Connect with us

تازه خبرونه

دوه کسانو د(غزنوي سلطان محمود) د زیارت ویجاړولو هڅه کړې

Avatar

خپور شوی

 په

(Last Updated On: چنګاښ ۲, ۱۳۹۸)

د غزني ولایت سیمه ییزو امنیتي چارواکو ویلي؛ دوه کسانو ته د خپل ماین په چاودنه کې مرګ و ژوبله اوښتې ده.

د غزني ولایت د امنیه قومندانۍ ویاند احمد خان سیرت څرګنده کړې؛ د یکشنبې پر سهار( د چنګاښ ۲) دوه کسانو غوښتل په غزني ښار کې دوه کړۍ ماینونه د(غزنوي سلطان محمود) په زیارت کې ښخ کړي، چې موخې ته له رسیدو مخکې د دوی یو ماین چاودنه کړې ده.

د نوموړي په وینا؛ د دغې پېښې په پایله کې د هغو یو کس وژل شوی او یو بل ټپي دی.

ښاغلی سیرت د دغې پېښې پړه پر وسلوالو طالبانو اچولې ده.

طالبانو تر دې دمه د دغې پېښې په اړه څه ندي ویلي.

د نوموړي د څرګندونو له مخې؛ پاتې ماین ته د پولیسو لخوا په اړوند سیمه کې چاودنه ورکړ شوې ده.

د غزني د ولایتي شورا غړی حسن رضا یوسفي ویلي، چې که وضعیت همداسې دوام وکړي؛ نو ښایي ډېر مهم زیارتونه او تاریخي آبدات له منځه ولاړشي.

د نوموړي د څرګندونو له مخې؛ د لرغونو ځایونو د ساتنې قطعه باید ژر په دغه ولایت کې جوړه شي.

دا په غزني کې دوه یم زیارت دی، چې په روان کال کې د ناپېژاندو وسلوالو تربرید لاندې راځي. لدې مخکې د شمس العارفین زیارت نړول شوی دی.

تازه خبرونه

فیسبوک د حکومتونو ترڅارنې لاندې رسنۍ په نښه کوي

Avatar

خپور شوی

په

توسط

(Last Updated On: غبرګولى ۱۶, ۱۳۹۹)

د فیسبوک نړیوالې شبکې په ډاګه کړې، چې د حکومتونو تر څارنې لاندې ټولو رسنیزو شبکو ته ځانګړې نښې جوړوي.

فیسبوک ټولنیز شرکت غواړي یو شمېر رسنیزې پاڼې لکه د روسیې سپوتنیک، د ایران پریس ټي وي او د چین سیهنووا خبري آژانس د منفی او دولتي تبلیغاتو د مخنیوي لپاره ځانګړې نښې وکاروي.

له دې کاره موخه د خلکو پوهول ښودل شوي، چې دا رسنۍ نا دولتي ندي، بلکې د دولت لخوا څارل کیږي.

فیسبوک تېره ورځ  په یوه اعلامیه کې په ډاګه کړې، چې په سږني دوبي کې به د امریکا له ولسمشریزو ټاکنو مخکې د دغو رسنیو ټولې خبرتیاوي او تبلیغات دلته بند شي.

فیسبوک څرګندوې: مونږ دغو خپرونکیو ته د روڼتیا زمینه برابروو؛ ځکه، چې دوی د رسنیو له لارې دولتي ستراتیزیکې موخې پالي او مونږ باید خلک او اوریدونکي وپوهوو، چې څه اوري او ګوري له دولتي اغېزه برخمن دي.

دې بنسټ دا هم په داګه کړې، چې ناپېیلې او نادولتي رسنۍ به په نښه نشي.

فیسبوک په بشپړ ټینګار څرګنده کړې، چې د امریکا په ولسمشریزوټاکنو کې د بهرنيو لاسوهنو د مخنیوي لپاره  یې دا پرېکړه کړې ده.

فیسبوک شرکت په دې وروستیو کې د خپلو کارکوونکیو له نیوکو سره مخ شوی، چې ولې یې د ټول هېواد په کچه د روان تاوتریخوالي په اړه د ولسمشر ډونالډ ټرمپ د ګواښونو مخنیوی ندی کړی.

Continue Reading

تازه خبرونه

د  دیني عالم ډاکټر ایاز نیازي مړی پر ځانګړیو مراسمو خاورو ته وسپارل شو

Avatar

خپور شوی

په

توسط

(Last Updated On: غبرګولى ۱۵, ۱۳۹۹)

د  افغانستان د وتلي دیني عالم ډاکټر ایاز نیازي مړی نن پر ځانګړیو مراسمو د وزیر محمد اکبرخان لوی جومات په انګړ کې، چې خطیب یې هم و؛ خاورو ته وسپارل شو.

 ایاز نیازی وړم ماښام په وزیر محمد اکبر خان جامع جومات کې دننه په یوه چاودنه کې لومړی سخت ټپي او بیا یې په روغتون کې ساه ورکړه.

هو! هغه رسا غږ، نور د تل لپاره دغلته تر خاورو لاندې شو.

ایاز نیازی، چې د مصر په الازهر کې یې  دوه ماسترۍ او یوه ډاکټري تر لاسه کړې وې؛ نه یوازې یې په تلویزیوني بحثونو کې دیني لارښوونې کولې، بلکې د مرګ تر ګړۍ یې له ولسونه خبله پوه نه ده سپمولې.

د ارشاد، حج او اوقاقو وزارت چارسمبالی عبدالحکیم منیب دا پېښه د نورو دیني عالمانو لپاره د عطف ټکی بولي او وایي؛ دا پېښه په هر اړخیز ډول څېړل کیږي او د حقیقت موندنې د پلاوي مشري به هم زه پخپله کوم.

طالبانو دا پېښه غندلې او  لوی جنایت یې بولي.

د ولسمشر لومړي مرستیال امرالله صالح تازه پخپلې فیسبوک پاڼې څرګنده کړې، چې طالبان نشي کولی په لنډو جملو کې له دا راز پېښو ځان سپین ثابت کړي.

نوموړي زیاته کړې؛ زیاتره هغه عالمان په افغانستان کې پر نښه کیږي، چې له پاکستان پرته نورو هېوادونو کې یې زدکړې کړې وي.

Continue Reading

تازه خبرونه

د روغتونونو ټيټ کیفیت د روغتیایې ننګونو د ډېریدو علت دی

Avatar

خپور شوی

په

توسط

(Last Updated On: غبرګولى ۱۵, ۱۳۹۹)

 د هېواد روغتونونه  د ټیټ کیفیت پر لرلو ندي توانیدلي، چې خلکو ته پوره روغتیایي خدمتونه وړاندې کړي.

د عامې روغتیا وزارت چارسمبالی

احمد جواد عثماني، چې ولسمشر نوی وګومارلو څرګندوي؛ د روغتونونو ټيټ کیفیت  سبب شو، چې پر کرونا د اخته کسانو درملنه او خوریدنه ننګوونکې شي او دا ویروس هم سم مدیریت نشي.

دا  په داسې حال کې ده، چې اووه سوه اووه اتیا نورې مثبتې پېښې په هېواد کې ثبت شوي او ټول شمېر یې له اتلس زره حخه واوښت.

د عامې روغتیا وزارت د ویاند مرستیال توحید الله شکوهمند ټینګار کوي، چې ۱۲۹۶ بېلګې مو په تېرو ۲۴ ګړیو کې کتلي، چې ۷۸۷ یې مثبتې دي.

په همدې حال کې د عامې روغتیا وزارت د کرونا وېیوس چټکه وده د اندېښنې وړ بولي او خبرداری ورکوي که خلک خپل مسوولیتونه په سم ډول ادا نکړي؛ حالت به له کنتروله ووځي.

Continue Reading

Trending