تازه خبرونه
د هېواد د هر قوم او توکم سپکاوی د اساسي قانون خلاف عمل دی

په ټولنیزو شبکو کې هم د ولسمشر اشرف غني خبرې ناندریزې شوې دي.
د فرهنګ او ملي هویت په تاریخي بحث کې د ولسمشر اشرف غني ګډون او څرګندونو یو شمېر کارپوهان حیران کړي دي. ولسمشر د خپلو خبرو په یوه برخه کې د تیموریانو لومړني امپراتور ګورکاني تیمور ته د ګوډ تیمور خطاب وکړ.
ولسمشر اشرف غني د ګورکاني تیمور په اړه د خپلو خبرو په یوه برخه کې نوموړی ګوډ تیمور ونوماوه او په ډاګه یې کړه، چې د هېواد په شمال او شمال ختیځ کې د اوبخور چنګیز خان ویجاړ کړ او د سیستان ـ هلمند او فراه هغه ګوډ تیمور خاورې ایرې کړ.
د ولسمشر دا خبرې له توندو نیوکو سره مخ شوي او ان په ټولنیزو شبکو کې یې ناندرې راپورته کړي دي.
د ولسمشر د لومړي مرستیال دفتر په یوه خبرپاڼه کې د ولسمشر دغه خبرې امیر تیمور جهانګشاه او د قرآن لرونکي ته سپکاوی یاد کړی او زیاتوي، چې افغانستان په ډېرو حساسو سیاسي شرایطو کې روان دی او بې مسوولیته خبرې به د خلکو تر منځ کرکه او واټن رامنځته کړي.
د ولسمشرۍ لومړي مرستیالۍ ویلي، چې ولسمشر دې له خلکو بښنه وغواړي.
د عبدالرشید دوست په مشرۍ د افغانستان د ملي اسلامي غورځنګ ګوند ویاند بشیر احمد ته ینج په دې اړه ویلي؛ په خواشینۍ، چې ولسمشر د درنو قومونو او توکمونو د فرهنګ او نړیوال تاریخ او د دوی د تاریخي شخصیتونو په اړه، چې په افغانستان کې اوسیږي؛ خپله بالقوه کرکه په ډاګه کړه. هغه څو ځله دغه تېروتنه تکرار کړی او د افغانستان ملي اسلامي جنبش د دې موضوع مخالف دی او مونږ غواړو، چې ولسمشر په دې اړه بښنه وغواړي.
کارپوهان هم د ولسمشر دا خبرې مناسبې نه ګڼي.
د ولسي جرګې غړی عطا محمد دهقانپور ویلي، چې د اساسي قانون د ۲۲ مادې له مخې په افغانستان کې هیڅ راز تبعیض مجاز ندی.
هغه وایي؛ کرکې او تبعصضونه مجاز ندي که هغه ژبنۍ، نزادي او سمتي وي د اساسي قانو سره په ټکر کې دي.؛ ځکه، نو د ملیتونو درناوی واجب دی، چې له ولسمشره نیولې تر وروستي کسه باید ورته پاملرنه وشي.
د ولسمشر ویاند پر خپله فیسبوک پاڼه لیکلي، د ولسمشر دا خبرې د دې ملي شخصیت امیر تیمور پر وړاندې بې احترامي او قصدي نه وې.