تازه خبرونه
سوله په افغانستان کې بې قید و شرط نده- اشرف غني
د افغانستان د سولې لپاره د امریکا د بهرنیو چارو وزارت د ځانګړي استازي زلمي خلیلزاد له لاس په کار کیدو سره د لنډمهالي حکومت د جوړښت ګنګوسو ولسمشر غني په ښکاره لږ څه اندېښمن کړی دی.
د افغانستان ولسمشر اشرف غني د پوځ د سوق او ادارې په مرکز کې، چې اجرايي ريیس عبدالله عبدالله او د کابینې وزیران هم حاضر ول؛ وویل، چې د سولې روان بهیر د داکتر نجیب الله د وقت د سولې له خبرو سره توپیر کوي.
ولسمشرغني وايي، چې نړیوال د شوروي اتحاد په وضعیت کې ندي، چې په افغانستان کې خپل لاسپوڅی کښینوي؛ ځکه، نو د ملي وحدت حکومت د بدلون یوازنۍ لار رڼې ټاکنې دي.
ولسمشر غني زیاتوي؛ نړیوال هم نه غواړي، چې په افغانستان کې لاسپوڅی نظام رامنځته کړي؛ ځکه دلته یوه ښکاره مشارکت د ګډو ګټو پر بنسټ رامنځته شوی او ملي وحدت حکومت به یوازې د ټاکنو له لارې د افغانستان د خلکو په اراده بدلیږي.
ولسمشر غني د سولې د روانو خبرو په اړه هم وايي: مونږ د سولې خبرې له شرط پرته غواړو، نه له شرط برته سوله. په دې اړه باید بشپړ وضاحت رامنځته شي؛ سوله شرط لري او خبرې بې شرطه دي.
په همدې حال کې ولسمشر غني د پوځ د اعلي سر قومندان په توګه پوځيانو ته امر وکړ، چې یرغلیز حالت غوره کړي.
ولسمشر غني وایي: د هېواد کوماندو ځواکونه باید د یو ځواکمن سوک په توګه د افغانستان دښمنان تل له وېرې او ډار سره مخ کړي او ځان له دفاعي حالته راوباسي.
هغه دا ډاډ هم څرګند کړی، چې مونږ د سولې د خبرو پر مهال د جګړې مدیریت ته الویت ورکړی او په باور یې که جګړه مدیریت نشي؛ د سولې بهیر ته زیان اړولی شي.
تازه خبرونه
راشد خان سفیر تجارتی افغان بیسیم شد
این شرکت در بیانیهای در صفحه فیس بوک خود گفته است که راشد خان «یک شخصیت جوان و برجسته کشور است که در زمینه کریکت و زندگی اجتماعی خویش خیلی عالی درخشیده است.»
راشد خان نیز در صفحه فیس بوک خود در باره تعیین اش بهحیث سفیر تجارتی افغان بیسیم ابراز خرسندی کرده است.
او از افغان بیسیم بهحیث یک شرکت عالی یاد کرده و گفته است که افغان بیسیم یک شرکت پیشتاز در عرصه مخابرات است.
تازه خبرونه
د اسلامي همکاریو ټولنې پلاوي د اروپايي ټولنې له استازې سره ولیدل
د اروپايي ټولنې او اسلامي همکاریو ټولنې استازو په افغانستان کې د بشري او تعلیمي وضعیت په اړه خبرې وکړې.
په افغانستان کې د اروپايي ټولنې چارسمبالې رافایلا یودیچه په کابل کې د اسلامي همکاریو ټولنې له ځانګړي استازي طارق علي بخیت او مل پلاوي سره وکتل.
میرمن یودیچه په ایکس پاڼه کې لیکلي، چې دوی د افغانستان پر بشري، اقتصادي او تعلیمي وضعیت خبرې کړې دي.
هغې زیاته کړې: بنسټیز ملاتړ اوس هم د خلکو لپاره اړین دی. د ښځو غږ باید په افغانستان کې د هر راز خبرو اترو او رغنده تعامل برخه وي.
له دې مخکې د اسلامي همکاریو ټولنې پلاوي د اسلامي امارت له چارواکو سره کتلي دي.
تازه خبرونه
په تېر یو کال کې د افغان ښځو حقونو وضعیت نور هم خراب شو- امریکا
د امریکا بهرنیو چارو وزارت د بشري حقونو په اړه په خپل کلني راپور کې څرګنده کړې، چې د افغان ښځو حقونو وضعیت په ۲۰۲۳ ز. کال کې د ښځو پر وړاندې د محدودیتونو د لګولو له کبله ډېر خراب شوی دی.
وژنې، فزیکي ناوړه ګټه اخیستنه، د زندان سخت شرایط، ناحقه توقیف او اختطاف، د بیان او رسنیو ازادي، د انټرنیټ کارولو او سیاسي مشارکت ازادیو بندیزونو لګولو په ګډون اداري فساد او پوځي څانګې ته د ماشومانو استخدام د بشري حقونو هغه موضوعګانې دي، چې په دې راپور کې ورته نغوته شوې ده.
په دې راپور کې راغلي، چې اسلامي امارت په رسمي ډول د جمهوري پېر په قوانینو کې بدلون ندی راوستی؛ خو داسې فرمانونه یې صادر کړي، چې د نړیوالو کنوانسیونونو له قوانینو او مکلفیتونو سره، چې افغانستان یې ژمنه کړي په ټکر کې دي.
د امریکا بهرنیو چارو وزیر انټوني بلینکن ویلي، چې په افغانستان کې د ښځو او نجونو لپاره کاري او تعلیمي فرصتونه محدود دي او د غیر اخلاقي کړنو پر تور د ښځو او نرینهوو په وهلو ټکولو کې زیاتوالی راغلی دی.
د اسلامي امارت ویاند ذبیح الله مجاهد له بشري حقونو څخه د سرغړونې په اړه د امریکا بهرنیو چارو وزارت د راپور په غبرګون کې ويلي، چې د افغانستان خلک ټول مسلمانان دي او حقوق یې د اسلامي شریعت له مخې تعریف شوي او ورکړ شوي دي. په امریکا او نورو لویدیځو هېوادونو کې تعریف شوي بشري حقونه او کلتور له افغانستان سره توپیر لري او لویدیځوال باید خپل کلتور پر نورو هېوادونو ونهتپي.
-
لوبی5 days ago
د افغانستان فوټسال ملي لوبډلې له ایران ماتې وخوړه
-
نړۍ2 days ago
د جاپان دوه پوځي چورلکې بحر ته وغورځېدې
-
تازه خبرونه2 days ago
د پاکستان سرحدونو وزیر د افغان کډوالو پر باعزته ستنېدا ټینګار وکړ
-
لوبی1 day ago
عینو مېنې، استقلال کابل او اټکانرژي فوټبال لوبډلې، خدیم افسي مات کړل
-
تازه خبرونه5 days ago
تېر ۲۰۲۳ کال د افغانستان د خلکو لپاره د سترو ننګونو کال و -راپور
-
تازه خبرونه2 days ago
چینایي سوداګر کابل ته د پنجشېر اوبو لیږدولو په پروژه کې پانګونې ته لیوالتیا لري
-
سیمه ییز خبرونه23 hours ago
د ایران ولسمشر پر درې ورځني سفر پاکستان ته ولاړ
-
تازه خبرونه6 hours ago
وروستیو سیلابونو په افغانستان کې ۱۵۰۰ کورنیو ته زیانونه رسولي