تازه خبرونه
خلک دې د کرونا ویروس د مخنیوي لپاره په نوروز جشن کې ګډون نکوي ـ روغتیا وزیر

د عامې روغتیا وزارت له خلکو غوښتي، چې د کرونا ویروس د مخنیوي لپاره دې د نوروز جشن په ځانګړیو مراسمو کې له ګډون ډډه وکړي.
د افغانستان خلک د نوروز نمانځنې ته ځانګړي مراسم جوړوي؛ زیاتره نوروزي پروګرامونه یې ډله ییز وي، مزارشریف ښار ته له نورو ولایتونو او حتا د سیمې او نړۍ له هېوادونو خلک ورځي او د روضې په انګر کې د جنډې پورته کولو مراسم له نږدې ګوري.
د عامې روغتیا وزیر فیروزالدین فیروز ویلي؛ د کرونا یو اتیا شکمنې پېښې او له ایرانه د پنځوس زره افغانانو بېرته را ستنیدنې د اندېښنې وړ دي.
نوموړی وایي: د نوروز نمانځنې لپاره زمونږ دریځ دادی، چې هېواد وال خپلې لیدنې کتنې او تګ راتګ لږ کړي؛ راټولیدنې او ناستې تر سره نکړي. غوره داده، چې د نوروز په نمانځنه کې ګډون ونکړي؛ ځکه له دې سره به ځان، کورنۍ او ټولنه د کرونا له ویروس نه یوازې خوندي کړي، بلکې د خپریدو منخیوی به یې هم وشي. مونږ وایو، چې په کې له ګډون کولو ډده وکړئ.
په افغانستان کې تر اوسه د کرونا ویروس لسګونه شکمنې پېښې څېړل شوي؛ خو تر اوسه یوه مثبته پېښه په لویدیځ ولایت هرات کې ثبت شوې، چې په دې وایروس ککړ کس له ایران څخه هرات ته راغلی و.
د ملي امنیت شورا ویاند جاوید فیصل ویلي؛ په دې وروستیو کې افغان دولت د کرونا ویروس د مخنیوي لپاره پرېکړه کړې، چې په هرات ولایت کې به ښوونځي او پوهنتونونه هم د زدکوونکیو او محصلانو پر مخ بند وي.
ولسمشر غني د کابینې نننۍ ناستې ته له ایران څخه د افغان کډوالو پر شړلو اندېښنه وښوده او څرګنده یې کړه، چې دغه ستونزه پاملرنه غواړي.
هغه له مسوولینو یې وغوښتل، چې د هېواد په لویدیځو پولو کې امکانات ډېر کړي.
د عامې روغتیا وزارت د څرګندونو له مخې؛ تر دې مهاله د افغانستان په هرات، هلمند، فراه، غور، بغلان، بلخ، فاریاب، غزني، لوګر او کابل کې یواتیا شکمنې پېښې آزمویل شوي، چې له یوه کس پرته د ټولو پایله منفي وه.
د عامې روغتیا وزیر فیروزالدین فیروز دا هم په ډاګه کړې، چې د کرونا هره معاینه ورته ۱۶ سوه دالره پریوځي.
تازه خبرونه
اسلامي امارت د ثور اتمه د مجاهدینو د بریا او د کمونستانو د ماتې کلیزه ونمانځله
که څه هم په دې مراسمو کې د مجاهدینو له لاسته راوړنو ستاینه وشوه؛ خو کورنۍ جګړې وغندل شوې.

مجاهدينو ۳۳ کاله مخکې د پخواني شوروي تر ملاتړ لاندې حکومت راوپرځاوه؛ خو د اسلامي امارت د چارواکو د څرګندونو له مخې، په هېواد کې واک ته د ځينو مشرانو لېولتیا د کورنيو جګړو لامل شوه او اسلامي نظام رامنځته نشو.
که څه هم په دې مراسمو کې د مجاهدینو له لاسته راوړنو ستاینه وشوه؛ خو کورنۍ جګړې وغندل شوې.
د وسلوال پوځ لوی درستیز فصیح الدین فطرت وايي؛ د یو شمېر جهادي مشرانو واک او تسلط د دې لامل شو، چې هېواد په کورنۍ جګړه کې ښکېل او د اسلامي نظام د جوړېدو مخه ونیول شي.
لوې درتسیز وايي، که څوک د افغانستان د بیا اشغال فکر وکړي؛ نو افغان ولس به زر کاله نور هم جګړه وکړي، چې د چا مستعمره نشي.
فصیح الدین فطرت همدا راز زیاته کړې؛ که څوک له هېواده د تښتېدلو کسانو پر کارولو د افغانستان د اشغال په فکر کې وي؛ نو افغان ولس د نورو زر کلونو لپاره د استعمار پر وړاندې مبارزې ته چمتو دی.
د سرحدونو، قومونو او قبایلو وزارت چارسمبالي(سرپرست) نورالله نوری ويلي؛ افغانستان به ډېر ژر په سیاسي، اقتصادي او امنیتي برخو کې له نورو هېوادونو سره برابر شي.
دغه راز د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت چارسمبالي خیرالله خیرخواه د اسلامي امارت له مسوولینو غوښتي، چې له واکغوښتنې تېر شي؛ ځکه د زیات نفوذ هڅه د خلکو ترمنځ د نفاق لامل کیږي.
ویل کیږي، چې د تېرو څلور لسيزو ناورین، چې له کبله يې ميليونونه خلک کډوال شوي او نن په هېوادونو او په ځانګړي توګه ایران او پاکستان کې له سختو شرايطو سره مخ دي. د وسلوال ځواک لوى درستيز د دغو کډوالو پر باعزته راستنېدو ټينګار کوي او وایي، چې د کډوالو سپکاوى ورته د زغم وړ ندى.
تازه خبرونه
د قطر لومړي وزیر له امیر خان متقي سره وکتل
د خلیج ټایمز ورځپاڼې د راپور له مخې، د غونډې په جریان کې دواړو خواوو د افغانستان وروستي سیاسي او بشري بدلونونه وڅېړل او د افغانانو د ملاتړ لپاره د دوه اړخیزو همکاریو د زیاتوالي پر اړتیا یې ټینګار څرګند کړ.

د قطر لومړي وزیر او د بهرنیو چارو وزیر شیخ محمد بن عبدالرحمن بن جاسم آل ثاني د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت له چارسمبالي(سرپرست) امیر خان متقي سره، چې پرون (یکشنبه د غویی اوومه) د قطر پر بلنه یې دغه هېواد ته سفر کړی؛ وکتل او پر دوه اړخیزو همکاریو ټینګار وشو.
د خلیج ټایمز ورځپاڼې د راپور له مخې، د غونډې په جریان کې دواړو خواوو د افغانستان وروستي سیاسي او بشري بدلونونه وڅېړل او د افغانانو د ملاتړ لپاره د دوه اړخیزو همکاریو د زیاتوالي پر اړتیا یې ټینګار څرګند کړ.
په دې غونډه کې شیخ محمد بن عبدالرحمن آل ثاني د قطر حکومت د افغانانو د ټولو برخو لپاره پر دوامداره او هر اړخیز ملاتړ ټینګار وکړ، چې د افغانانو لپاره امنیت، ثبات، سوکالي او باعزته ژوند ډاډمن کړي.
د افغانستان بهرنیو چارو وزارت ویلي، چې امیر خان متقي د افغانستان او نړیوالې ټولنې ترمنځ د اړیکو په پراختیا کې د قطر رول د ستاینې وړ وباله او څرګندوي، چې د دواړو هېوادونو ترمنځ د دیپلوماټیکو اړیکو د کچې له لوړېدو سره به دوه اړخیزې اړیکې نورې هم پیاوړې شي.
ویل کیږي، چې د هېواد بهرنیو چارو وزارت چارسمبالي وړاندیز کړی، چې قطر په افغانستان کې په پراختیايي او سوداګریزو فرصتونو کې پانګونه وکړي او د دوه اړخیزې سوداګرۍ د کچې د لوړولو پر لارو چارو کار وکړي.
تازه خبرونه
د افغانستان لرې پرتو سیمو ته د ډبلیوافپي هوايي مرستې د خنډېدو په حال کې دي
دې بنسټ پرون (یکشنبه د غویی اوومه) په ایکس پاڼه کې لیکلي، چې د افغانستان لرې پرتو سیمو ته د مرستو رسولو لپاره د الوتکو کارولو ته د اړتیا وړ بودجه نلري.

د خوړو نړیوال پروګرام (WFP) د افغانستان لرې پرتو سیمو ته د الوتنو پر مټ د مرستو رسولو د ځنډېدو له احتمال خبر ورکړی دی.
دې بنسټ پرون (یکشنبه د غویی اوومه) په ایکس پاڼه کې لیکلي، چې د افغانستان لرې پرتو سیمو ته د مرستو رسولو لپاره د الوتکو کارولو ته د اړتیا وړ بودجه نلري.
د دې بنسټ د څرګندونو له مخې؛ په ۲۰۲۵ کال کې د مرستو رسولو د الوتنو لپاره نږدې ۱۰ میلیون ډالرو بېړنۍ بدجې ته اړتیا ده.
تېره اوونۍ د خوړو نړیوال پروګرام اعلان کړی و، چې د روان کال تر پایه پورې هېواد ته د راستنېدونکو افغان کډوالو د ملاتړ لپاره ۲۵ میلیون ډالرو بېړنۍ مرستې ته اړتیا لري.
ډبلیوافپي افغانستان ته د امریکا د بشري مرستو له ځنډولو وروسته د بدجې له کمښت څخه شکایت کوي.
-
سوداگري4 days ago
د پاکستان او ازبکستان استازو پر افغان – ټرانس پروژې خبرې وکړې
-
سوداگري2 days ago
د کرنې مرستیال وزیر په یوه نندارتون کې د ګډون لپاره ایران ته روان شو
-
تازه خبرونه4 days ago
افغان بېسیم د ننګرهار په کوزکوڼر ولسوالۍ کې یو نوی سایټ فعال کړ
-
تازه خبرونه4 days ago
طارق علي بخیت د افغانستان په اړه له جاپاني چارواکو سره وکتل
-
ساینس او ټیکنالوژي5 days ago
چین او روسیه ممکن په سپوږمۍ کې د اټومي انرژۍ بټۍ جوړه کړي
-
سوداگري1 day ago
يو افغان سوداګر د پنجشېر د اوسپنې کان پر کیندنه ۱۲ میلیون ډالر پانګونه کوي
-
تازه خبرونه1 day ago
د غبرګولي پر اوومه د ۱۴۰۴ کال د کانکور ازموینه اخیستل کیږي
-
تازه خبرونه11 hours ago
ایران او افغانستان په ملک پوله کې بندیان تبادله کړل