Connect with us

تازه خبرونه

جګړه د نړیوالو مرستندویانو په وړاندې خنډ دی- مدلین یو فارس

Ariana News

خپور شوی

 په

(Last Updated On: کب ۷, ۱۳۹۵)

Capture

د افغانستان لپاره د سویدن کمیتې رییس جګړه د نړیوالو مرستندویانو په وړاندې لوی خنډ ګڼي او   د جګړې د ودریدو غوښتنه لري.

د افغانستان لپاره د سویډن کمیته له شاوخوا دېرش کلونو راهیسې د بېوزلۍ، تاوتریخوالي او تعصب څخه د خلاص افغانستان تر شعار لاندې کار کوي. دغه کمیته پېنځه سیمه ییز او څلور ارتباطي دفترونه او پېنځه زره کارکونکي لري او د څه باندې دوه زره کلیو اوسیدونکي یې له مرستو  ګټه پورته کوي.

د دې کمیټې رییس له آریانا نیوز سره په ځانګړې مرکه کې ویلي، جګړو او ناامنيو د بشردوستانه بنسټونو پر فعالیتونو سیوری غړولی دی.

د افغانستان لپاره د سویدن کمیټې لوی رییس مدلین یوفارس وایي، هو! جګړې امنیتي ستونزې مونږ ته را منځته کړي دي او له بده مرغه پایله یې دا وه، چې مونږ ښوونځي او دغه راز روغتیایي مرکزونه وتړو؛ یو امبولانس مو په کمین کې تر موخې لاندې راغی، یو کارکوونکی مو وتښتول شو او د دوه ورځو لپاره بندي و. دا ټولې وړې پېښې نه دي او ټول زمونږ د یوه ښه ماموریت د تر سره کولو په وړاندې خنډ ګرځي.

دغه کمیته هر کال دېرش میلیون دالر لګوي، چې اړمنو کسانو ته پرې مرستې برابریږي.

د نوموړې په وینا؛ فکر کوم، چې لومړنی لومړیتوب د بېوزلۍ د کمولو په تړاو ښوونه او روزنه ده. زما مقصد دا دی، چې که تاسې زدکړه وکړئ؛ نو د دندې د تر لاسه کولو فرصت به ولرئ او د یوه مقام د تر لاسه کولو فرصت به هم درسره وي او کولی شئ، چې له یوې کورنۍ ملاتړ وکړئ او عواید ولرئ. دا لومړی کار دی او وروسته فني او حرفوي زدکړې او دغه راز معلولان کولی شي په ځانګړیو زدکړو تر مرستې لاندې راشي او هغوي کولی شي عزت لرونکې دنده نده او ژوند ولري.

دغه کمیټه همدا راز  بې ځایه شویو او کډوالو ته د مرستو خبره کوي او وایي، چې په راتلونکې کې به په دې برخه کې هم همکاري ولري.

د معلوماتو له مخې؛ د دې کمیتې تر چتر لاندې له اویا زره ډېر زدکوونکي زدکړې کوي او دوه میلیون کسان هم د دې کمیتې له روغتیایي خدمتونو ګټه اخلي.

دغه کمیته له شاوخوا دېرش کلونو را په دیخوا د  افغانستان په ۱۴ ولایتونو کې د روغتیا، ښوونې او روزنې او د کلیو د پراختیا او معلولانو ته د مرستې په برخه کې کار کوي.

خبریال: فهیم نوري

Continue Reading
Advertisement

تازه خبرونه

د ۴۰۰ طالب بندیانو د خوشې کولو فرمان لاسلیک کړ

Ariana News

خپور شوی

په

توسط

(Last Updated On: زمری ۲۱, ۱۳۹۹)

ولسمشر  اشرف غني په ولسمشرۍ ماڼۍ کې د دوشنبې پر ورځ د زمري ۲۰ ماښام مهال د سولې مشورتي لویې جرګې د پرېکړې له مخې د۴۰۰ طالب بندیانو خوشې کولو فرمان لاسلیک کړ.

د دغه فرمان د لاسلیک د مراسمو پر مهال د ولسمشر مرستیالانو، لوی درستیز، قاضي القضات، د سترې محکمې مشر، د ملي امنیت سلاکار، لوی درستيز، د چارو د ادارې عمومي مشر، د ولسمشرۍ د دفتر او د حکومت مرکچي پلاوي مشرانو حضور درلود.

ولسمشرۍ ماڼۍ په ډاګه کړې، چې ښاغلي غني د پوځي پرسونل په مجازاتو کې د تخفیف او بښنې فرمان هم لاسلیک کړی دی.

ولسمشر د افغانستان د اساسي قانون د ۶۴ مادې د ۱۸ فقرې حکم او په کابل کې د ۱۳۹۹ کال د زمري پر ۱۷ د جوړې شوې د سولې مشورتي لویې جرګې د غوښتنې پر بنسټ د هغو پوځي منسوبینو د مجازاتو تخفیف او بښنه منظور کړه، چې د محاکمو د قطعي او نهایي حکم پر اساس محکوم شوي دي.

د دې فرمان د لومړۍ مادې له مخې؛ د هغو نظامي منسوبینو د حبس مجازاتو پاتې موده، چې تر پېنځه کلونو پورې په بند محکوم شوي دي، د جزایي اجراآتو قانون د ۳۵۰ مادې او د ښځو پر وړاندې د تاوتریخوالي منع قانون د احکامو پر اساس، د هغوی د بند پاتې مودې ته له پام پرته، بښل شوي او له بند څخه دې خوشې شي.

د دې فرمان په دوه یمه ماده کې لیکل شوي، چې د دې فرمان د احکامو تطبیق د اشخاصو د حق العبدي دعوې د اقامې مخنیوی نکوي.

پرون، د سولې مشورتي لویې جرګې ولسمشر ته وړاندیز وکړ، چې ۴۰۰ طالب بندیان دې د هغو کسانوپه ګډون خوشې شي، چې په هېواد کې یې ان ستر خونړي بریدونه پلان کړي وه.

په دوحه کې د فبروري پر ۲۹ د امریکایانو او طالب استازیو ترمنځ د سولې رامنځته کولو یوه هوکړه وشوه، چې د طالب بندیانو خوشې کیدل د افغانانو ترمنځ د خپلمنځي خبرو اترو د پیل لپاره یو شرط دی.

طالبانو په وروستیو اوونیو کې څو ځله بشپر ټینګار کړی، چې دوی به د ۵۰۰۰  طالب بندیان له خوشې کیدو یوه اوونۍ وروسته له افغانانو سره خبرو ته راوړاندې شي.

حکومت ویلي، چې د افغانانو خپلمنځي خبرې به د راروانې اوونۍ د یکشنبې پر ورځ د قطر په دوحه کې ترسره شي.

ټاکل شوې، چې حکومتي  پلاوی د روانې اوونۍ د چارشنبه پر ورځ  له کابل څخه قطر ته روان شي.

Continue Reading

تازه خبرونه

نن د سولې دوشنبه ده ـ د امریکا سفارت چارسمبالی

Ariana News

خپور شوی

په

توسط

(Last Updated On: زمری ۲۱, ۱۳۹۹)

په کابل کې د امریکا د سفارت چارسمبالي راس ویلسن ویلي، چې نن د سولې دوشنبه ده.

نوموړي له ټولو هغو کسانو څخه مننه کړې، چې په تېرو پېنځه میاشتو کې یې د سولې په چارو کې هلې خلې کړې دي.

راس ویلسن زیاته کړې؛ هغه چا، چې په دې بهر کې ګډون کړی د هېواد او خلکو او د سولې په اړه یې خپل نیک نظر وړاندې کړی او د ښه نیت لپاره یې د افغانانو د روښانه راتلونکي لپاره ګامونه پورته کړي دي.

ویلسن په خپل ودیوي پیغام کې ویلي، چې د افغان مرکچي پلاوي لپاره یې د سولې د بهیر او د هغې د پایلو په اړه څرګندونې کړي.

ښاغلي ویلسن دوی ته په ډاګه کړې: امریکا پدې خبرو کې له دوه مهمو پایلو ملاتړ کوي؛ لومړی، امریکا له یو خپلواک، واحد او دیموکراتیک افغانستان څخه، چې له ګاونډ هېوادونو سره په سوله کې وي؛ ملاتړ کوي. دوه یم، د تېرو ۱۹ کلونو له سیاسي، اقتصادي او ټولنیزو لاسته راوړنو ساتنه کوي.

هغه ویلي، چې د امریکا سفارت به له ۲۰۰۱ کال راپدیخوا په افغانستان کې د رامنځته شويو پرمختګونو جزئیات خلکو ته وړاندې کړي.

هغه دا هم څرګنده کړې، چې امریکا له افغانستان سره په تلپاتي ګدون کې مرسته کوي او د راتلونکي لپاره به هم ځینې موخې په ډاګه کړي.

په هر حال هغه ټینګار کړی، چې د افغانستان خپلمنځي خبرې باید د افغانانو په واک او د افغانانو په مشرۍ وي. دا تاسې خپل کار دی، چې د خپل هېواد راتلونکی څرنګه ټاکئ

هغه ټولو افغانانو ته ډاډ ورکړ، چې امریکا به له افغانستان څخه ملاتړ کوي او له خلکو سره به وي.

دا په داسې حال کې ده، چې د یکشنبې پر ورځ د سولې مشورتي جرګې په یوه ډېر حساس وخت کې د افغان حکومت او وسلوالو طالبانو تر منځ د سولې خبرو اترو د پیلولو لپاره د ۴۰۰ طالب بندیانو د خوشې کولو مشروطه پرېکړه وکړه او ولسمشر اشرف غني یې د خوشې کیدو فرمان لاسلیک کړ.

حکومت په دې تمه دی، چې په راتلونکیو څو ورځو کې به خپلمنځي خبرې تر سره شي. د افغانستان ملي رادیو تلویزیون په ډاګه کړې، چې خپلمنځي خبرې به د اګست پر ۱۶ په دوحه کې تر سره شي.

Continue Reading

تازه خبرونه

نصرت حقپرست خپل امریکایي سیال مات کړ

Ariana News

خپور شوی

په

توسط

(Last Updated On: زمری ۱۹, ۱۳۹۹)

د افغانستان د آزادې هڅې لوبغاړي نصرت حقپرست خپل امریکايي سیال ته ماته ورکړه.

د یکشنبه پر سهار نصرت حقپرست، بریالی شو، چې د نړۍ د آزادو هڅو په تر ټولو لویه ټولنه (UFC) کې خپل امریکایي سیال الکس مونز له درې پړاویزې ماتې سره مخ کړي.

دا د آزادې مبارزې په سیالیو کې د نصرت حقپرست دولسمه یمه بریا ده.

نصرت حقپرست له سیربهادرزاده وروسته دوه یم افغان استازی دی، چې د افغانستان د رپی لاندې د نړۍ د آزادو هڅو په تر ټولو لویه ټولنه (UFC) کې لوبیږي.

Continue Reading

Trending