Connect with us

تازه خبرونه

سولې ته د افغانانو هیله مندي ډېره شوې- نظر پوښتنه

خپور شوی

د

(Last Updated On: لړم ۳, ۱۴۰۱)

آسیا فوندیشن تازه نظر پوښتنه ښیي، چې سولې ته د افغانانو هیله مندي د تېرکال په پرتله ډېره شوې؛ خو اقتصادي او امنیتي ستونزې اوس هم ځوروونکي خنډونه دي.

په افغانستان کې د جګړې له زور سره سره د آسیا فوندیشن له یوه تازه نظر پوښتنې په ډاګه شوې، چې د تېرکال په پرتله په روان کال کې د سولې راتګ ته د خلکو هیلې زیاتې شوې دي.

آسیا فوندیشن په څلور دېرش ولایتونو کې له شاوخوا اتلس زره کسانو سره مخامخ خبرې کړي او د سولې، اقتصاد، امنیت او نورو مسایلو په اړه یې ورسره خبرې کړې دي.

 په نظر پوښتنه کې زیاتره خلکو اقتصادي پیاوړتیا ته رای ورکړې او تمه ښیي، چې نوی حکومت به د خلکو د اقتصادي ستونزو پر اوارولو ټینګاروکړي.

په نظر پوښتنه کې په څلور دیرش ولایتونو کې له شا او خوا اتلسو زرو کسانو سره مرکې شوي دي.

په افغانستان کې د آسیا فوندیشن مشر عبدالله احمدزي څرګنده کړې، چې په دوه زره نولسم کال کې د پوښتل شویو کسانو شپږدېرش سلنې ویلي، چې افغانستان په ښه خوا روان دی. شپږ ویشت سلنې بیا ویلي، چې سولې ته هیله مند دي. په پوښتل شویو کې، چې ښځې او نرینه شامل دي، څلورشپېته په سلو کې باوري دي، چې سوله امکان لري او څلور دېرش په سلو کې بیا سوله ناشونې بولي.

د آسیا فوندیشن د ستراتیژیکو پروګرامونو رييس ویلي؛ له نظر پوښتنې په ډاګه شوې، چې په دوه زره نولسم کال کې د تېر کال پر پرتله د خلکو اقتصاد پنځوس په سلو کې خراب شوی دی. ناامني او د ټاکنو د پایلو ځنډیدل هغه څه ګڼل شوي، چې د خلکو پر ژوند یې ناوړه اغېزه کړې ده.

د آسیا فونديشن لخوا په دوه زره پېنځلسم کال کې هم ورته سروې تر سره شوې وه، چې له مخې یې اووه پنځوس په سلو کې پوښتل شویو کسانو له دیموکراسۍ ملاتړ ښودلی و؛ خو په تازه نظر پوښتنه کې بیا دغه فیصدي پېنځه شپېته ته لوړه شوې ده.

د آسیا فوندیشن په سروې کې دا هم راغلي، چې په دوه زره نولسم کال کې وسلوالو طالبانو د تېرو کلونو پر پرتله له رسنیو څخه د ځان په ګټه مناسبه ګټه پورته کړې ده.

تازه خبرونه

ایران او پاکستان د افغانستان په اړه ګډه اعلامیه خپره کړه

Published

on

(Last Updated On: غویی ۵, ۱۴۰۳)

ایران او پاکستان په یوه ګډه اعلامیه کې د یو سوله‌ییز، متحد، خپلواک او له ترهګرۍ او نشه‌یي توکو قاچاق څخه د پاک افغانستان په اړه پخپلو ژمنو ټینګار څرګند کړی دی.

دواړو لوریو د ترهګریزو ډلو شتوالي ته په افغانستان کې نغوته کړې، چې سیمې او نړۍ ته امنیتي ګواښ دی؛ نو پر وړاندې یې پر مبارزه، همکارۍ او متحدې جبهې جوړولو ټینګار کړی دی.

دوی دغه راز د سیمې د امنیت او ثبات د ډاډمنولو لپاره د سیمه‌ییزې او نړیوالې همغږۍ د اړتیاوو پر اهمیت خبرې کړې دي.

دواړه لوري د افغانستان حاکمیت او ځمکنۍ بشپړتیا ته د احترام کولو تر څنګ څرګندوي؛ د دې هېواد ټولې خواوې باید په بنسټیزو پرېکړو کې ونډه ولري، چې په هېواد کې د سولې او ثبات لامل شي.

Continue Reading

تازه خبرونه

له ۱۰۰۰ ډېر افغان مهاجرین له پاکستان څخه جبري وایستل شول

Published

on

(Last Updated On: غویی ۵, ۱۴۰۳)

د مهاجرینو چارو وزارت ویلي، چې د غویي پر څلورمه د سپین بولدک له فرضي کرښې څخه ۱۰۰۱ افغان مهاجرین پر جبري بڼه خپل هېواد ته راستانه شول.

د کندهار سپین بولدک سرحدي آمریت د راپور له مخې؛ ۱۹۱ کورنۍ، چې ۹۹۸ کسان دي او درې کسان نور، چې له بنده ازاد شوي؛ په جبري توګه له پاکستان څخه هېواد ته راستانه شول.

د مهاجرینو چارو وزارت د څرګندونو له مخې؛ د مهاجرینو چارو له ریاست سره له نوم لیکنې وروسته د نورو مرستو لپاره د ملګرو ملتونو عالي کمېشنرۍ، د مهاجرت او د خوړو نړیوالې ټولنې دفترونو ته ور وپېژندل شول.

دغه راز له ۱۸ کلونو کم عمره دوه کسان، چې بندیان ول د مرستې لپاره OMPO موسسې ته ور پېژندل شوي.

ویل کیږي، چې له هرې کورنۍ سره د حکومت له لوري لس – لس زره افغانۍ نغدي مرسته هم شوې ده.

Continue Reading

تازه خبرونه

د ټرانسپورټ او هوايي چلند وزارت چارسمبالي د ازبکستان په شپږ اړخیزه غونډه کې ګډون وکړ

Published

on

(Last Updated On: غویی ۵, ۱۴۰۳)

د ټرانسپورټ او هوايي چلند وزارت چارسمبالي حميدالله اخوندزاده پرون (سې شنبه د غویی څلورمه) د يوه پلاوي پر مشرۍ ازبکستان ته سفر کړی او د دې هېواد پر کوبتوب یې د افغانستان، روسيې، بېلاروس، پاکستان، قزاقستان او ازبکستان هېوادونو ترمنځ په شپږ اړخيزه غونډه کې ګډون وکړ.

د افغانستان پلاوي په دې کتنه کې د نورو هېوادونو له استازیو سره د افغانستان، روسيې، بېلاروس، پاکستان، قزاقستان او ازبکستان هېوادونو ترمنځ د شپږ اړخيز دهليز له لارې د راکړې ورکړې د پراختيا په اړه خبرې وکړې.

د ټرانسپورټ او هوايي چلند وزارت ويلي، چې د دې غونډې په څنډه کې د دغه وزارت چارسمبالي د روسیې او بلاروس د ټرانسپورټ له مرستیالانو سره هم وکتل.

دغه راز د ټرانسپورت او هوايي چلند وزارت چارسمبالي د روسيې او بېلاروس د ټرانسپورټ وزارتونو له مرستيالانو سره د افغانستان او روسيې، افغانستان او بېلاروس ترمنځ د ټرانزيټي لارو د پراختيا او د ټرانسپورټي اسانتياوو د برابرولو په اړه خبرې وکړې.

ویل کیږي، چې د ټرانسپورټ او هوايي چلند وزارت چارسمبالي د افغانستان په چارو کې د ازبکستان د ولسمشر ځانګړي استازي او د ټرانسپورټ له وزیر سره دوه اړخیزې ناستې کړي او د دواړو هېوادونو ترمنځ یې د ټرانزیټ پر پراختیا بحث او خبرې کړې دي.

Continue Reading

Trending

Copyright © 2022 Ariana News. All rights reserved!