Connect with us

تازه خبرونه

د ملګرو ملتونو امنیت شورا د افغانستان وضعیت ماتیدونکی بولي

خپور شوی

د

(Last Updated On: لړم ۲, ۱۴۰۱)

د ملګرو ملتونو د امنیت شورا په فوق العاده ناسته کې د ملګرو ملتونو سرمنشي په افغانستان کې د ترهګرو په ځانګړي توګه د داعش هڅې د اندېښنې وړ بولي او وایي؛ داعش د مرکزي آسیا هېوادونو ته څرګند ګواښ دی.

د ملګرو ملتونو سرمنشي انتونیوګوترش په ډاګه کړې؛ مونږ یوازې کولی شو ثبات ته د رسیدو لپاره د کړکیچ ریښو ته ځانونه ورسوو؛ نابرابريتوب ته باید پام وشي، د نورو په منزوي کولو او تبعیض، کولی شو سوله ییزې ټولنې ولرو، چې د ترهګرو او بنسټ پالو په وړاندې مقاومت وکړي!

د روسیې د بهرنیو چارو وزیر اندېښمن دی، چې افغانستان د ترهګرو پر مرکز بدل نه شي.

د روسیې د بهرنیو چارو وزیر سرګي لاوروف ویلي؛ د دې وېره شته، چې افغانستان د ترهګرو پر مرکز بدل شي، ځکه سلګونه ترهګر د سیمې او نورو هېوادونو په ملاتړ سیمې ته رسیدلي او له دې ډول یوې سناریو سره مبارزه د نړیوالې ټولنې له پرېکنده کړنو سره تړاو لري. روسیې د سیمې د امنیت او د ترهګرۍ د ګواښونو په وړاندې د مقابلې لپاره څه باندې شل میلیارد دالر پانګونه کړې ده.

د امریکا د بهرنیو چارو وزارت مرستیال د هغو هېوادونو په دې چلند نیوکه کوي، چې د داعش په وړاندې د مبارزې لپاره له طالبانو ملاتړ کوي.

د امریکا د بهرنیو چارو وزارت مرستیال جان سالیون څرګنده کړې؛ له بده مرغه ځینو هېوادونو زیان اړونکې تګلارې  جوړې کړي او له طالبانو په دې خاطر ملاتړ کوي، چې له داعش سره مبارزه وشي. دا تګلاره انحرافي ده. مونږ له خپلو افغان همکارانو سره د افغانستان په ختیځ کې پام وړ پرمختګونه د داعش په وړاندې مبارزه کې تر لاسه کړي. مونږ په ګډه پر داعش فشار راوستی، د هغوی د واک سیمه مو محدوده کړې او د جنګالیو یو په درېیمه برخه مو ورته له منځه وړې ده. له طالبانو ملاتړ به د جګړې د دوام سبب شي او یو ناامنه او بې ثبات چاپېریال به را منځته کړي، چې داعش به د سیمې او افغانستان د ګواښلو لپاره ترې ګټه پورته کړي.

د ملګرو ملتونو د امنیت شورا پړاوییز رییس، چې  څو ورځې مخکې  افغانستان ته راغلی و او په کابل کې یې له ولسمشر غني او اجرائیه رییس سره لیدلي؛ وایي، چې له افغانستان سره د بې ثباتۍ غوټه کول تېروتنه ده.

د ملګرو ملتونو د امنیت شورا رییس غیرات عمروف وایي، تېروتنه به وي، چې افغانستان یوازې د ناامنیو او بې ثباتیو مرکز وګڼل شي، افغانستان له جغرافیوي او بشري اړخه ښه موقعیت لري کولی شي په ګډو اقتصادي پروژو کې ځواکمن شریک وي.

د افغانستان استازی د بهرنیو چارو وزارت سیاسي مرستیال حکمت خلیل کرزی د امنیت شورا پر دې ناستې خوښ ښکاري او وایي؛ یادونه کوو، چې د  ترهګرو د پټو مرکزونو په اړه  د تېر په پرتله اوس نظرونه یو شوي دي. تجربې ښیي، چې ترهګري مونږ ټولو ته ګوزار راکوي او یو هېواد نه شي کولی هغه له منځه یوسي؛ ځکه، چې ورسره هر اړخیزو هڅو ته اړتیا ده.

پاکستان په دې ناسته کې افغانستان او پوځي شریکان یې د ترهګرۍ په وړاندې مبارزه کې ناکام بولي.

په ملګرو ملتونو کې د پاکستان سفیره ملیحه لودي ویلي؛ له اووه لس کلونو جګړې وروسته دا ډېره روښانه ده، چې نه افغان حکومت او نه هم پوځي شریکان او نه هم افغان طالبان په دې دریځ کې نه دي، چې له پوځي لارې خپلې موخې ته ورسيږي. مونږ له طالبانو غواړو، چې تاوتریخوالی پریږدي او  د سولې خبرو ته غاړه کیږدي.

د ملګرو ملتونو د امنیت شورا دغه فوق العاده ناسته  په داسې حال کې جوړیږي، چې په افغانستان کې اوس هم د هرې ورځې په تېرېدو ناامني پراختیا مومي او وسلوال حتا په ښارونو کې خلک په ډله ییز ډول وژني.

خبریاله سمیرا ظفري

تازه خبرونه

په سیمه او هېواد کې امنیتي پېښې وارداتي دي – امیر خان متقي

Published

on

(Last Updated On: غویی ۶, ۱۴۰۳)

نن پنجشنبه ( د غویی شپږمه ) د اسلامي امارت بهرنیو چارو وزارت چارسمبالي امیرخان متقي د افغان‌-قزاق نندارتون د پرانیستې په مراسمو کې  د افغانستان او سیمې امنیتي پېښې وارداتي یادې کړې دي.

نوموړي په دې اړه په خپلو خبرو کې ویلي: متاسفانه زمونږ درې ګاونډي هېوادونه په نوبت سره؛ په یوه هېواد کې د داعش لپاره بشري قوه او افراد تیاریږي؛ مونږ او تاسې ولیدل، چې د نړۍ په بېلابېلو برخو کې یې پېښې تر سره کړې.

بل هېواد د هغې لارې پر سر پروت دی، چې امن خرابوونکي افراد ترې راتېریږي.

او بل هېواد بیا په خپله خاوره کې دوی ته د مرکزیت، د تمویل او پلان جوړونې مراکز ورکړي دي. که دا درې هېوادونه خپل مسوولیت ادا کړي؛ په افغانستان او سیمه کې هیڅ مشکل نشته.

ویل کیږي، چې بد امني پر ګډه همکارۍ او همغږۍ له منځه وړل کیږي.

Continue Reading

تازه خبرونه

له اسلامي امارت سره  نړیوالې اړیکې ورځ تر بلې پراخیږي – ذبیح الله مجاهد

Published

on

(Last Updated On: غویی ۶, ۱۴۰۳)

د اسلامي امارت ویاند ذبیح الله مجاهد افغانستان ته د ګڼ‌شمېر ډیپلوماټیکو استازو راتګ او نورو هېوادونو ته د افغان لوړ پوړیو چارواکو سفرونو ته په نغوته کې ويلي، چې اسلامي امارت په پراخه کچه منل شوی؛ اړیکې ورسره خوندي او لیدنې یې روانې دي.

ذبیح الله مجاهد زیاته کړې؛ له اسلامي امارت سره د نړۍ د هېوادونو اړیکې ورځ تر بلې پراخېږي او اغېزمنتیا یې مخ پر ډېرېدو ده.

د اسلامي امارت ویاند ټینګار کړی: د ځینو خلکو او کړیو دا تصور، چې افغانستان انزوا ته تلی او اقتصاد یې مخ پر خرابېدو دی او له نورو هېوادونو سره یې اړیکې نشي خوندي کېدی؛ ټول دروغ ثابت شول.

د نوموړي د څرګندونو له مخې؛ اوس څرګنده شوه، چې افغانستان له سیاسي او اقتصادي پلوه د ودې او پراختیا پر لوري چټک ګامونه اخلي او دا هڅې به نورې هم ګړندۍ شي.

Continue Reading

تازه خبرونه

افغان او ایراني حکومتي مشرانو د سیاسي، اقتصادي، سوداګریزو او ټرانزیټي اړیکو پر پياوړتیا خبرې وکړې

Published

on

(Last Updated On: غویی ۶, ۱۴۰۳)

د ریاستلوزراء اقتصادي مرستیال ملا عبدالغني برادر او د حکومت یو شمېر وزیرانو د ایران د ولسمشر له ځانګړي استازي او په کابل کې د ایران له سفیر حسن کاظمي قُمي سره وکتل.

د ریاست الوزراء د مرستیالۍ دفتر ویلي؛ د لیدنې پر مهال د سیاسي، اقتصادي، سوداګریزو او ټرانزیټي اړیکو پر پياوړتیا او په بېلابېلو برخو کې پر دوه اړخیزو همکاریو خبرې وشوې.

د ریاست الوزراء اقتصادي مرستیال د افغانستان او ایران اړیکې ښې او مثبتې وبللې او څرګندوي، چې د اړیکو د پراختیا او پياوړتیا لپاره ګډ کار ته اړتیا ده.

ملا برادر وایي: سږ کال د اورښتونه د ډېروالي له کبله نیمروز ولایت او د ایران سیستان ته د هلمند سیند اوبه ورسېدې، چې دا به د دواړو هېوادونو د ولسونو ډېری ستونزې حل کړي.

دغه راز ملا عبدالغني برادر اخوند د ایران له لارې اروپايي هېوادونو ته د افغانستان تولیداتو ته د ټرانزیټي اسانتیاوې له برابرولو خوښي وښوده او د دواړو هېوادونو ترمنځ یې د ټرانزیټ او سوداګرۍ کچې د زیاتېدو غوښتنه وکړه.

په کابل کې د ایران سفیر سیستان ته د هلمند سیند د اوبو رسېدو په اړه خوښي څرګنده کړه او د دواړو هېوادونو د اقتصادې ودې او پراختیا لپاره اړینه بولي، چې هېواد به یې له افغانستان سره د سوداګرو د بانکي ستونزو د له منځه وړلو، د چاپېریال ساتنې پر وړاندې د ګډې مبارزې، د کرنې سکټور عصري کولو او همدارنګه د ایران له لارې د افغانستان د سوداګرۍ او ټرانزیټ کچې زیاتولو په برخو کې همکاري وکړي.

د ریاست الوزراء اقتصادي مرستیال په ایران کې د میشت افغان کډوالو د ستونزو د یادونې تر څنګ له ایراني لوري وغوښتل، چې په جبري بڼه افغان کډوال را ونه‌باسي او په دې اړه د دواړو لوریو ترمنځ ښه همغږي رامنځته شي.

ویل کیږي، چې په دې لیدنه کې د اوبو او انرژۍ، کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ، د اطلاعاتو او کلتور وزارتونو چارسمبالو او په تهران کې د افغانستان چارسمبالي استازي فضل محمد حقاني هم حضور درلود.

Continue Reading

Trending

Copyright © 2022 Ariana News. All rights reserved!