تازه خبرونه
د هلمند په کجکي کې یوه چورلکه راغورزیدلې

(Last Updated On: )
د کجکي ولسوالۍ یوه امنیتي سرچینه د نوم نه ښودلو پر شرط ویلي؛ دې سپينې مک چورلکې په کجکې کې ميشتو عسکروته اکمالات کول، چي نن غرمه مهال د وسلوا لو طالبانو لخوا پر توغندي وويشتل شوه او را وغورزيدله.
تراوسه د الوتکې د پيلوتانو او اوښتو تلفاتو په اړه دقيق معالومات ندي ورکړ شوي.
سرچینې زیاته کړې، چي د چورلکې د رالویدو له کبله د ملي اردو دوه سرتېري وژل شوي او پیلوتان یې ټپیان دي.
دا په داسې حال کې ده، چې د دفاع وزارت ویاند فواد امان ویلي؛ دغه چورلکه د یو خصوصي شرکت ده او د ملي اردو سرتېرو ته په کې زیان ندی رسیدلی.
طالبانو تراوسه په دې اړه څه ندي ويلي.