تازه خبرونه
د هېواد ولسمشر محمد اشرف غني د وفادارۍ لوړه پرځای کړه

ولسمشر اشرف غني د دوشنبې پر ورځ د ولسمشرۍ له لوړې وروسته ویلي، چې له ارګه به سیاسي مرکز نه جوړوي او ټول سیاسیون باید د هېواد جوړونې لپاره سره نږدې شي.
داکتر اشرف غني له سیالانو سره له پېنځلس ورځني ځنډ او ناندرو وروسته په ارګ کې د خپلو سلګونو پلویانو، حکومتي چارواکو، د افغانستان د سولې لپاره د امریکا ځانګړي استازي، د امریکا سفارت سرپرست، د امریکايي او ناټو ځواکونو عمومي قومندان، د ناټو ملکي سفیر، د اروپايي اتحادیې سفیر، د خلیج او نورو بهرنیو هېوادونو استازیو او ديپلوماتانو په شتون کې د لوړې مراسم پر ځای کړل.
ولسمشر غني ټاکنیز بهیر پای ته رسیدلی بولي او له خپلو ټولو سیاسي سیالانو یې وغوښتل، چې د هېواد د آبادۍ او سولې لپاره مټې راونغاړي او په څنګ کې یې ودریږي.
ولسمشر غني د خپلې وینا په ترڅ کې یادونه وکړه، چې سبا به د سولې بهیر او خپلمنځي خبرو په اړه خپل ځانګړی فرمان صادر کړي؛ خو ټینګار کوي، چې له طالبانو سره جوړجاړی باید د داعش د ختمیدو په معنا وي او نباید دغه بې ریښې ډله د خلکو د عام وژنې لامل شي.
ولسمشر غني دغه راز څرګنده کړې، چې تر راتلونکیو دوه اوونیو به د ملي وحدت حکومت کابینه چارې تر سره کوي او له هغې وروسته به په همه شموله حکومت کې نوې کابینه جوړیږي.
د یادونې ده، چې ولسمشر غني د لوړې له مراسمو وروسته د خپل لومړي فرمان په ترڅ کې خپل پیاوړي ټاکنیز ملاتړی محمد یوسف غضنفر د اقتصادي پراختیا او بېوزلۍ له منځه وړلو په چارو کې ځانګړی استازی وټاکه.