تازه خبرونه

دوه ولایتونو ته د پایلو د اضافي فورمو پر لیږلو د مولانا عبدالله نیوکې

Published

on

(Last Updated On: )

د ټاکنو خپلواک کمیسیون یوه غړي مولانا عبدالله ویلي، چې د دې بنسټ د دارالانشا ریاست لخوا د رایو د بیا شمېرلو د پایلو اضافي فورمې دوه ولایتونو ته لیږل شوې دي.

ټاکنو خپلواک کمیسیون تر اوسه په شپږ ویشت ولایتونو کې د رایو بیا شمېرنه بشپړه کړې او یوازې په کندهار کې دا لړۍ پاتې ده.

د ټاکنو خپلواک کمیسیون غړی مولانا محمد عبدالله وایي، کندهار او کاپیسا ولایتونو ته د بیا شمېرل شویو رایو دوه سوه پنځه اویا اضافي فورمې لیږل شوې دي.

د نوموړي د څرګندونو له مخې؛ ۲۵۰ قورمې کندهار او ۲۵ نورې کاپیسا ولایت ته د ټاکنو کمیسیون د غړیو له تصویب پرته لیږل شوې دي.

مولانا محمد عبدالله زیاته کړې؛ دا کار د ټاکنو خپلواک کمیسیون د دارالانشا ریاست لخوا شوی او پرته  له دې، چې د کمیشنرانو هوکړه پرې وشي؛ لیږلي دي. دا ناقانونه عمل دی، چې باید په اړه یې پوښتنې او غوښتنې راپورته شي.

خو د ټاکنو خپلواک کمیسیون د دارالانشا رییس حبيب الرحمان ننګ دا ادعاوې ردوي او وایي، چې ولایتونو ته اضافي فورمې لیږل شوې نه دي او که کومه یوه لیږل شوي هم وي بېرته یې ګزارش راځي.

د ټاکنو خپلواک کمیسیون یوه بل غړي حنیف دانشیار د مولانا محمد عبدالله دا خبرې شخصي وبللې، رییسه او د کمیسیون نور غړي له ناستې ووتل.

د دوه میاشتو له تېرېدو سره اوس هم نده معلومه، چې ټاکنې چا ګټلي او ندي ویل شوي، چې لومړنۍ پایلې به کله اعلانیږي. ښایي دا د نړۍ تر ټولو پېچلې ټاکنې وي، چې د خلکو هر راز کار و بار په ځانګړي توګه اقتصادي چارې یې ډېرې اغېزمنې کړې دي.

Trending

Exit mobile version