهالوېش په ډاګه شوی نه وي.

سیاسي هڅاند وحید مژده وایي؛ تر هغې، چې د بهرنیو ځواکونو د وتلو ډاډ تر لاسه نشي؛ د خپلمنځي خبرو زمینه به هیڅکله هم رامنځته نشي                

د زلمي خلیلزاد او طالب استازیو اووم پړاو خبرې د جون میاشتې په وروستیو کې تر سره کیږي او تمه ده، چې په دې پړاو کې آلمان هم د افغانانو د خپلمنځي خبرو د پیل لپاره خپل رول څرګند کړي.

تازه خبرونه

ایران او پاکستان د افغانستان په اړه ګډه اعلامیه خپره کړه

Published

on

(Last Updated On: غویی ۵, ۱۴۰۳)

ایران او پاکستان په یوه ګډه اعلامیه کې د یو سوله‌ییز، متحد، خپلواک او له ترهګرۍ او نشه‌یي توکو قاچاق څخه د پاک افغانستان په اړه پخپلو ژمنو ټینګار څرګند کړی دی.

دواړو لوریو د ترهګریزو ډلو شتوالي ته په افغانستان کې نغوته کړې، چې سیمې او نړۍ ته امنیتي ګواښ دی؛ نو پر وړاندې یې پر مبارزه، همکارۍ او متحدې جبهې جوړولو ټینګار کړی دی.

دوی دغه راز د سیمې د امنیت او ثبات د ډاډمنولو لپاره د سیمه‌ییزې او نړیوالې همغږۍ د اړتیاوو پر اهمیت خبرې کړې دي.

دواړه لوري د افغانستان حاکمیت او ځمکنۍ بشپړتیا ته د احترام کولو تر څنګ څرګندوي؛ د دې هېواد ټولې خواوې باید په بنسټیزو پرېکړو کې ونډه ولري، چې په هېواد کې د سولې او ثبات لامل شي.

Continue Reading

تازه خبرونه

له ۱۰۰۰ ډېر افغان مهاجرین له پاکستان څخه جبري وایستل شول

Published

on

(Last Updated On: غویی ۵, ۱۴۰۳)

د مهاجرینو چارو وزارت ویلي، چې د غویي پر څلورمه د سپین بولدک له فرضي کرښې څخه ۱۰۰۱ افغان مهاجرین پر جبري بڼه خپل هېواد ته راستانه شول.

د کندهار سپین بولدک سرحدي آمریت د راپور له مخې؛ ۱۹۱ کورنۍ، چې ۹۹۸ کسان دي او درې کسان نور، چې له بنده ازاد شوي؛ په جبري توګه له پاکستان څخه هېواد ته راستانه شول.

د مهاجرینو چارو وزارت د څرګندونو له مخې؛ د مهاجرینو چارو له ریاست سره له نوم لیکنې وروسته د نورو مرستو لپاره د ملګرو ملتونو عالي کمېشنرۍ، د مهاجرت او د خوړو نړیوالې ټولنې دفترونو ته ور وپېژندل شول.

دغه راز له ۱۸ کلونو کم عمره دوه کسان، چې بندیان ول د مرستې لپاره OMPO موسسې ته ور پېژندل شوي.

ویل کیږي، چې له هرې کورنۍ سره د حکومت له لوري لس – لس زره افغانۍ نغدي مرسته هم شوې ده.

Continue Reading

تازه خبرونه

د ټرانسپورټ او هوايي چلند وزارت چارسمبالي د ازبکستان په شپږ اړخیزه غونډه کې ګډون وکړ

Published

on

(Last Updated On: غویی ۵, ۱۴۰۳)

د ټرانسپورټ او هوايي چلند وزارت چارسمبالي حميدالله اخوندزاده پرون (سې شنبه د غویی څلورمه) د يوه پلاوي پر مشرۍ ازبکستان ته سفر کړی او د دې هېواد پر کوبتوب یې د افغانستان، روسيې، بېلاروس، پاکستان، قزاقستان او ازبکستان هېوادونو ترمنځ په شپږ اړخيزه غونډه کې ګډون وکړ.

د افغانستان پلاوي په دې کتنه کې د نورو هېوادونو له استازیو سره د افغانستان، روسيې، بېلاروس، پاکستان، قزاقستان او ازبکستان هېوادونو ترمنځ د شپږ اړخيز دهليز له لارې د راکړې ورکړې د پراختيا په اړه خبرې وکړې.

د ټرانسپورټ او هوايي چلند وزارت ويلي، چې د دې غونډې په څنډه کې د دغه وزارت چارسمبالي د روسیې او بلاروس د ټرانسپورټ له مرستیالانو سره هم وکتل.

دغه راز د ټرانسپورت او هوايي چلند وزارت چارسمبالي د روسيې او بېلاروس د ټرانسپورټ وزارتونو له مرستيالانو سره د افغانستان او روسيې، افغانستان او بېلاروس ترمنځ د ټرانزيټي لارو د پراختيا او د ټرانسپورټي اسانتياوو د برابرولو په اړه خبرې وکړې.

ویل کیږي، چې د ټرانسپورټ او هوايي چلند وزارت چارسمبالي د افغانستان په چارو کې د ازبکستان د ولسمشر ځانګړي استازي او د ټرانسپورټ له وزیر سره دوه اړخیزې ناستې کړي او د دواړو هېوادونو ترمنځ یې د ټرانزیټ پر پراختیا بحث او خبرې کړې دي.

Continue Reading

Trending

Copyright © 2022 Ariana News. All rights reserved!