بی بی سی پښتو
سور صلیب: له کورونا وېروس مړه کسان باید په منظمه توګه خاورو ته وسپارل شي
د سور صلیب نړیواله کمېټه وايي، د کوویډ – ۱۹ ناروغۍ له کبله د مړینو شمېر ښايي په ځايي توګه د مړو کسانو ښخولو چارې له ستونزو سره مخ کړې، خو چارواکي د کافي چمتوالي پر مټ د دې احتمالي خطر مخه نیولی يشي او د یوه بشپړ پلان له مخې د مړو کسانو او ژوندي پاتې خپلوانو مناسب درناوی کيدلی شی.
د سور صلیب د چارواکو په خبره، که داسې کوم پلان نه وي، دا خطر شته چې خلک به په ډله ییزو قبرونو کې خاورو ته سپارل کېږي، ریکارډ یا اسناد به یې کم وي:
“دا به ګرانه وي، چې معلومه شي، څوک مړه شوي او مړی یې چېرې دی. د هغو کسانو سرګرداني به هېښوونکې شي چې نه به پوهېږي، خپلوان یې چېرې خاورو ته سپارل شوي. “
د نړیوال سور صلیب د عدلي طب مرکز مشر اوران فینیګان وايي:
“د کفن، دفن پراخ انتظام مانا دا نه ده، چې هرومرو به بې شمېره مړینې وي، خو دا مهمه ده چې پلان چمتو شي او که اړتیا پېشه شي، د دې لپاره پلی شي، چې په احتمالي وضعیت کې د ټولنې او وېرجنو کورنیو درد او غم تر یوه حده کم شي”.
نوموړی زیاتوي: “له بې لخڅو (شناختو) قبرونو ژغورنه شونې ده”.
* د کورونا وېروس له مړو سره څه کېږي؟
* طالبان: د سور صلیب کارکوونکو خوندیتوب ته ژمن یو
ان په هغو سیمو کې چې د ناروغۍ اغېز پکې لږ دی، د کفن، دفن پر سمبالوونکو ګڼه ګوڼه ډېره شوې او بحراني سیمو کې حالت نور هم ناوړه دی، چې په یوه وخت د ډېرو مړو سمبالولو او کفن، دفن لږ اسانتیاوې لري.
د دې لپاره چې د مړو مناسبه پېژندګلوي وشي او باوري اسناد یې چمتو شي په بېړني ډول باید د غبرګون پلان چمتو شي، چې د اړتیا پر مهال پر وسایلو او سرچینو له حده د تېرې ګڼې ګوڼې مخنیوی وشي. د مړینې سندونو، ثبتولو او کفن، دفن جواز ورکولو اسانتیاوو چمتو کولو بهیر باید پیل شي. د مړو کسانو وروستیو مراسمو په برخه کې ای سي ار سي اړوند چارواکو ته مشوره ورکوي چې:
“روغتیاپال، روغتیايي کارکوونکي او هغه کسان چې د کوویډ-۱۹ ناروغۍ له کبله د مړه شویو کسانو وروستي مراسم تر سره کوي باید د خپل خوندیتوب لپاره بشپړ تدبیرونه وکړي او وسایل ولري”.
د سور صلیب چارواکي زیاتوي، د جسدونو او د مړه کس د پاتې کورنۍ د غړو بشپړ درناوی وشي او د لازمو اسنادو او لخڅې(شناختې) له چمتو کولو وروسته خاورو ته وسپارل شي:
“چارواکي باید د مړو کسانو د جسدونو ساتلو لپاره اړین وسایل او کافي ساحه ولري او مړي د هغوی له کلتوري او مذهبي دود، دستور او عقیدې سره سم خاورو ته وسپارل شي”.
په توقیف ځایونو، د کډوالو کمپونو او په ښاري سیمو کې د بیوزلو جونګړو برخه کې دې وار له مخه تدبیرونه وشي او تر معمول دې زیاتې مړینې ته ذهني چمتوالی وشي.
له افغان سرې میاشتې سره ګډ کار
د سور صلیب کومېټه وایي، دوی دا مهال په افغانستان کې په لاندې برخو کې کار کوي:
د عامې روغتیا وزرات عدلي طب څانګې ته یې د کوویډ – ۱۹ ناروغۍ له کبله د مړو شویو کسانو جسدونو سمبالښت لړ کې تخنیکي مشورې ورکړې، د مړو لپاره یې د کاریدونکو کڅوړو مرسته کړې او په کابل، هرات، کندهار او لښکرګاه کې یې د عدلي طب څانګې کارکوونکو ته د شخصي خوندیتوب لپاره کاریدونکي الات (پي پي اې) ور کړي دي.
له افغان سرې میاشتې ادارې سره په شریکه یې د هغو کسانو جسدونو کفن، دفن چارو معیاري کولو بهیر ته وده ورکړې، چې ګومان کېږي د کوویډ – ۱۹ ناروغۍ له کبله مړه شوي دي او دغې ملي ادارې سره یې د خوندیتوب الاتو او مړو کسانو د جسدونو لپاره د ځانګړو کڅوړو مرسته کړې.
په هرات او لښکرګاه کې د کوویډ – ۱۹ ناروغۍ له کبله د مړو کسانو جسدونو لېږدولو لپاره هغو موټر چلوونکو ته روزنه ورکړل شوې، چې په جګړو کې ټپي کسان روغتونونو ته لېږدوي.
دغه راز موټر چلوونکو ته له هغو جګړه ځپلیو سیمو د مړو کسانو د جسدونو لېږدولو پر مهال د خوندیتوب اړین وسایل ورکړل شوي دي، چې ښکېل لوري خپله دا فعالیت نه شي کولی.
توقیف ځایونو ته د جسدونو سمبالښت لپاره د اړینو توکو ورکولو او کفن، دفن چارو سمبالولو او دغه راز د خوندیتوب وسایلو ور کولو پلان لري.
د عامې روغتیا له وزارت سره په شریکه د کورونا وېروس له کبله د ناپېژاندو مړو شویو کسانو د جسدونو د کفن، دفن پر اړوند مسایلو او په ټولنه کې د همدې ناروغۍ له کبله د مړو کسانو د کفن، دفن په تړاو د عامه پوهاوي ډېرولو لپاره پر پلان کار کوي.
بی بی سی پښتو
بې پولې خبریالان: افغانستان کې رسنۍ تاو تریخوالي او جبري سانسور سره مخ دي
د بې پولې خبریالانو ټولنه وايي افغانستان کې د طالبانو بيا واکمنېدو له مهاله راهيسې تر اوسه د خبریالانو د نیول کېدو ۵۰ پېښې ثبت شوې دي.
دغه اداره وايي خبريالانو سره تاوتريخوالى شوى، ګواښل شوي او ورته ويل شوي چې کوم خبر باید خپور کړي او کوم باید خپور نه کړي.
دغې ادارې په خپل رپوټ کې دا د خبر یالانو په چارو کې د طالبانو استخباراتي ادارې بربنډه لاس وهنه او د رسنیزو قوانینو خلاف کړنه بللې ده.
بې پولې خبریالان وايي، تېرو دوو میاشتو کې د خبریالانو نیولو او ځورونې پېښې لا ډېرې وې.
پخپلسري ډول د اریانا نیوز خبریال اسلم حجاب او د سیاسي خپرونو چلوونکی وارث حسرت د سلواغې پر ۱۱ مه نیول شوي وو او د ۴۸ ساعتونو لپاره بندیان وو.
دا د خبریالانو نیولو وروستۍ پېښه وه.
په افغانستان کې د ملګرو ملتونو استازولۍ یوناما په دې هکله ویلي و، طالبان باید د افغانانو حقونو ته درناوی وکړي او د اریانا نیوز شخصي ټلویزیون د دوو ‘نیول شویو ‘ خبریالانو په هکله ولس ته ووايي چې ولې یې نیولي دي.
بل لور د بې پولې خبریالانو رپوټ کې ویل شوي، د طالبانو استخباراتو ۵۳ ریاست دې پېښو کې مخامخ ښکېل دی، دوی خبریالانو ته د خبرونو او ان خپرونو لپاره د مېلمنو په انتخاب کې لاسوهنه کوي.
د بې پولې خبریالانو ټولنه کې د ایران او افغانستان څانګې مشر رضا معیني وايي، د خبریالانو ګواښل او ځورول د منلو وړ نه دي او هغوی باید د نیول کېدو له ډاره پرته خپلو چارو ته دوام ورکړي.
د خبریالانونړیوال فدراسیون هم تېره ورځ د طالبانو له لوري د خبریالانو نیول او ځورونه غندلې او په وینا یې دغه ډله باید پخپله وینا کې د بیان ازادۍ درناوی وکړي.
طالبانو په دې هکله تر اوسه غبرګون نه دی څرګند کړی، خو مخکې یې ویلي، خبریالان کولای شي خپلو چارو ته دوام ورکړي، خو اسلامي اصولو ته باید پاملرنه وشي.
د ښځینه فعالانو نیول کېدو پېښې
دا په داسې حال کې ده چې د بښنې نړيوالې ادارې امنيستي انټرنېشنل هم پر طالبانو غږ کړى چې په سملاسي ډول دې د هغو ښځو او نجونو پر وړاندې له تاوتريخوالي لاس واخلي چې د خپلو حقونو لپاره په سوله ييز ډول احتجاج کوي.
په دا وروستیو کې شپږ ښځې په کابل کې وسله والو کسانو له ځان سره بیولې دي.
د یوې نیول شوې نجلۍ تمنا پریاني خور شګوفه وايي، ”له طالبانو غواړم، چې لطفاً زما خویندې پرېږدئ، تاسې ولې د نړیوالو غوښتنو ته ځواب نه وایاست؟ ”
د بښنې نړیوال سازمان هم په ورته مهال له طالبانو غوښتي چې بشري حقونو ته درناوی وکړي.
د دې سازمان یوه څېړونکي زمان سلطانی بي بي سي ته وویل:
”طالبان باید سملاسي غیر قانوني نیونې ودروي او هغه کسان چې په غیر قانوني ډول نیول شوي دي، باید له قید او شرط پرته خوشي شي. موږ دا وروستیو کې د جبري بې درکه کېدو او نیول کېدو شاهدان وو. ”
طالبان د ښځو نیولو پېښو کې لاس لرل ردوي، خو وايي، پلټنې کوي.
د طالبانو ویاند یوه مرسیتال انعام الله سمنګاني بي بي سي ته وویل:
”موږ په پرلپسې ډول له امنیتي ارګانونو سره اړیکه کې یو. تر اوسه پورې دې لړ کې له موږ سره کوم معلومات نه دي شریک شوي. ښايي امنیتي ارګانونه به هم تر اوسه کوم معلومات نه لري. موږ ته یوازې همدومره ویل شوي دي، چې زموږ هڅې روانې دي. ”
د بشري حقونو سرغړونو دا پېښې داسې مهال کېږي چې د طالبانو بهرنیو چارو وزیر امیر خان متقي د فرانسې له خبري اژانس سره یوه تازه مرکه کې ویلي، له نړیوالې ټولنې سره یې اړیکي په ښه کېدو دي او نژدې ده، چې حکومت یې په رسمیت وپېژندل شي.
بل لور نړیواله ټولنه وایي، تر هغو چې طالبان بشري حقونو او په ځانګړې توګه د ښځو حقونو ته درناوي و نه کړي، حکومت به یې په رسمیت و نه پېژندل شي.
بی بی سی پښتو
اروپايي پارلمان مرستياله: بشري حقونو ته له پام پرته د طالبانو رسميت پېژندنه به شونې نه وي
د بېلجيم پلازمېنه بروکسل کې د افغان ښځو په تړاو د اروپايي پارلمان له خوا جوړې شوې ځانګړې ناستې پر دويمه ورځ يو شمېر افغان ښځینه فعالانو وویل، چې له افغانستان سره مرستې د طالبانو د حکومت رسیمت پېژندلو له مسلې جلا دي.
يو شمېر مشهورې افغان مېرمنې چې پر افغانستان د طالبانو له واکمنېدو وروسته له هېواده وتلې وې د اروپا پارلمان کې د دغه هېواد د ښځو وضعيت بيا کتنې او له طالبانو څخه د نړيوالې ټولنې د غوښتنو د څرګندولو په موخه راټولې شوې وې.
په همدې حال د اروپا پارلمان يوې مرستيالې هيډي هوټالا بي بي سي ته وويل، “تر هغه چې طالبان وګړي ځوروي، ښځې چې د ټولنې نيمی برخه ده څنډې ته کړې او د نجونو د زدکړو مخنيوی کوی، د دې امکان لږ دی چې اروپايي ټولنه دې د طالبانو حکومت د رسميت پېژندلو پر لور ګام واخلي”.
نوموړې زياته کړه چې د غونډې ګډونوالو هم د طالبانو په رسميت نه پېژندلو ټينګار وکړ.
د افغانستان د بشري حقونو پخوانۍ مشره شهرزاد اکبر وايي، “د بشري مرستو برابرول او د طالبانو په رسميت پېژندل يو له بل سره بايد تړاو ونلري”.
نوموړې چې په دې غونډه کې برخه اخيستې وه له بي بی سي سره په خبرو کې وويل، “افغانستان لپاره د بشري مرستو برابرول او د هېواد بانکي سيستم پيلول د طالبانو په رسميت پېژندلو ته اړتيا نه لري”.
نوموړې زياته کړه چې “نړيوالې ټولنې ته د دوی پيغام دا و چې تر هغې چې جنسيتي توپير، د خبريالانو ځورونه، توپيري چلن دوام ولري طالبان په رسميت مه پېژنئ، دا ډله د افغانستان د خلکو استازيتوب نشي کولی”.
د افغانستان د پخواني حکومت د سولې وزارت وياندې ناجيه انوري هم بي بي سي ته وويل، “نړۍ له تېرو شلو کلونو راهيسې له افغانستان سره په دې شرط مرسته کوله چې د ښځو حقونو ته درناوی ولري”.
اغلې انوري وويل، “نړۍ بايد د افغانستان په اړه لا ډېر فکر وکړي او له تېرو درسونو زدکړه وکړي او وګوري چې په کوم ځای کې تېروتنه شوې”.
افغان سندرغاړې اريانا سعيد هم وويل، “دا زما لپاره ارزښت لري د هغو ښځو غږ شم چې اوس اوزا نشي اوچتولی”.
نوموړې وويل چې “افغان ښځې اوس د طالبانو پر وړاندې د بنديانو په څېر دي چې د زدکړې او کار اجازه نه لري”.
اغلې سعيد زياته کړه، “د حل لاره دا ده چې نړيواله ټولنه د طالبانو له لارې له خلکو سره د مرستې لپاره لار ومومي”.
د دې غونډو تر څنګ په ورته مهال د افغان ښځو لپاره روزنیز ورکشاپونه هم په پام کې نیول شوي وو، چې د افغانستان ملي شورا پخوانۍ ښځینه غړې به هم پکې ګډون درلود.
بی بی سی پښتو
افغانستان: یو شمېر دولتي پوهنتونونه پرانیستل شوي او ښځینه زدکوونکو ته د ورتګ اجازه ورکړل شوې
په افغانستان کې د طالبانو له واکمنېدو وروسته یو شمېر دولتي پوهنتونه لومړی ځل پرانیستل شوي او نجونو ته اجازه ورکړل شوې، چې ټولګیو ته ستنې شي.
د رویټرز خبري اژانس په رپوټ کې ویل شوي، د دې تر څنګ طالبان وايي، نجونې او هلکان به ځانګړي ټولګي ولري او د نصاب کتابونه به له اسلامي اصولو سره سم وي.
ملګرو ملتونو د نجونو لپاره د پوهنتونونو دروازو پرانیستل کېدو هرکلی کړی دی.
د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو عمومي منشي ځانګړې استازې دیبورالاینز په یوه ټویټر پیغام کې ویلي: ”راځي په ټول افغانستان کې پوهنتونو ته د ښځینه او نارینه زدکوونکو ستنېدو ملاتړ وکړو، په (دې) ملاتړ کې د سکالرشپونو پرواګرام او له ښځینه او نارینه استادانو سره روان ملاتړ هم شامل دی. ”
https://twitter.com/DeborahLyonsUN/status/1488793136553943045
په پام کې ده، نور پوهنتونونه به هم د روانې میاشتې وروستیو کې پرانیستل شي، خو د نجونو لپاره د متوسطه ښوونځیو دروازې لا هم تړلې دي.
د یادونې ده، چې د افغانستان په خصوصي پوهنتونونو کې له تېرو نژدې شپږ میاشتو راهیسې د طالبانو حکومت له لار ښوونې سره سم نجونو او هلکانو د ټولګیو په ځانګړیو برخو کې زدکړې ترلاسه کولې.
د طالبانو د لوړو زدکړو وزارت چارسمبالي وزیر عبدالباقي حقاني تېره اونۍ په يوه ويډيويي پیغام کې اعلان وکړ چې په ګرمو سيمو کې به دولتي پوهنتونونه د سلواغې پر ۱۳ نېټه پرانيستل شي.
د ښاغلي حقاني په وينا په سړو سيمو کې به بیا پوهنتونونه د کب پر اوومه نېټه پرانيستل کېږي.
افغانستان کې له تېرو څو میاشتو راهیسې کابو ټول دولتي پوهنتونونه تړل شوي وو او داسې اندېښنې راټوکېدلې وې چې ښایي د محصلینو درسي کال ضایع شي.
طالبان وايي، تعلیمي ادارو ته د نجونو له تلو سره مخالفت نه کوي، خو دوی باید بشپړ اسلامي حجاب وکړي، د نجونو او هلکانو ټولګي ځانګړي وي او درسي کتابونه باید د اسلامي اصولو له معیار سره سم وي.
دا پوهنتونونه د لویدیځوالو او طالبانو تر منځ ناروې کې له مخامخ خبرو یوه اونۍ وروسته پرانیستل کېږي.
په ناروې غونډه کې له طالبانو غوښتل شوي وو چې د ښځو حقونو ته درناوی وکړي.
-
لوبی4 days ago
د افغانستان اتلانو ليګ د درېيم پړاو سیالیو پچهاچونه پای ته ورسېده
-
ساینس او ټیکنالوژي3 days ago
اپل شرکت د نړۍ د تر ټولو د لوی ګرځند پلورونکي دریځ له لاسه ورکړ
-
نړۍ2 days ago
امريکا او متحدین یې پر ايران د نورو بنديزونو لګولو هڅې کوي
-
تازه خبرونه4 days ago
د کابل په هوايي ډګر کې د ۲۰۲۱ ز. کال ځانمرګی بریدګر عبدالرحمن لوګری و- امریکا
-
تازه خبرونه3 days ago
ازبکستان، سعودي عربستان او قطر پر افغانستان او افغان – ټرانس پټلۍ خبرې وکړې
-
نړۍ4 days ago
امریکا به پر ایران د اسرائیلو په ځوابي برید کې برخه وانخلي
-
لوبی2 days ago
آریانا ټلویزیون د ۲۰۲۴ پاریس المپیک سیالیو د خپراوي حق ترلاسه کړ
-
سیمه ییز خبرونه2 days ago
سعودي عربستان به په پاکستان کې پر بېلابېلو پروژو پانګونه وکړي