Connect with us

تازه خبرونه

د ننګرهار د درې نور په ټاکنو کې ښځو او زورواکو درغلۍ کړي-خلک

خپور شوی

د

(Last Updated On: لړم ۳, ۱۴۰۱)

د ننګرهار د درې نور ولسوالۍ اوسیدونکي وايي، که ټاکنیز کمیسیونونه په دې ولسوالۍ کې د شویو ټاکنیزو درغلیو سمه څېړنه ونه کړي؛ دوی به له حکومت سره پرېکون وکړي.

د دوشنبې پر ورځ( د لړم ۷)  له درې نور ولسوالۍ څخه ولایتي شورا ته په احتجاج راغليو خلکو ادعا کړې، چې په درې نور ولسوالۍ کې د ولسي جرګې د ټاکنو پر مهال ځينو نوماندانو د زور په کارولو پراخه درغلۍ کړې دي.

د درې نورقومي مشر محمدعارف ادعا کوي، چې په سیمه کې یی نامسوولو وسلوالو په ټاکنو کې مداخله کړې، چې باید پوره پاملرنه ورته وشي.

د درې نور استوګن د لاورخان وایې: د درې نور پاک خلک دی؛ په ټاکنو کې دې پاکې رایې حساب شي او ناپاکې مونږ نه منو.

د درې نور یو بل اوسیدونکی محمد صدیق هم له ټاکنیزو کمیسیونو غواړي، چې له بایو متریک پرته رایې باطلې او پاکې رایې له ناپاکو بېلې کړي.

احسان الله  نومی وايي، د درغلیو په اړه شواهد حکومت ته سپارل شوي او ترې غواړو، چې سرغړونکي محاکمه کړي.

د نوموړي د څرګندونو له مخې؛ ډلې ډلې ښځې به له یوه محله وتلې او په بل کې به یې هم رایې کارولې.

د میرمنو له خوا څو ځله رای اچونه، په محلونو کې د نامسوولو وسلوالو لاسوهنه، د یوه کس له خوا د څو تذکرو کارول، پخپل سر د رای پانو د کتابونو ډکول او د رایې د نه ورکړې په صورت کې ځايي خلکو ته ګواښونه هغه څه دي، چې دوی یې په درې نور ولسوالۍ کې د ځينو نوماندانو له خوا سرغړونې بولي.

په ننګرهار کې د ټاکنیزو شکایتونو کميسیون مسوول شکیب کامجو د خلکو اندېښنې پرځای بولي او وايي، چې د عدالت پلي کول اړین دي.

د ویلو ده، چې د ولسي جرګې یو شمېر نوماندانو او د درې نور یو شمېر مخورو څو ورځې مخکې هم ورته احتجاج کړی و؛ خو دا ځل یې خبرداری ورکړ، چې که عدالت پلی نشي؛ دوی به له حکومت سره پرېکون وکړي.

خبریال: رحمت الله زیار مل

تازه خبرونه

افغانستان او چین په سیمه کې پوره همغږۍ او همکاریو ته اړتیا لري – امیر خان متقي

Published

on

(Last Updated On: غویی ۴, ۱۴۰۳)

د بهرنیو چارو وزارت چارسمبالي ویلي، چې په سیمه کې وروستۍ پېښې او پرمختګونه ښیي، چې افغانستان او چین د ګډو ګټو د ساتلو لپاره پوره همغږۍ او همکارۍ ته اړتیا لري.

امیر خان متقي دغه څرګندونې په کابل کې د چین له سفیر ژاو‌شینګ سره په کتنه کې کړې دي.

د افغانستان بهرنیو چارو وزارت نن (سې شنبه د غویی څلورمه) په یوه خبرپاڼه کې ویلي، چې دواړو لوریو په سیمه کې د افغانستان او چین ترمنځ پر دوه اړخیزو سیاسي، اقتصادي او فرهنګي همکاریو او وروستیو پرمختګونو خبرې کړې دي.

د بهرنیو چارو وزارت چارسمبالي د دواړو هېوادونو ترمنځ د سیاسي، اقتصادي او فرهنګي اړیکو له پراختیا څخه خوښي څرګنده کړه او وایي، چې اسلامي امارت د سوداګرۍ او پانګونې په برخه کې ښه فرصتونه رامنځته کړي دي.

امیرخان متقي وایي: چین ته د انارو او جلغوزیو د صادراتو زیاتوالی او د مس عینک او واخان دهلیز په پروژو کې پرمختګونه د اسلامي امارت د متوازن اقتصادي سیاست ښکاره بېلګې دي.

د بهرنیو چارو وزارت د خبرپاڼې له مخې؛ د چین سفیر له افغانستان سره په بېلابېلو برخو کې شوي پرمختګونه مثبت وګڼل او زیاتوي: چینايي سوداګر او پانګوال به وهڅوي، چې له افغانستان سره د اوږدمهاله اقتصادي همکاریو په برخه کې خپل رغنده رول ولوبوي.

هغه دا ډاډ هم ډاډ څرګند کړی، چې هېواد به یې د واخان دهلېز د مسلې په اړه د دوه اړخیزو همکاریو لارې چارې او امکانات وارزوي.

Continue Reading

تازه خبرونه

راشد خان د افغان بیسیم سوداګریز سفیر شو

Published

on

(Last Updated On: غویی ۴, ۱۴۰۳)

د افغان بیسیم مخابراتي شرکت څرګنده کړې، چې راشد خان د دې شرکت د سوداګریز سفیر په توګه ټاکل شوی دی.

یاد شرکت په فیسبوک پاڼه کې څرګنده کړې؛ راشد خان ځوان، ټولنیز او نومیالی شخصیت دی، چې د هېواد د کرکټ په ډګر کې ښه ځلیدلی دی.

راشد خان هم په فیسبوک پاڼه کې د افغان بیسیم د سوداګریز سفیر په توګه د ټاکل کېدو په اړه خوښي څرګنده کړې ده.

هغه افغان بیسیم د یو غوره شرکت په توګه یاد کړی او څرګندوي، چې افغان بیسیم د مخابراتو په برخه کې یو مخکښ شرکت دی.

Continue Reading

تازه خبرونه

د اسلامي همکاریو ټولنې پلاوي د اروپايي ټولنې له استازې سره ولیدل

Published

on

(Last Updated On: غویی ۴, ۱۴۰۳)

د اروپايي ټولنې او اسلامي همکاریو ټولنې استازو په افغانستان کې د بشري او تعلیمي وضعیت په اړه خبرې وکړې.

په افغانستان کې د اروپايي ټولنې چارسمبالې رافایلا یودیچه په کابل کې د اسلامي همکاریو ټولنې له ځانګړي استازي طارق علي بخیت او مل پلاوي سره وکتل.

میرمن یودیچه په ایکس پاڼه کې لیکلي، چې دوی د افغانستان پر بشري، اقتصادي او تعلیمي وضعیت خبرې کړې دي.

هغې زیاته کړې: بنسټیز ملاتړ اوس هم د خلکو لپاره اړین دی. د ښځو غږ باید په افغانستان کې د هر راز خبرو اترو او رغنده تعامل برخه وي.

له دې مخکې د اسلامي همکاریو ټولنې پلاوي د اسلامي امارت له چارواکو سره کتلي دي.

Continue Reading

Trending

Copyright © 2022 Ariana News. All rights reserved!