Connect with us

تازه خبرونه

د ۱۳۹۸ لمریز کال د غویی پر ۹ د سولې مشورتي لویه جرګه جوړیږي

Ariana News

خپور شوی

 په

(Last Updated On: کب ۲۰, ۱۳۹۷)

ولسمشرۍ په ډاګه کړې، چې د ولسمشر د فرمان له مخې؛ د ۱۳۹۸ لمریز کال د غویی پر ۹ نېټه د سولې مشورتي لویه جرګه جوړیږي.

ولسمشرۍ څرګنده کړې، چې د سولې د خبرو د آسانه ترسره کولو لپاره د خلکو د استازیو د اندونو، وړاندیزونو او شننو له اوریدو، ګټې اخیستو او درناوي لپاره د سولې مشورتي لویه جرګه جوړیږي.

د ولسمشرۍ په خبرپاڼه کې راغلي؛ یاده جرګه د ټول هېواد د خلکو استازیو ته دا زمینه برابروي، چې لومړی د طالبانو له تحریک سره د خبرو پر جوړښت او بیا سوله او د هغې څرنګوالی او پېژندنه تر بحث لاندې ونیول شي.

دغه راز ویل کیږي، چې حکومت به د خلکو د استازیو د مشورو له مخې د سولې او خبرو تګلاره جوړه او بشپړه کړي او هڅه به وکړي، چې د پرېکړو د پلي کولو لپاره ټول ملي او دولتي امکانات وکارول شي.

دغه راز ولسمشر غني مالیې وزارت ته سپارښتنه کړې، چې د سولې مشورتي لویې جرګې لګښت د اړوند کمیسیون د مشر له وړاندیز سره سم له (۹۱) کوده ولګول شي.

 دغه راز په دې فرمان کې ټینګار شوی، چې د پوهنې، لوړو زدکړو، سرحدونو چارو قومونو او  قبایلو، حج، اوقافو او ارشاد، ښځو چارو او کډوالو او راستننیدونکیو چارو وزارتونو، سیمه ییزو ارګانونو، کابل ښاروالۍ او نورو ټولو ادارو ته سپارښتنه کیږي، چې په اړوند برخو کې له کمیسیون سره همکاري تر سره کړي.

 دا په داسې حال کې ده، چې یاده جرګه باید د روان کال په وروستیو درې ورځو کې جوړه شوې وای؛ خو دغه ناسته د بېلابېلو دلایلو له مخې وځنډول شوه.

 دغه راز د ویلو ده، چې د امریکا او طالبانو تر منځ د قطر په دوحه کې له تېرو ۱۵ ورځو راپدیخوا د افغانستان د سولې په اړه د پېنځم پړاو خبرې هم روانې دي.

تازه خبرونه

Massive explosion rocks port area in Lebanon’s capital Beirut

Ariana News

خپور شوی

په

توسط

(Last Updated On: زمری ۱۴, ۱۳۹۹)

A massive explosion rocked Beirut, the capital of Lebanon, Tuesday, injuring many people as glass shattered and balconies collapsed from the impact, Reuters reported.

Lebanon’s state news agency NNA and two security sources said the blast had occurred in the port area where there are warehouses housing explosives. It was not immediately clear what caused the blast or what kind of explosives were in the warehouses.

“I saw a fireball and smoke billowing over Beirut. People were screaming and running, bleeding. Balconies were blown off buildings. Glass in high-rise buildings shattered and fell to the street,” a witness told Reuters.

Local broadcaster LBC quoted the health minister as saying there was a “very high number” of injures and a large amount of damage. Al Mayadeen television said hundreds were wounded.

Another witness told Reuters that she saw heavy grey smoke near the port area and then heard an explosion and saw flames of fire and black smoke: “All the downtown area windows are smashed and there are wounded people walking around. It is total chaos.”

Continue Reading

تازه خبرونه

د جنسي تېري په اړه له طالبانو سره په نښته کې ۳ عام وګړي وژل شوي

Ariana News

خپور شوی

په

توسط

(Last Updated On: زمری ۱۴, ۱۳۹۹)

تخار د پولیسو ویاند ویلي؛ د تخار په خواجه غار ولسوالۍ کې د خلکو او طالبانو ترمنځ په نښته کې درې ملکي وګړي وژل شوي او درې نور ټپیان دي.

د تخار پولیسو ویاند خلیل اسیر ویلي؛ د دوشنبې پر ورځ مازیګر مهال د تخار ولایت د خواجه غار ولسوالۍ خلکو د دې ولسوالۍ په دارالعلوم سیمه کې د طالبانو پر یوه زندان برید وکړ، چې پر دوه تنکيو نجونو د جنسي تېري عاملان ونیسي او سزا ورکړي؛ خو د طالبانو په ډزو کې درې عام وګړي وژل شوي او درې نور ټپیان دي.

دا په داسې حال کې ده، چې دوه اوونۍ وړاندې د خواجه غار ولسوالۍ یوه اوسیدونکي ادعا وکړه، چې طالبانو یې پر دوه تنکیو لوڼو جنسي تېری کړی؛ خو طالبانو دغه ادعا نده تائید کړې.

طالبانو پر زندان د برید او اوښتي ځاني زیان په اړه تر دې دمه څه ندي ویلي.

Continue Reading

تازه خبرونه

د داعش نوی مشر د حقاني شبکې غړی دی – اندرابي

Ariana News

خپور شوی

په

توسط

(Last Updated On: زمری ۱۴, ۱۳۹۹)

د کورنیو چارو وزارت چارسمبالي مسعود اندرابي تېره شپه ویلي، چې د داعش نوی مشر  شهاب المهاجر د حقاني شبکې غړی دی.

اندرابي په خپل تویت کې څرګنده کړې: حقاني شبکه او طالبان هره ورځ په ټول افغانستان کې خپل ترهګریز فعالیتونه ترسره کوي او کله، چې د دوی فعالیتونه د دوی د سیاست خلاف وي؛ نو بیا دغه هڅې د داعش تر نامه لاندې ترسره کوي

د اندرابي دغه څرګندونې له هغې وروسته په ډاګه کیږي، چې امنیتي ځواکونو د ننګرهار ولایت پر مرکزي زندان د داعش برید شنډ کړ.

دغه برید د یکشنبې پر شپه شاوخوا ۷ بجې پیل او د دوشنبې تر مازیګړه روان و.

برید کونکو لومړی د ننګرهار محبس ته د ننوتلو پر مهال یو موتر بم برید تر سره کړ او بیا د زندان ودانۍ ته ننوتل.

داعش د برید مسوولیت منلی دی.

یکشنبه په ټول هېواد کې د طالبانو او افغان حکومت تر منځ د اوربند درېیمه او وروستۍ ورځ وه. په دې برید کې د ملکیانو په ګډون ۳۰ امنیتي ځواکونه او بندیان وزل شوي دي.

په هر حال، د برید پرمهال یو شمېر بندیان تښتیدلي؛ خو امنیتي ځواکونه وايي، چې دوی په سلګونه بندیان بېرته نیولي دي.

برید یوه ورځ وروسته له هغې تر سره شوی، چې د افغانستان د ملي امنیت ریاست ځانګړیو ځواکونو د جلال آباد ښار ته نږدې د داعش د استخباراتو لوړ پوړی غړی اسدالله اورکزی وواژه.

Continue Reading

Trending