تازه خبرونه
د لا لیګا لوبې به د جون له ۱۱ بیا پیل شي

د اسپانیا د فوټبال لیګ مشر خاویر ټباس منلې، چې د دې پړاو د لا لیګا پاتې لوبې به د جون پر ۱۱ بیا پیل شي.
له کرونا ویروسه د رامنځته شوې دوه میاشتنۍ دمې وروسته، نامتو اروپايي لیګونو اوس د لوبو د بیا پیلولو لپاره چمتووالی ښکاره کړی دی.
د هسپانیا د فوټبال غوره لیګ مشر، خاویر ټباس منلې، چې د جون پر ۱۱ به د دې پړاو او د سپتمبر پر ۱۲ د راتلونکي پړاو لوبې پیل شي.
ټباس زیاته کړې، چې د سویا او ریال بټیس ترمینځ لوبه به د جون پر ۱۱ د لا لیګا د لوبو په لړ کې پیل شي.
د نامتو اروپایي لیګونو د دې پړاو لوبې به د تړلیو دروازو ترشا ترسره شي.
د آلمان بونډسلیګا لوبې له څو اوونیو راپدیخوا پیل شوي او لوبډلې د تړلیو دروازو تر شا سره مخ کیږي.
د انګلیس غوره لیګ سیالۍ به د جون پر ۱۷ او د ایټالیا سري آی به د جون پر ۲۰ لوبې پیل کړي.
د دې پړاو د فرانسې فوټبال لیګ لوبې لغو شوې او د پاریس سینټ جرمن د اتل په توګه غوره شو.