Connect with us

تازه خبرونه

د هلمند په کجکي کې یوه چورلکه راغورزیدلې

Ariana News

خپور شوی

 په

(Last Updated On: کب ۲۷, ۱۳۹۸)

میوند ۲۱۵ قول اردو په ډاګه کړې، چې نن د ورځې  ۱۲ بجې د هلمند ولایت د کجکي ولسوالۍ په اړوند سیمه کې د ملي اردو یوه چورلکه د کښته کیدو په حال کې پر توغندي لګیدلې، چې څلور سرتېري یې ټپیان شوي دي.

د کجکي ولسوالۍ یوه امنیتي سرچینه د نوم نه ښودلو پر شرط ویلي؛ دې سپينې مک چورلکې په کجکې کې ميشتو عسکروته اکمالات کول، چي نن غرمه مهال د وسلوا لو طالبانو لخوا پر توغندي وويشتل شوه او را وغورزيدله.

تراوسه د الوتکې د پيلوتانو او اوښتو تلفاتو په اړه دقيق معالومات ندي ورکړ شوي.

سرچینې زیاته کړې، چي د چورلکې د رالویدو له کبله د ملي اردو دوه سرتېري وژل شوي او پیلوتان یې ټپیان دي.

دا په داسې حال کې ده، چې د دفاع وزارت ویاند فواد امان ویلي؛ دغه چورلکه د یو خصوصي شرکت ده او د ملي اردو سرتېرو ته په کې زیان ندی رسیدلی.

طالبانو تراوسه په دې اړه څه ندي ويلي.

تازه خبرونه

په بغلان او بدخشان کې د یوه طالب قومندان په ګډون ۱۶ جنګیالي وژل شوي

Ariana News

خپور شوی

په

توسط

(Last Updated On: چنګاښ ۱۷, ۱۳۹۹)

امنیتي چارواکو ویلي، چې د بغلان – سمنګان پر لویه لار له امنیتي سرتېرو سره په نښته کې لږ تر لږه ۱۵ وسلوال طالبان وژل شوي دي.

د بغلان امنیه قومندانۍ په ډاګه کړې، چې تېره ورځ وسلوالو طالبانو د دغې لویې لارې په اوږدو کې پر امنیتي ځواکونو بریدونه کړي او دغه لویه لار یې د ترافیکو پر مخ تړلې وه.

د یادې قومندانۍ په خبرپاڼه کې راغلي، چې د ملي، دفاعي او امنیتي ځواکونو په هوایي او ځمکنیو ځوابي بریدونو کې طالب قومندان قاري جمعه ګل له خپلو جنګیالیو سره وژل شوی او د دوی بریدونه هم پر شاه تمبول شوي دي.

دغه راز د بدخشان ولایت د امنیه قومندانۍ ویاند ثنا الله روحاني ویلي، چې وسلوالو طالبانو د دې ولایت د یفتل ولسوالۍ پر پهندره سیمه بریدونه تر سره کړل؛ خو د امنیتي ځواکونو له ټینګار سره مخ او وسلوال طالبان یې شاتګ ته اړ کړل.

د روحاني د څرګندونو له مخې په دې نښته کې د طالبانو یو قاضي شمس الله نومی وژل شوی او دوه قومندانان ټپیان دي؛ خو امنیتي ځواکونو ته ځاني زیان ندی اوښتي.

وسلوالو طالبانو د دغو دواړو پېښو په اړه تر دې دمه څه ندي ویلي.

Continue Reading

تازه خبرونه

په ننګرهار کې موټربم برید د یوه قومندان په ګډون ۸ کسانو ته مرګ و ژوبله اړولې

Ariana News

خپور شوی

په

توسط

(Last Updated On: چنګاښ ۱۷, ۱۳۹۹)

د ننګر هار ولایت د ښیوې ولسوالۍ د سیمه ییزو پولیسو قومندان میرزمان په یو موتر بم برید کې ووژل شو.

د ننګرهار والي ویاند عطاالله خوږیاڼي ویلي؛ نن سهار د دې ولایت د ښیوې ولسوالۍ د سیمه ییزو پولیسو قومندان میرزمان له خپلو دوه ساتونکیو سره په یو ځانمرګي موتر بم برید کې ووژل شو.

د نوموړي د څرګندونو له مخې، په دې برید کې ۸ نور کسان هم ټپیان شوي او روغتون ته ولیږدول شول.

د دغه برید مسوولیت تر دې مه چا پر غاړه ندی اخیستی.

Continue Reading

تازه خبرونه

جاپان په سیلاب ځپلو سیمو کې له اورښتونو خبرداری ورکړی

Ariana News

خپور شوی

په

توسط

Photo credit: Reuters
(Last Updated On: چنګاښ ۱۷, ۱۳۹۹)

جاپان د سې شنبې پر ورځ د دغه هېواد د سویل لویدیځ د کیوشو جزیرې په اړوند سیمو کې د چټکو اورښتونو خبرداری ورکړی دي.

دا په داسې حال کې ده، چې د دې هېواد په سیلاب ځپلیو سیمو کې د دوشنبې پر ورځ د مړو شمېر لږ تر لږه ۵۰ کسانو ته رسیدلی او په لسګونه نور ورک او تریتم دي.

د جاپان د بهرنیو چارو وزیر یوشیدي سوګا په یوه خبري ناسته کې څرګنده کړې، چې له وړاندویېنې سره سم به اورښتونه د جولای تر ۹ روان وي او په سیلاب ځپلیو سیمو کې د جاپان له لویدیځ څخه تر ختیځ پورې د درندو بارانونو اټکل شوی دی.

سوګا له خپلو خلکو وغوښتل، چې د اړوند سیمو د امنیت خوندي کولو لپاره اړین ګامونه واخلي.

جاپان د دوشنبې پر ورځ د کیوشو په درې برخو؛ نګاساکي، ساګا او فوکووکا په ګډون له نیم میلیون څخه ډېرو خلکو ته له سیلابه خبرداری ورکړی و.

ساګا زیاته کړې، چې پولیس، دفاعي ځواکونه او ساحلي ساتونکي د لټون او ژغورنې هڅې تر سره کوي.

د جاپاني رسنیو لخوا خپاره شوي انځورونه ویجاړ سړکونه، کورونه او ځمکې ښویدنې ښیې. سرچینه: رویترز

Continue Reading

Trending