تازه خبرونه
سید حفیظ الله هاشمي د ټاکنو خپلواک کمیسیون نوی غړیتوب خپل کړ

د اجرائیه ریاست د رسنیو سلاکار وايي، له اول الرحمن ردوال او عبدالقادر ځاځي څخه ولسمشر او اجرائیه رییس ته سید حفیظ الله هاشمي وړ وبرېښده او د ټاکنو خپلواک کمیسیون نوی غړیتوب یې خپل کړ.
د اجرائیه ریاست د رسنیو سلاکار فریدون خوځون د شنبې پر ورځ( د مرغومي ۲۳) وویل، د ولسمشر غني او اجرائیه رییس له هوکړې سره سم سید حفیظ الله هاشمي د ټاکنو خپلواک کمیسیون د نوي کمیشنر په توګه غوره او ټاکل شو.
ښاغلي فریدون خوځون زیاته کړې، چې حکومت د ښاغلي هاشمي کاري تجربې او وړتیاوو ته په کتو نوموړی د ټاکنو خپلواک کمیسیون نوی غړی ټاکلی دی.
د ټاکنو خپلواک کمیسیون د غړيتوب لپاره د نږدې ۶۰ کسانو له ډلې ۱۷ کسانو ته نمرې ورکړشوې، چې نهه ترې غوره شول.
له نهه کسانو څخه له لیکنۍ او ګړنۍ آزموينې وروسته درې یاد کسان بریالي اعلان شول.
سید حفیظ الله هاشمي د سید عبدالحق زوی، د لغمان په الیشنګ ولسوالۍ کې زېږېدلی، چې تر دې وړاندې د مشرانو جرګې د دارالانشاء رییس هم پاتې شوی دی.
د ولسمشر د ویاند د دفتر سرپرست شاه حسین مرتضوي ویلي، چې د ټاکنو خپلواک کمېسیون ته نوی پېژندل شوي غړی به ډېر ژر د ولسمشر د حکم له مخې نوموړي کمېسیون ته وروپېژندل شي.
ټاکل شوې د راتلونکي لمریز کال په چنګاښ میاشت کې پارلماني او ولسواليو شوراګانو ټاکنې ترسره شي.
تازه خبرونه
په کابل کې له دوه بېلابېلوچاودنو ۲ پولیس وژل شوي او ۴ نور ټپیان دي

په کابل ښار کې د چارشنبې پر سهار د پولیسو پر دوه رنجر موټرو دوه بېلابېلې چاودنې رامنځته شوي؛ دوه ملي پولیس وژل شوي او څلور نور ټپیان دي.
د پولیسو د څرګندونو له مخې؛ لومړۍ چاودنه نن سهار شاوخوا ۸:۰۴ د کابل ښار د ۱۵ ناحیې د دسپېچري په سیمه کې د ملي پولیسو پر یو رینجر موټر رامنځته شوې ده.
پولیس وایي، چی دوه پولیس لږ څه ټپیان شوي دي.
دوه یمه چاودنه ۹:۳۲ د ښار د ۱۲ ناحیې د سلیم کاروان په سیمه کې د پولیسو پر رینجر رامنځته شوې، چې په کې لږ تر لږه دوه پولیس وژل شوي او دوه نور ټپیان دي.
تر دې دمه هیچا د دغو چاودنو مسوولیت پر غاړه ندی اخیستی.
تازه خبرونه
د ایټالیا دفاع وزیر او اشرف غني په کابل کې پر امنیت او دوه اړخیزو اړیکو خبرې کړي

د ایټالیا دفاع وزیر لورنزو ګویرین تېره ورځ کابل ته راغی او له ولسمشر اشرف غني، د ملي پخلاینې عالی شورا له مشرعبدالله عبدالله او د ملي امنیت سلاکار حمد الله محب سره یې ولیدل.
له افغان مشرانو سره په لیدنه کې د سولې پر بهیر، دوه اړخیزو اړیکو او په افغانستان کې د دې هېواد پر پوځي شتون خبرې اترې تر سره شوې.
ارګ په ډاګه کړې، چې په دې کتنه کې دواړو لوریو د تاوتریخوالي پر زیاتوالي او هدفمندو ترورونو اندېښنه وښوده او د تاوتریخوالي د سملاسي پای ته رسېدو غوښتونکي شول.
نوموړي د تروریزم پر وړاندې د افغان امنیتي او دفاعي ځواکونو سرښندنه او میړانه وستایله او په ډاګه یې کړه، چې ایټالیا د سوله ییز، متحد او ډیموکراټیک افغانستان ملاتړ کوي.
لورنزو ګویرین زیاته کړې؛ له افغانستان سره په بېلابېلو برخو کې د ایټالیا مرستې او د پرېکنده ملاتړ ماموریت په چوکاټ کې د دغه هېواد د ځواکونو حضور، پخپل ځای دی.
د ارګ د څرګندونوله مخې: ولسمشر غني د ایټالیا دفاع وزیر ته د ښه راغلاست تر څنګ د یاد هېواد له اصولي دریځه مننه وکړه او څرکندويو چې افغانان او نړۍ په یو غږ د تاوتریخوالي د بندېدو غوښتونکي دي او طالبان باید دا وپوهیږي، چې د تاوتریخوالي پر دېرولو به یې افغانان او نړۍ پر ضد نور هم یو موټی شي.
د یادونې ده، چې په دې کتنه کې اشرف غني د افغانستان د انکشافي او اقتصادي برنامو په ځانګړي توګه خواف-هرات اوسپنیزه کرښې پروژې د څلورمې برخې له تمویل څخه د ایټالیا د ملاتړ او د پرېکنده ملاتړ ماموریت په چوکاټ کې د دغه هېواد له مرستو مننه وکړه.
تازه خبرونه
ولسمشر غني او بابېل ګیتس په افغانستان کې پر پولیو وغږېدل

افغان ولسمشر اشرف غني د مایکروسافت شرکت او د بیل او ملینډا ګېټس له بنسټوال سره د ویډیویي کنفرانس له لارې په افغانستان کې د پولیو یا د ماشومانو له ګوزن سره پر مبارزه خبرې وکړې.
د ارګ په خبرپاڼه کې راغلي؛ دواړو لوریو اندېښنه څرګنده کړې، چې تېر میلادي کال په افغانستان کې د پولیو مثبتې پېښې څو برابره وې؛ ځکه طالبانو تر خپلې څارنې لاندې سیمو کې د پولیو واکسین کارکوونکیو ته اجازه نه ورکوله.
په دې ویډیویي کنفرانس کې د پولیو واکسین د پلي کېدو په بهیر کې د اصلاحاتو پر رامنځته کولو او د امکاناتو پر زیاتوالي هم هر اړخیز بحث او خبرې شوې دي.
دا په داسې حال کې ده، چې د عامې روغتیا وزارت څو ورځې مخکې ویلي وه، چې د طالبانو د مخالفت له کبله په یو شمېر ولایتونو کې له درې نیم میلیون ډېر ماشومان د ګوزڼ پر ضد له واکسین پاتې شوي دي.
د روغتیا وزارت څرګندوي، چې طالبانو د دوی په تر کنټرول لاندې سیمو کې د کور پر کور د واکسین کمپاین بند کړی او په تېرو درې کلونو کې دغه مخالفت له ۳ سلنې څخه ۱۰ سلنې ډېر شوی دی.
د دغه وزارت د ګوز ڼ ناروغۍ د له منځه وړلو پروګرام مشر میرجان راسخ ویلي، چې که څه هم طالبانو د واکسین په پلي کولو کې د همکارۍ ژمنه کړې وه؛ خو د تمې خلاف دوی د دې بهیر د پلي کیدو مخه نیولې.
نوموړي زیاته کړې: په پکتیا او میدان وردګ ولایتونو کې هم ماشومانو د ګوزڼ له واکسینه پاتې دي.
تېره اوونۍ ، په افغانستان کې د ګوزڼ واکسین کمپاین پیل شوی؛ خو طالبانو نه یوازې د دغه بهیر په پلي کولو کې پاتې راغلي، بلکې په میدان وردګ، غزني، هلمند، کندهار، کندوز، تخار، پکتیکا او پکتیا ولایتونو کې هم د کور پر کور له کمپاین سره مخالفت کړی دی.
-
تازه خبرونه 3 ورځې مخکې
چین او تاجکستان له افغانستان سره په پوله پوځي خوزښتونه لري
-
تازه خبرونه 4 ورځې مخکې
ډونلډ ټرمپ له دوه اوونیز ځنډ وروسته استیضاح کیږي
-
تازه خبرونه 4 ورځې مخکې
امریکا له طالبانو سره د سولې پر هوکړه بیاکتنه کوي
-
تازه خبرونه 4 ورځې مخکې
خلیلزاد به د سولې د استازي په توګه خپله دنده روانه ساتي
-
تازه خبرونه 2 ورځې مخکې
په کابل کې د ایټالیا سفارت پر یوه زغروال ګاډي ماین چاودنه شوې
-
تازه خبرونه 5 ورځې مخکې
طالبان باید له پاکستان سره اړیکې پرې کړي– اشرف غني
-
تازه خبرونه 5 ورځې مخکې
پاکستان د طالبانو او امریکایانو د هوکړې پلي کېدل غواړي
-
تازه خبرونه 2 ورځې مخکې
افغان بیسیم د نامداره شانداره پچې اچونې جایزې ووېشلې