تازه خبرونه
د ۱۳۹۹ کال د ملي بودجې سند ولسي جرګې ته وسپارل شو

په داسې حال کې، چې د تېر کال د قطعې برخلیک ناڅرګند دی؛ خو مالیې وزارت د راتلونکي کال د ملي بودجې سند ولسي جرګې ته استولی دی.
د مالیې وزارت چارسمبالي همایون قیومي ويلي، چې په ملي بودجه کې یې ژور اصلاحات راوستي او د هېواد بنسټيرې او بېخبنایي اړتیاوې یې په کې رانغښتي دي.
د ولسي جرګې د بودجې او مالي چارو کمیسیون مشر محمد عظیم محسني څرګنده کړې، چې دوی به له دې بودجې مخکې د تېر کال د قطعې برخلیک روښانه کړي.
د راتلونکي کال ملي بودجه څلور سوه اته ویشت میلیارد افغانۍ اټکل شوې، چې دوه سوه نهه اتیا میلیارد یې عادي او یو سلو نهه دېرش میلیارد یې پرمختیايي بودجې ته ځانګړې شوي دي.