Connect with us

تازه خبرونه

د کندوز او بغلان د اړوند سیمو د برښنا تر وصلیدو به د کابل برښنا بنده ساتو- طالبان

خپور شوی

د

(Last Updated On: لړم ۲, ۱۴۰۱)

وسلوالو طالبانو خبرداری ورکړی، چې: د کندوز او بغلان د اړوند سیمو د برښنا تر وصلیدو به د کابل برښنا بنده ساتل کیږي.

طالبانو په یوه رسنیزه اعلامیه کې په ډاګه کړې، چې که د کندوز په چاردره، د بغلان په دهنه غوري او خواجه الوان به اړوند سیمو کې برښنا عادي حالت غوره نه کړي؛ نو تر هغې به د کابل برښنا بنده ساتل کیږي.

د طالبانو په دې اعلامیه کې راغلي، چې: که د دوی په تر واک لاندې سیمو کې پرمختیايي او روغتیايي پروژې په متوازنه توګه پلي نه شي، دوی به په خپلو اړوند سیمو کې حکومتي چارې له جدي ستونزو سره مخ کړي.

د برښنا شرکت ریاست په ډاګه کړې؛ طالبانو د کندوز- بغلان د لویي لارې د برښنا دوه ستنې الوځولي، چې له کبله یې د ترکمنستان برښنا د کندوز او بغلان په ځینو سیمو کې بنده شوې ده.

کابل ښاریانو د وسلوالو طالبانو دغه خبرداري ته په غبرګون کې ویلي، چې طالبان باید جنګي قوانین مراعات او پر عادي خلکو د ژوند لومړني امکانات او آسانتیاوې ونه دروي.

د کابل اوسیدونکی محمد خالد وایي: کوم برق ، چې بند ساتل کیږي؛ زیان یې خلکو ته رسیږي نه حکومت ته. هر کار، چې کوي له حکومت سره باید وشي، نه له خلکو سره.

د اقتصادي چارو کارپوه صدیق انصاري وایي: دا یوه اړخیزه پرېکړه ده؛ د خلکو وبال(ګناه) به د هغو خلکو په غاړه وي، چې برښنا بنده ساتي.

حکومت نه غواړي، چې د وسلوالو طالبانو د دغه خبرداري په اړه څه ووايي؛ خو برښنا شرکت له دې مخکې هم ویلي وه، چې وسلوال طالبان د برښنا له درکه هره میاشت میلیونونه افغانۍ عواید تر لاسه کوي.

تازه خبرونه

د داعش خراسانی مشر د پاکستان په بلوچستان کې دی – رویټرز

Published

on

(Last Updated On: وری ۹, ۱۴۰۳)

رویټرز خبري اژانس راپور ورکړی، چې د داعش د خراسان څانګې مشر د پاکستان په بلوچستان ایالت کې ژوند کوي.

د دغه خبري آژانس د راپور له مخې: ۲۹ کلن ثناالله غفاري، چې شهاب المهاجر هم یاد شوی؛ دا ډله یې د داعش پر تر ټولو وېرونکې څانګې بدله کړې ده.

رویټرز دا هم څرګنده کړې، چې ثناالله غفاري په ۲۰۲۰ ز. کال کې د داعش خراسان څانګې مشري پر غاړه واخیسته او د ده د مشرۍ پر مهال دغې ډلې سخت بریدونه وکړل او یو شمېر کسان یې ځان ته جلب هم کړل.

رویټرز زیاته کړې، چې د غفاري په اړه د ۲۰۲۱ کال د کابل پر هوايي ډګر د داعش له وژونکي برید مخکې، چې ۱۷۰ افغان ملکي وګړي او ۱۳ امریکايي پوځیان ووژل شول؛ ډېر لږ معلومات خپاره شوي وه.

د داعش د خراسان څانګې بحث وروسته له هغې ګرم شو، چې د تېرې جمعې ورځ مسکو ته نږدې د کنسرت په یوه تالار کې خونړۍ ډزې وشوې او لږ تر لږه ۱۳۹ کسان په کې ووژل شول.

له دې مخکې پاکستانيو چارواکو اعلان کړی و، چې غفاري د تېر کال په جون میاشت کې د افغانستان په کونړ ولایت کې وژل شوی؛ خو اوس رویټرز خبر ورکوي، چې نوموړی پاکستان ته تښتېدلی او د بلوچستان په ایالت کې اوسېږي.

د افغانستان کورنیو چارو وزارت ویاند عبدالمتین قانع وايي، داعش له څه باندې دوه کلونو راپدیخوا په افغانستان کې ځپل شوی او خپلې عملیاتي وړتیاوې یې له لاسه ورکړي او ګواښ پېښولی نشي.

ویل کیږي، چې داعش په افغانستان کې وروستی برید د کندهار ولایت د کابل بانک پر دفتر وکړ، چې ۳ کسان یې ووژل او ۱۲ نور ټپیان دي.

Continue Reading

تازه خبرونه

د رښتر پر کچه ۵ اعشاریه ۲ درجې زلزلې افغانستان ولړزاوه

Published

on

(Last Updated On: وری ۹, ۱۴۰۳)

د هند د زلزلې ملي مرکز څرګنده کړې، چې نن (پنجشنبه د وري نهمه) له غرمې وروسته د رښتر پر کچه ۵.۲ درجې زلزلې افغانستان ولړزاوه.

دا زلزله د ځمکې په ۷۰ کیلومټره ژوروالي کې رامنځته شوې او مرکز یې د بدخشان ولایت د اشکاشم ولسوالۍ شمال ختیځه غرنۍ سیمه ده.

دغه زلزله پر افغانستان سربېره په تاجکستان، ازبکستان او قرغزستان کې هم احساس شوې ده.

تر اوسه د دې پېښې د ځاني او مالي زیان په اړه څه ندي ویل شوي.

تېر اکټوبر په هرات ولايت کې د رښتر پر کچه شپږ اعشاريه څلور درجې زلزلې له دوه زره زيات کسان مړه او ډېر کلي ویجاړ کړل.

Continue Reading

تازه خبرونه

د بیات بنیاد د روژې مرسته د بلخ ولایت اړمنو ته ورسېده

Published

on

(Last Updated On: وری ۹, ۱۴۰۳)

بیات بنیاد د روژې د مرستو په لړ کې د بلخ ولایت لسګونه اړمنو کورنیو ته خوراکي توکي ووېشل.

د بیات بنیاد د روژې د مرستو په لړ کې دا ځل د بلخ ولایت لسګونه اړمنې کورنۍ تر پوښښ لاندې راغلې. په بلخ ولایت کې د بیات بنیاد استازی یافث ثاقب وایي؛ په دې مرسته کې اوړه، غوړي او وريجې شته، چې پر اړمنو کسانو وېشل شوې دي.

نوموړي زیاته کړې؛ د هېواد په بېلابېلو سیمو کې د بیات بنیاد د روژې د مرستو لړۍ روانه ده.

هغو کورنیو، چې دغه مرستې ترلاسه کړې د دې بنسټ له مرستو خوښ دي او له نورو مرستندویه بنسټونو هم غواړي، چې له اړو کسانو سره مرستې وکړي.

بیات بنیاد یو له هغو خیریه بنسټونو څخه دی، چې په تېرو ۲۰ کلونو کې یې پر اړمنو کورنیو د مرستو د وېش ترڅنګ یې د هېواد په بېلابېلو برخو کې رغنیزې پروژې هم پلې کړې دي.

Continue Reading

Trending

Copyright © 2022 Ariana News. All rights reserved!