Connect with us

تازه خبرونه

عربي متحده امارات او قطر د ناتو له افغان ماموریت سره د یو ځای کیدو په هڅه کې دي

خپور شوی

د

(Last Updated On: لړم ۲, ۱۴۰۱)

ناتو وایي، عربي متحده امارات او قطر د ناتو له پریکنده ملاتړ ماموریت سره د یو ځای کیدو په هڅه کې دي.

د ناتو تړون د غړیو هېوادونو د دفاع وزیرانو دوه یمه ورځ افغانستان او د ناتو پریکنده ملاتړ ماموریت ته ځانګړې وه.

د ناتو سرمنشي وایي، په دې ناسته کې پر څلور کلیدي مسایلو خبرې وشوې؛ زمونږ د سرتېرو د ماموریت پر کچه، د افغان ځواکونو پر تمویل، پر سمونونو کې د پرمختګ، سولې او له پاکستان سره د کار د دوام برخه رانغاړي.

د ناتو سرمنشي وایي؛ د افغانستان د ملي دفاع وزارت سرپرست له دوی سره ژمنه کړې، چې د ملي وحدت حکومت په خپلو ژمنو عمل کوي.

د ینس ستولتنبرگ د وینا له مخې؛ د افغانستان د دفاع وزارت سرپرست د نن ورځې په ناسته کې غونډې ته روښانه کړه، چې افغان دولت غواړي د کلیدي سمونونو په برخه کې پخپلو ژمنو عمل وکړي. د سمونونو رواستل ډېر مهم دي. په افغانستان کې باید بنسټونه پیاوړي کړو، چې له فساد سره مبارزه وکړي او ټاکنې تر سره کړي.

د ناتو سرمنشي زیاتوي؛ په افغانستان کې که جګړه روانه ده، پرمختګ هم روان دی.

ینس ستولتنبرگ په ډاګه کړې، چې د افغانستان امنیتي وضعیت  پیچلی دی. مونږ پر ملکیانو، جوماتونو او نړیولو ځواکونو بریدونه وینو، دا راز څلور مثبتې نښې هم شته. دا، چې افغان ځواکونو د امنیت د تامین مسوولیت په غاړه واخیست؛ دا یوه ستره لاسته راوړنه ده او طالبان ونه  توانېدل، چې خپلو ستراتيژیکو موخو ته ورسیږي. پر روان حالت اندېښمن یو؛ خو دغه راز داسې دلایل شته، چې روان وضعیت ته هیله من شو.

د هغه په خبره؛ افغان ځواکونو د افغانستان په ګوټ ګوټ کې پر یاغیانو فشار راوړی. ناتو له افغان حکومت وغوښتل؛ هر څه، چې په توان کې ولري، د سولې  لپاره به زمینه برابره کړي. دغه راز ناتو  له سیمه ییزو او نړیوالو لوبغاړیو وغوښتل، چې د سولې له بهیر ملاتړ وکړي.

نوموړی دغه راز زیاتوي، چې پاکستان په دې اړه کلیدي رول لري او دا ډاډ حاصل شوی، چې طالبان امن پټنځایونه نه شي پیدا کولی او افغانستان د ټولو ګاونډ هېوادونه رغنده همکاریو ته اړتیا لري؛ ځکه، چې په افغانستان کې سوله د ټولې سیمې د سولې او ثبات معنا لري.

Advertisement

تازه خبرونه

په سیمه او هېواد کې امنیتي پېښې وارداتي دي – امیر خان متقي

Published

on

(Last Updated On: غویی ۶, ۱۴۰۳)

نن پنجشنبه ( د غویی شپږمه ) د اسلامي امارت بهرنیو چارو وزارت چارسمبالي امیرخان متقي د افغان‌-قزاق نندارتون د پرانیستې په مراسمو کې  د افغانستان او سیمې امنیتي پېښې وارداتي یادې کړې دي.

نوموړي په دې اړه په خپلو خبرو کې ویلي: متاسفانه زمونږ درې ګاونډي هېوادونه په نوبت سره؛ په یوه هېواد کې د داعش لپاره بشري قوه او افراد تیاریږي؛ مونږ او تاسې ولیدل، چې د نړۍ په بېلابېلو برخو کې یې پېښې تر سره کړې.

بل هېواد د هغې لارې پر سر پروت دی، چې امن خرابوونکي افراد ترې راتېریږي.

او بل هېواد بیا په خپله خاوره کې دوی ته د مرکزیت، د تمویل او پلان جوړونې مراکز ورکړي دي. که دا درې هېوادونه خپل مسوولیت ادا کړي؛ په افغانستان او سیمه کې هیڅ مشکل نشته.

ویل کیږي، چې بد امني پر ګډه همکارۍ او همغږۍ له منځه وړل کیږي.

Continue Reading

تازه خبرونه

له اسلامي امارت سره  نړیوالې اړیکې ورځ تر بلې پراخیږي – ذبیح الله مجاهد

Published

on

(Last Updated On: غویی ۶, ۱۴۰۳)

د اسلامي امارت ویاند ذبیح الله مجاهد افغانستان ته د ګڼ‌شمېر ډیپلوماټیکو استازو راتګ او نورو هېوادونو ته د افغان لوړ پوړیو چارواکو سفرونو ته په نغوته کې ويلي، چې اسلامي امارت په پراخه کچه منل شوی؛ اړیکې ورسره خوندي او لیدنې یې روانې دي.

ذبیح الله مجاهد زیاته کړې؛ له اسلامي امارت سره د نړۍ د هېوادونو اړیکې ورځ تر بلې پراخېږي او اغېزمنتیا یې مخ پر ډېرېدو ده.

د اسلامي امارت ویاند ټینګار کړی: د ځینو خلکو او کړیو دا تصور، چې افغانستان انزوا ته تلی او اقتصاد یې مخ پر خرابېدو دی او له نورو هېوادونو سره یې اړیکې نشي خوندي کېدی؛ ټول دروغ ثابت شول.

د نوموړي د څرګندونو له مخې؛ اوس څرګنده شوه، چې افغانستان له سیاسي او اقتصادي پلوه د ودې او پراختیا پر لوري چټک ګامونه اخلي او دا هڅې به نورې هم ګړندۍ شي.

Continue Reading

تازه خبرونه

افغان او ایراني حکومتي مشرانو د سیاسي، اقتصادي، سوداګریزو او ټرانزیټي اړیکو پر پياوړتیا خبرې وکړې

Published

on

(Last Updated On: غویی ۶, ۱۴۰۳)

د ریاستلوزراء اقتصادي مرستیال ملا عبدالغني برادر او د حکومت یو شمېر وزیرانو د ایران د ولسمشر له ځانګړي استازي او په کابل کې د ایران له سفیر حسن کاظمي قُمي سره وکتل.

د ریاست الوزراء د مرستیالۍ دفتر ویلي؛ د لیدنې پر مهال د سیاسي، اقتصادي، سوداګریزو او ټرانزیټي اړیکو پر پياوړتیا او په بېلابېلو برخو کې پر دوه اړخیزو همکاریو خبرې وشوې.

د ریاست الوزراء اقتصادي مرستیال د افغانستان او ایران اړیکې ښې او مثبتې وبللې او څرګندوي، چې د اړیکو د پراختیا او پياوړتیا لپاره ګډ کار ته اړتیا ده.

ملا برادر وایي: سږ کال د اورښتونه د ډېروالي له کبله نیمروز ولایت او د ایران سیستان ته د هلمند سیند اوبه ورسېدې، چې دا به د دواړو هېوادونو د ولسونو ډېری ستونزې حل کړي.

دغه راز ملا عبدالغني برادر اخوند د ایران له لارې اروپايي هېوادونو ته د افغانستان تولیداتو ته د ټرانزیټي اسانتیاوې له برابرولو خوښي وښوده او د دواړو هېوادونو ترمنځ یې د ټرانزیټ او سوداګرۍ کچې د زیاتېدو غوښتنه وکړه.

په کابل کې د ایران سفیر سیستان ته د هلمند سیند د اوبو رسېدو په اړه خوښي څرګنده کړه او د دواړو هېوادونو د اقتصادې ودې او پراختیا لپاره اړینه بولي، چې هېواد به یې له افغانستان سره د سوداګرو د بانکي ستونزو د له منځه وړلو، د چاپېریال ساتنې پر وړاندې د ګډې مبارزې، د کرنې سکټور عصري کولو او همدارنګه د ایران له لارې د افغانستان د سوداګرۍ او ټرانزیټ کچې زیاتولو په برخو کې همکاري وکړي.

د ریاست الوزراء اقتصادي مرستیال په ایران کې د میشت افغان کډوالو د ستونزو د یادونې تر څنګ له ایراني لوري وغوښتل، چې په جبري بڼه افغان کډوال را ونه‌باسي او په دې اړه د دواړو لوریو ترمنځ ښه همغږي رامنځته شي.

ویل کیږي، چې په دې لیدنه کې د اوبو او انرژۍ، کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ، د اطلاعاتو او کلتور وزارتونو چارسمبالو او په تهران کې د افغانستان چارسمبالي استازي فضل محمد حقاني هم حضور درلود.

Continue Reading

Trending

Copyright © 2022 Ariana News. All rights reserved!