تازه خبرونه
بیات بنیاد په هرات کې پر اړو خلکو غذایي توکي ووېشل

د بیات بنیاد مسوولینو ویلي؛ په هرات کې د بیات بنیاد د خوراکي توکو ټولګې هغو کسانو ته ووېشل شوې، چې په قرنطین کې خپل وخت تېروی او له اقتصادي ستونزو سره مخ دي.
په هرات کې د کرونا ویروس له خپریدو وروسته د ولسمشر په لارښوونه دا ولایت قرنطین او په ګرځیدو بندیز ولګید. د دغه بهیر دوام د دې لامل شو، چې ډېر کسان کارونه له لاسه ورکړي او له اقتصادي ستونزو سره مخ شي.
په هرات ولایت کې د بیات بنیاد استازي زرین سلطاني ویلي؛ د کرونا ویروس له خپرید وروسته دا لومړنی خیریه بنسټ دی، چې د هرات اړو خلکو ته یې خپلې مرستې ووېشلې.
د هرات له قرنطین کیدو سره سم هره ورځ د اړو خلکو شمېر لوړیږي.
د هرات مرستیالې مونسه حسن زاده د بیات بنیاد مرستې وستایلې او له نورو خلکو یې هم وغوښتل، چې له اړو خلکو سره بېړنۍ مرستې وکړي.
د مرستې ترلاسه کوونکيو ویلي، که ورته پاملرنه ونشي له ګڼو ستونزو سره به مخ شي.
د بیات بنیاد چارواکو په ډاګه کړې، چې دغه بشري مرستې د کرونا ویروس له کبله راټولې شوي او د هېواد له ټولو زیانمنو ولایتونو سره به یې د وېش لړۍ روانه وي.
بیات بنیاد په افغانستان کې د یوه خیریه بنسټ په توګه له یوې نیمې لسیزې را په دیخوا په بېلابېلو برخو کې له اړو خلکو سره مرسته کوي. دې بنسټ پر بشري مرستو سربېره د ښوونځیو، روغتونو او روغتیایي مرکزونو، جوماتونو او لارو په جوړولو کې هم مرسته کړې ده. بیات بنیاد همدا اوس په کابل کې له اړو خلکو سره د مرستې ترڅنګ د ښار د ضد عفوني کولو چارې هم روانې ساتلې دي.