تازه خبرونه

ترمپ امریکا ته د ۶ هېوادونو پر مهاجرو تازه بندیزونه ولګول

Published

on

(Last Updated On: )

امریکا د جمعې پر ورځ د سلواغې پر ۱۱ په ډاګه کړه؛ امریکا ته د ۶ هېوادونو اوسیدونکي سفر نشي کولی او پر ویزو یې تازه بندیزونه لګیدلي دي.

د سي این این د راپور له مخې؛ د نایجیریا، اریتریا، تنزانیا، سودان، قرغزستان او میانمار(برما) وګړي به د کډوالۍ په ویزو اخیستو کې له بندیزونو سره مخ شي.

په راپور کې ویل شوي هغو، چې له امریکا سره کار کړی؛ له دې بندیزونو بې برخې دي.

دونلد ترمپ د جمعې پر ورځ دغه فرمان لاسلیک کړ او ټاکل شوې، چې دغه بندیزونه د فبروري پر ۲۱ پلی شي.

سپینې ماڼۍ دا هم ویلي، چې دغه هېوادونه د امنیتي معیارونو په پوره کولو کې پاتې راغلي دي.

د امریکا د ولسمشرۍ دغه فرمان د وکیلانو او کره کتونکیو له مخالفت سره هم مخ شوی او دا یې د مسلمانانو او افریقایي هېوادونو پروړاندې له تبعیضه ډګ ګام ګڼلی، چې امریکا ته د هغوی د دننه کیدو مخه نیسي.

Trending

Exit mobile version