تازه خبرونه
بیات بنیاد په کندهار ښار کې پر سلګونه اړو کورنيو د خوراکي توکي د وېش لړۍ پیل کړه

په کندهار کي د کرونا ويروس له پراختيا وروسته دغه ولايت د ولسمشر په امر قرنطين شو او د خلکو پر ګرځيدو بنديز ولګيد.
دغه لړۍ د دې لامل شوه، چي د ډېرو خلکو کار و بار په ټپه ودريږي او له اقتصادي ستونزو سره مخ شي.
په کندهار کي د بيات خيريه بنسټ مشر احمد پوپل ویلي؛ بيات خيريه بنسټ، چي په هېوا د کې لومړنی خيريه هم بنسټ دى په دې لړ کي يې خپل لومړني خوراکي توکي او مرستې د کندهار اړمنو خلکو ته را ورسولې او د وېش لړۍ يې را پيل کړه .
د کندهار ښار د قرنظين له غزیدو سره هره ورځ د اړمنو خلکو شمېر مخ پر زياتيدو دى.
په دې ولايت کي اړمنې کورنۍ وايي؛ په داسي بد اقتصادي حالت کي اړيتا ده، چي د بيات خيريه بنسټ په شان نورې ادارې هم خپلي مرستي ورته ورسوي.
د بيات خيريه بنسټ په هېواد کي لومړنی بنسټ دى، چي په افغانستان کي د يوې نيمي لسيزي را پدیخوا له سيلاب ځپلیو سره د مرستو په ګډون د ښونځيو، د روغتونونو او کلينيکونو، جوماتونو او لارو جوړولو په برخه کې د ډاډ وړ کارونه تر سره کړي دي.
د يادوني ده، چي همدا اوس هم د بيات د خيريه بنسټ له لوري په کندهار او د هېواد په بېلا بېلو ښارونو کي د کرونا د مخنيوي په موخه عفونی ضد درمل هم شیندل کیږي.