تازه خبرونه

د ملګرو ملتونو امنیت شورا د طالبانو او امریکا د سولې له هوکړې ملاتړ وکړ

Published

on

د ملګرو ملتونو سازمان امنیت شورا د طالبانو او امریکا له هوکړه لیک ملاتړ کړی او هغه یې د رایو په اکثریت تصویب کړ.

د طالبانو او امریکا د سولې په هوکړه لیک کې واشنګټن ژمنه کړې وه، چې هڅه کوي، دا هوکړه لیک د ملګرو ملتونو سازمان تائید کړي. داسې ښکاري، چې امریکا پخپلې خبرې عمل کړی او دا پرېکړه لیک د ملګرو ملتونو ټولنې په امنیت شورا کې امریکا مطرح او پرته له دې، چې مخالفت ور سره وشی؛ تصویب شو.

د ملګرو ملتونو د سازمان امنیت شورا د دې پرېکړه لیک له تصویبیدو سره له افغان حکومت وغوښتل، چې د افغانانو خپلمنځي خبرو ته یو پراخ بنسټه او ټول منلی پلاوی د سیاسي مشرانو، مدني ټولنو او ښځو د استازیو په ګډون جوړ کړي.

په دې پرېکړه لیک کې راغلي، دا بنسټ په افغانستان د سولې تینګښت لپاره د سیمې او نړۍ هڅې ستایي او خپله هم په دې برخه کې همکاري روانه ساتي.

په پرېکړه لیک کې ټينګار شوی، چې دا بنسټ د افغانستان اسلامي امارت په رسمي بڼه نه پېژني او د ملګرو ملتونو ټولنې امنیت شورا هم د اسلامي امارت له بېرته راتګه ملاتړ نکوي.

په پرېکړه لیک کې دا راز ویل شوي، چې د سولې په خبرو کې باید بېلابېلې سیاسي ډلې، مدني فعالان او ښځې برخه ولري او د افغانانو په ځانګړې توګه ښځو د حقونو د ساتنې لپاره باید هڅې وشي. 

د ملګرو ملتونو ټولنې امنیت شورا له نړیوالې ټولنې غوښتنه کړې، چې له افغانستان څخه خپلو بشردوستانه مرستو او ملاتړ ته دوام ورکړي.

د پرېکړه لیک په یوې برخه کې ویل شوي، چې د افغانستان له اسلامي جمهوري دولت غوښتنه کیږي، چې په افغانستان کې د سولې بهیر د چټکتیا لپاره د پراخ بنسټ مرکچي پلاوي له جوړیدو سره را مخته شي، چې په کې د سیاسي مشرانو استازي، د مدني ټولنې او ښځو استازي ونډه ولري.

د افغانستان د سولې لپاره د امریکا ځانګړي استازي په ډاګه کړې، چې دا پرېکړه لیک ښیي نړیواله ټولنه د نړۍ  امنیت او سولې لپاره د افغانانو د یووالي او حاکمیت غوښتنه لري.

زلمي خلیلزاد په خپل یوه تویت کې څرګنده کړې، چې د ملګرو ملتونو دا پرېکړه لیک له طالبانو او افغان دولت غواړي، چې باور جوړولو ته دوام ورکړي او د افغانانو خپلمنځي خبرو ته ژر ور ودانګي.

ښاغلی خلیلزاد دا راز له طالبانو غواړي، چې له امریکا سره د سولې په هوکړه لیک کې په خپلو ژمنو عمل وکړي، چې د تاوتریخوالي کچه را ټیټه او نه یوازې د طالب بندیانو د خلاصون لپاره لار پرانیستل شي، بلکې د سولې بهیر هم بریالی شي.

دا په داسې حال کې ده، چې د ځینو دیپلوماتانو د څرګندونو له مخې؛ امنیت شورا پرته له دې، چې پر دوه پټو امنیتي برخو وپوهیږي، هوکړه لیک یې تصویب کړی دی.

Trending

Exit mobile version